وړمه ورځ ريموټ په لاس راغی بس شمشاد مې پکې پيدا کړ خبرونه شروع و او وياند هم ورته لونګۍ په سر کړې وه، خبرونه روان يو وارې مې د خپلې ولسوالۍ په ديوالونو سترګې ولګيدې ۱۷۰ درجحې مې ټلويزيون پورته کړ. خو ګورۍ لوستونکو زه ليکوال نه يم دا مې لومړنۍ تجربه ده کيدای شي خبرې به پکې ګډې وډې وي خو معاف مې کړۍ، لوګر مې ولايت دی او حق لرېي چې يو څه پرې وليکم، ورته ځیر شوم ځکه چې را جالبه ؤ پدي چې دا لومړنی ویډیوي ...ادامه ورکړۍ
په نوره نړۍ کې چاپي، غږيزې، انځوریزې او انټرنيټي خپرونې تر ډيره ملتونو ته مثبت فکر ورکوي. چې ښه بيلګه يې په عربي نړۍ کې روان پاڅونونه او د ملتونو برياوې دي چې يوازې د فيسبوک پاڼې پکې رول درلود. خو په افغانستان کې بيا داسې نه ده. کابل پريس د افغانستان د تجزيې په اړه ټول پوښتنه کوي، افغان پيپر بيا پکې ملي يو والي ته زيان رسونکې ليکنې خپروې. زه به ډير لرې نه ځم د افغان پيپر ويبپاڼې د ((صدای پای فاشیزم )) چې د حقيار په نوم ...ادامه ورکړۍ
زه انټرنيټ يا د نړۍ جال ته ډير لاسرسی نه لرم.  کله هم چې ورته لاسرسی پيدا کړم، خپل څه نه ليکم د نورو ګورم ځکه وايي پردی کټ تر نيمو شپو وي. نن سهار مې هم يو دوست سره نيټ و بس ماهم پکې خپله آيډي خلاصه کړه ټوله پاڼه مې وکته بس ډيرې خبرې پکې وې خو د ميرمن فتانې ګيلاني يوې لنډې تبصرې ته مې ور پام شو: نوموړې په خپله تبصره کې داسې ليکلي و: « بیاید به گذ شته و وهویت کساینکه نامزدان احتمالی ریاست جمهوری ...ادامه ورکړۍ
په افغانستان کې د طالبانو د رېژيم له را پرځول کېدو وروسته تر يوه وخته د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې کوم د پام وړ وسله وال غبرګون نه و، خو په ٢٠٠٣ کال کې ورو ورو د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وسله وال پاڅونونه پيل شول، په ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ کلونو کې مقاومت زور واخيست، امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو مرګوني ګزارونه وليدل. امريکا او ملګرو يې درک کړه چې په افغانستان کې له شديد او زياتېدونکي مقاومت سره مخ دي، نو ځکه يې د دې مقاومت د کمولو لپاره لومړۍ ...ادامه ورکړۍ
د وردګو ولایت دپلازمینې کابل سره په ۳۵ کیلومترۍ کې پروت  ولایت دی چې پدې وروستیو کې ناامنیو پکې زور اخیستې او ددغه ناامنیوو تر ډيره بریده  دپوهنې او معارف په بهیر ستر سیوری غوړولی دی ، که څه هم  دوردګو اوسیدونکي په خټه کې دپوهنې او معارف سره مینه لري خو  دمرکزي حکومت او ددی ولایت هغه چارواکي چې د پوهنې په وزارت کې د وزیر نه نیولې تر  چکوال محمودي پورې دوردګو پوهنې بهیر سره یې دومره ستر ظلم ترسره کړ چې تاریخ به یې ونه بخښي. هغه مهال ...ادامه ورکړۍ
فساد یوازي په شاروالیو کې نه ده؟ تر ټولو زیات فساد کوم چي نړیوالو موسسو هم ورباندي ریپورټ نشر کړیدی او تایید کړیدی په امنیتی ارګانونو، عدلی او قضایی ارګانونو او څارنوالیو او مستقلو ریاستونو او وزاتونو کې ده. غښتلی ولی په شاروالیو پسي را اخیستي ده، ولی یی خپل لاس له ماړه کابل څخه آن غریبي پکتیکا ته را اوږد کړ او هغه هم اتهمات!! ځکه چي دلته فشار دده غوا لنګوي، کنه نر د شي او د عدلی اوقضایی او څارنوالیو او وزارتونو فسادونه د راوسپړی؟! ښاغلي غښتلي لومړی د ...ادامه ورکړۍ
يو ۲۷ کلن سړی چې موږ ورته ملا وايو وايي:« د يوې لنډۍ رخصتۍ په موخه په کندهار کې ژوند کوم.» ښکلې ږيره، چرمي تور رنګی جمپر يې پر تن او ژيړه کريمي رنګه لونګۍ پر سر ده. نوموړی د پاکستان پولې ته نيږدې د چمن په يوه ديني مدرسه کې زده کونکی پاتې شوی دی.  د خپل دوهم تحصيلي کال په ترڅ کې يې کله چې د امريکې ولسمشر بارک اوباما امريکې ته د ۳۳ زره نورو امريکايي سرتيرو د استولو امر وکړ، نوموړي خپله يولس کسيزه کورنۍ د کندهار ...ادامه ورکړۍ
دڅه مودې راهیسې ډیروځوانانوهمدغه غږپورته کړوچې(په مورنۍ ژبه زده کړې غواړو!)اودې ځوانانودغه غوښتنه لاڅوکاله دمخه هم کوله . خوله بده مرغه دپوهنې وزارت دغه خبره بده ومنله اودوزیرپه څنګ کېناستوسلاکارانودغه مسله نیغ په نیغه دوزیرپورې وتړله اووزیرته یی داسې مفکوره ورکړه چې ګواکي دغه ځوانان له تاسره شخصي ستونزه لري ،خووزیرچې ددوی مشردي دایی معلومه نه کړه چې دغه غوښتنه یی پرځای ده اوکه بې ځایه سمدلاسه ترې لاره ورکه شوه اوپه کنفرانسونواولویوغونډوکې به یی په دري ژبه خپلې لاسته راوړنې بیانولی اوپه غیرمستقیمه لاربه یی دمورنۍ ژبې مسله ردوله اوپه ...ادامه ورکړۍ
تېره پنجشنبه (ډسمبر ۲۶/ ۲۰۱۲)  د شمشاد ټلویزون بحث (کره خبرې) ته بلل شوی وم. د بحث موضوع د پوهنې وزارت د جوړ شوي نصاب د نیمګړتیاوو په اړه وه او په ورته حالت کې په تالار کې ناستو ځوانانو په مورنۍ ژبه د زده کړو پوښتنې هم راپورته کړې چې وروسته دا برخه هم د بحث موضوع وګرځېده. له پوهنې وزارت څخه د نصاب د انکشاف د ریاست مشر ډاکتر شیرعلي ظریفي او د همدې ریاست سلاکار حبیب الله راحیل رابلل شوي وو. د بحث پیل د اسدالله غضنفر په ...ادامه ورکړۍ
افغانستان هم د عجايبو هيواد دی. ځينې وخت پکې داسې خبرې تر غوږو کيږي چې د اوريدو توان يې نه وي. يو وخت د لوګر پخوانی والي عتيق الله لودين له دندې ګوښه شوی و او صبری يې پر ځای راغلی و .  موږ يې ستړې مشې ته ورغلو ټوله يې خپله کابينه را وستې وه لر او بر خوستيان تاويدل نور پکې هيڅ هم نه و، د لودين خلک يې ټول خلع سلاح کړي و او يوازې هغه ګرديزی وياند درويش نوميږي که څه بلا دی هغه پکې پاتې ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©