په لوګر کې هغه وخت چې تنظيمي حاکميت وو او باالاخره يي طالبانو ګيلم ور ټول کړ په ځينو سیمو کې يي د جمعيت  او ځينو نورو تنظيمونو تر منځ تنظيمي شرارتونه او ستونزې روانې وې دوی له يو بل سره پخوانۍ کينې ښې په درز کې وپاللې ان تر دې چې يو وارې خو د حزب يو قومندان زرداد د جمعيت ګوند د قومندان فضل الله مجددي کور هم چور کړ. خوکله چې طالبان مات شول بیا هم د تل په څير ددې ولايت اداري واګي جمعيت ته په لاس ...ادامه ورکړۍ
په افغانستان کې نوي ټاکل شوي ولايتي مسولين خو له فيسبوکي انځورونو حالات داسې ښيي چې هرڅه سم روان دي که د دوی فیسبوکي انځورونه، په اونۍ کې يو يا دوه وارې اداري ناستې او يا يي ونې کينول او کراچۍ ته تمبه کيدل وګورې نو باور وکړی چې د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د خلافت او عدالت وخت به در ياد شي خو کاش د پردې مخې ته حالات هم د رياکارانه انځورونو په څير وی، که د دوی لاپې او پټاقې وګورې نو له لويو ښارونو به ...ادامه ورکړۍ
نه پوهيږم موږ به د افغانستان د قدرمنو مجاهدینو له کومې تجربې ګټه پورته کړو دلته خو شته ژوندي مجاهدين ټول سره تجربې دي، د وطن د تباهۍ تجربه،د خلکو د وژنې،مرده بازي، په پچو کې د اتيا ميلیونه افغانيو د وهنې، په دولتي او نادولتي ځمکو د ښارګوټو د جوړولو،ميخ ټکوهلو که پر پاکستان د الوتکو، ټانګونو او نورو پوځي وسلو د پلورو له تجربو.....لیکنه مې ځکه د ژونديو مجاهدينو په تجربو را پيل کړه چې نن يو وار بیا د مجاهد په نوم امتياز اخیستونکي اسماعیل خان، د ...ادامه ورکړۍ
که خدای مې غاړې بندې نکړي په افغانستان کې ژوند، سياست، پوهه،مينه،وطنپالنه،اسلاميت او ان دا چې وايي افغان يم، افغان دا خبره هم راته هم راته خيالي ښکاري، خپله خبره مې ځکه په خيال پيل کړه چې نن مې د سیګار د راپور په لوستو د فاروق وردګ د خيالي ښونځيو خيالي او  بوين خيال بيا په سر کې تاو را تاو شو، ، زه په دې لیکنه کې کوښښ کوم يوازې پر افغاني اړخ يي خبرې وکړم ځکه بهرنیان که دلته هغه د فاروق وردګ په خبره استخباراتي يا رواني ...ادامه ورکړۍ
په افغانستان کې هر پرمختګ يا د يو نوي شي راتګ تر هیلو ناهيلۍ او تر لاسته راوړنو ستونزې او ناورینونه ډير له ځان سره لري دلته آزاد بازار خپل غم جوړ کړی احتکار او انحصار د ملت وينې زبيښي خو په بازار کې بیا مخکښ توکي  د پاکستان، ایران، ازبکستان. چين او ان امريکې، ترکيي او بريټانيا دي عجيبه خو يي لا دا چې د وطن مستي او شيدې يي په سطلونو او قوطيو کې خثی شي خو صاحب به کور ته د ایراني مستو يا شيدو قوطی په لاس ...ادامه ورکړۍ
غواړم د پکتیا ولايت د پوهنې په برخه کې له هغو بدرنګو کړنو پرده پورته کړم کومې  مې چې پر خپلو ګنهګارو سترګو لیدلي دي . پکتيا ديارلس ولسوالۍ لري چې له بده مرغه دريو ځدراڼ ميشتو ولسواليو يې په تيرو څورلسو کالونو کې د کمزورې او غيرې سالم مدیريت او د دولت د نه پاملرنې له امله هيڅ د دوولسم ټولګي فارغ ټولنې ته نه ده وړاندې کړي . د پکتيا په ټولو ولسواليو کې د اکثر ښوونځيو د ودانېو ، درسي موادو ، کتابونو او مسلکي ښوونکو د نشتون تر ...ادامه ورکړۍ
ايوب سالنګی څوارلس کاله د يو مهم وزارت مرستيال وو، او باالاخره يي په ۱۵ کال خپل ځای د پوځ د اعلی سرقومندان او ولسمشر محمد اشرف غني له پريکړې سره سم عبدالرحمان رحمن ته چې دی هم مسلکي افسر او پخوانی نظامي دی پريښود که پرون د سالنګي حق وو نن د رحمن حق ده او سبا په هلمند کې په سنګر کې يو پروت پوليس هم دا حق لري چې معين يا وزیر شي ځکه که پرون معيار سالنګي توب يا ټلوال توب وو سبا شونې ده معيار وړتيا ...ادامه ورکړۍ
طالب د ۲۱ پيړۍ په ټولو اړتياوو،موخو،سياستونو او اندونو ښه پوی دی پرون يي ښځې يوازې د کور او ګور بللې خو نن هغه ده له شکريي بارکزۍ، فوزي کوفي او... سره په پردي او دريم هیواد کې مجالس او اختلاطونه کوي، ان تر دې چې زه يي ځينې پيژنم د ښځو په نوم شاعري کوي، تپل شوې نښتې ته روايتونه جوړوي. طالب پرون ويډيو کتل حرام بلل خو نن يي ويبپاڼې او ټولنيزې پاڼې د مظلومو افغانانو د سر پرې کولو، وهلو، وژلو او وطن د ورانولو له ويډيوګانو ډک ...ادامه ورکړۍ
شونې ده افغانستان لومړنی هیواد وي چې په سي ډي به يي نظام ړنګ شي، شونې ده حاجي سي ډي( ظاهر قدير) به لومړنی جهان پناه وکيل وي چې په سي ډي کې يي د نظام د سقوط راز را نغښتی دی، شونې ده د سي ډي په دنيا کې به له ظاهر قدير سره لومړنۍ جادويي سي ډي  خلک هک پک کړي او شونې ده افغانستان لومړنی هیواد وي چې د خلک به يي د جنت د خيالي ټکټونو او اويا حورو د خيالي خوب په خاطر د ځان وژنې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د افغانستان له شته اساسي قانون سره په ټکر کې جوړ شوی اجرايه رياست اوس اوس هرات د ایران د فرهنګي سیمې يوه برخه بولي. د هیواد په ټولو قوانينو کې په روښانه ډول ويل شوي دي چې حکومت به د ټولو شته ارزښتونو ساتنه کوي خو اجرايه رياست تل دا ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي. ددې رياست وياند مجيب رحيمي په خپله فيسبوک پاڼه کې لیکلی دي چې هرات د ایراني تمدن يوه برخه ده. نوموړي په خپل نوي پوسټ کې چې وايي هرات ته يي سفر کړی دی ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©