افغان ځواک:څو ورځې مخکې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي محمد اکبر ستانکزي د لوګر پر امنيه قومندان داوود احمدي تور پورې کړ چې نوموړی هلکان ساتي او بچه بازي کوي. نن په دې اړه د لوګر په مرکز پل علم کې امنيه قومندان خبري ناسته جوړه کړې وه. د لوګر امنيه قومندان جنرال داوود احمدي په دې خبري ناسته کې وويل چې پر ده لګول شوي تورونه بې بنسټه دي او اکبر ځکه پر نوموړي دا تورونه پورې کوي چې په لوګر کې يي د اکبر د شومو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: له دې سره سره چې په هیواد کې رامنځ ته شوی اجرايه رياست له اساسي قانون سره په ټکر کې دی خو اوس اوس ددې رياست له لوري د احکامو او فرامينو لړۍ ښه زور اخیستی دی. اوس اوس ټولنيزو پاڼو کې داسې يو مکتوب را وتلی دی چې د اجرايه رياست دوهم مرستيال غواړي د ارواپوهنې له پوهنځی څخه فارغه يوه نجيلۍ د مخابراتو په څير په يو مسلکي وزارت کې مقرره کړي. له دې سره سره چې دې وړانديز ته د حکم نوم ورکول شوی دی او ۵۱ ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د اجرايه رياست په نوې لورينه کې يو کس په دوو رسمي بستونو مقرر شوی دی . مصطفی مستور چې ويل کيږي د عبدالله نيږدې خپل او خوریی دی اوس مهال د ماليي وزارت مرستيال دی. د اجرايه رياست له لوري په نوي حکم کې نوموړی د پخوانۍ دندې په شتون کې د عبدالله عبدالله سلاکار هم ټاکل شوی دی. د اجرايه ریاست له لوري په رسنيز شوی مکتوب کې راغلي دی:« مصطفی مستور د ماليي وزارت مرستيال د پخوانۍ دندې په شتون کې د اجرايه ریاست د ځانګړي سلاکار په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د آيسا يا له پانګونې د ملاتړ ادارې ۱۳۳ کارکونکي له دندو لرې شوي دي او ورته ويل شوي دي چې تشکيل کم شوی دی. په دې منځ کې د آيسا رئيس قربان حقجو تیره ورځ ددې ادارې کارکونکو ته ويلي دي چې ډيری کارکونکي او ولايتي دفترونه له منځه وړي او نوي کسان به د آزموينې له مخې ددې ادارې له لوري په دندو ګمارل کيږي. خو له ازموينې او ازاد رقابت پرته د آيسا نوي ټاکل شوي رئيس نن يو کس د جوازنامو د نوي رئيس په توګه ...ادامه ورکړۍ
د طالبانو تحريک د افغانستان په نوي تاريخ کې هغه حرکت او پاڅون و که څوک يې ښېګڼې له ياده باسي هم نه يې شي ايستلی، ځکه چې  افغان ولس ته يې هغه څه ورکړل چې په هغه وخت کې يې ورته شديده اړتيا درلودله، او ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان هغه څېره ده، چې د زمان هيڅ ډول توپان يې د تاريخ له پاڼو نه شي محوه کولای، ملا محمد عمر ستاينه د هغه په زړورتيا، کلک ايمان، او هغه ملي دريځ کوو چې د خپلې پاچاهۍ پر مهال ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ایران له افغانانو تل د وسیلې په توګه کار اخیستی دی اوس اوس د افغان ځواک څيړنې ښيي چې ایران د لسګونو هغو افغانانو د مړو انځورونه چې د دوی په ننګه په سوریه کې وژل شوي دي رسنيز کړي دي       . افغان ځواک رسنيز مرکز په وروستيو دريو اونيو کې ديرش ایراني رسنۍ او برښنا پاڼې يا ويبپاڼې څارلي دي. يادې پاڼې تر ډيره د سپاه پاسداران له لوري جوړې شوي دي او يوازنی موخه يي په یمن، سوريه او عراق کې د جګړې پوښښ دی. دوی پر دې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د لوګر په مرکز پل علم کې د نورو وګړو په څير سبزي پلورنکي هم په تيرو ۱۴ کلونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي چې کله یې ځای بدليږي او کله يې هم کرايې لوړيږي. په مرکز پل علم کې د سبزۍ مارکيټ چې اوس مهال په کې درې سوه هټۍ فعالې دي، لس زره تنه په کې په بيلابیلو برخو کې کار کوي. له دې سره چې د لوګر ميوې او سبزي پرېمانه دي، خو دا چې ورته وړ بازار موندنه نه ده شوې، نو يوازې پکتيا، ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په جلريز کې د محقق پلوو نامسولو وسله والو تر وژنې وروسته د اجرايه رياست دوهم مرستيال محمد محقق په ميدان وردګو کې د وسلو ويش پيل کړی دی. د ازادۍ راډيو د خبر له مخې نوموړي تر اوسه اوو سوه تنه مسلح کړي دي. د ازادۍ راډيو څيړنې ښيي چې د محقق دا وسله وال د نورو په څير د ماشومانو او ميرمنو په ځورونه او ان وژنو کې لاس لري. حکومتي سرچينې دې راډيو ته ويلي دي چې ياد کسان په سپکو او درنو وسلو سمبال دي. ويل کيږی اريپور ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: لوګر د کابل په خولو کې پروت ولايت خو له امنيت بیا تر اقتصاد او روغتيا پورې ورته شوي کارونه په نشت شمار دي. په لوګر کې داسې ولسوالۍ کې هم شته چې په تیرو ۱۳ کلونو کې يي له دولسم ټولګي يو ځوان فارغ شوی دی او هغه هم تیر کال په یوه چاودنه کې شهيد کې شو او د لوړو زده کړو ارمان يي پوره نه شو. دا ستونزې اوس اوس له کله چې ځوان پوړ د ټولنيزو پاڼو کارول پيل کړي دي رسنيز کيږي خو تر دې ...ادامه ورکړۍ
کله چې د حزب اسلامي د یوه قومندان مدیر سیدالرحمن زوی عطاالله واحدیار د پوهنې په وزارت کې د فاروق وردګ د دفتر ریس مقرر شو، نو په لوګر کې یې خپل ډېر خپلوان او ګوندیان په لوړو معاشونو مقرر کړل. اوس د لوګر د معارف له ریسه نیولې تر پیاده ګانو یې حزبیان او د عطالله واحدیار خپلوان دي. د لوګر د معارف ریس انجینر اکبر ستانکزی د عطاالله واحدیار زوم او حزبی دی، د معارف ریاست مرستیال وزیراحمد د حزب اسلامي غړی پاتې شوی. د لوګر د دارالمعلمینونو مشر ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©