د پوهنتون د استادانو په اړه ډېرې نیوکې کیږي، که سړی یې په اړه فکر وکړي، باید و هم شي، زموږ له زده کړیالانو سره د  اکثریت استادانو چلند ډېر ظالمانه دی. دوی فکر کوي، چې د محصیلنو باداران او واکداران دي. ما د ګڼ شمېر استادانو نه د لیکچر ور کولو پر وخت دا خبرې ډېرې اوریدلي، چې د پوهنتون استاد باندې د ولسمشر زور نه رسیږي او څه یې چې خوښه وي کولی یې شي، حال دا چې حقیقت داسي نه دی. فیسبوک کې مې د یو چا پر وال ...ادامه ورکړۍ
يواځې د باران د څاڅکو اواز د غوږونو پردو ته ځان رساوه،نور هرڅه غلي و،واورې د ځمکې مخ ته دناوېتوب جوړه په تن کړې وه،خو اوس باران په دې سپينه جوړه خالونه وهل ،ډېره خوندوره منظره جوړه وه ،په دهليز کې يوې پايې ته تکيه وم او دکائناتو دخالق په قدرتونو مې فکر کاوه چې په دې شين سهار کې يې په کړس وخندل او زما په طرف راروانه شوه،د بل هر وخت مخالف يې نن پر شونډو موسکا حکومت کاوه، ډېر وخت وروسته مې داسې وليدله، دليل مې يې ورڅخه ...ادامه ورکړۍ
يوه ورځ کله چې ښوونځي ته روان وم ، د لارې په اوږدو کې مې د سيمې پر نامي ملنګ چې ټول ژوند يې د خدای ج عبادت ته ځانګړی کړی ، سترګې ولګيدي . ملنګ د لارې پر سر د مټک (چارمعز) ونې لاندې غړمبې غړمبې اور ځان ته بل کړی وو ، شاوخوا ترې ماشومان چاپير وو او ملنګ ورته په لوړ اوز د لمانځه ټکي تکرارول . ملنګ ته مې وويل راځه چې ښوونځي ته دې بوځم ، ساعت به دې تير شي ملنګ سترګې راپورته کړې ، په داسې ...ادامه ورکړۍ
مدني‌فعالان  غواړي د یوه خبري ناستې په ترڅ کې د روسیه، ایران او پاکستان د لاسوهنو په هکله خپل دریځ څرګند کړي. نو پردې اساس له تاسې ټولو محترمو رسنیو څخه هیله کو چې د یاد مطبوعاتي کنفرانس په پوښښ کې زموږ ملتیا وکړئ. په وطن مين افغان ځوانان له ټولو روڼ اندو، ځوانانو او د روسيي  او پاکستان پر ضد له ځوريدلو افغانو څخه غوښتنه کوي چې ددې هیواد پر ضد د نه غږراسره بدرګه کړي. وخت پنجشنبه سهار 9:30 دقيقې تاریخ 16 د جدي 1395 کال چې له 2017کال د جنورۍ له 5 ...ادامه ورکړۍ
له بلخ څخه د ماشومانو لپاره پښتو میاشتنۍ (ټال) خپرونې دویمه ګڼه په ښه کیفیت، په وړوکي سایز ، په اتو مخونو کې چاپ او خپره شوه، په دغه خپرونه کې هم د ماشومانو لپاره هر اړخیز او ګټور مطالب چاپ شوي، د ټال لومړۍ ګڼه د روان کال(۱۳۹۵ ل، لمریز، د لړم په ۲۴مه، د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د نومبر په ۱۴ مه) په څلور مخونو کې د ۲۰۰۰ په شمېر چاپ او خپره شوه، چې د لوستونکو او د لیکوالانو په غوښتونو سره د یادې خپرونې دویمه ګڼه په ...ادامه ورکړۍ
شاه محمود مياخيل که څه له نيږدې ورسره ډير نه يم ناست ولې په امريکې کې زما د ماما داسې ملګری دی چې هغه به يي تل راته کيسې کولې ، يوازې يو ځلې هغه وخت چې نوموړی د کورنیو چارو وزارت مرستيال وو د څو  دقیقو لنډ ملاقات ورسره شوی وو خو  ځان يي ډير هغه وخت را باندې وپيژاند چې لومړنی کتاب يي ( د کورنیو چارو وزارت لاسته راوړنې او خنډونه) لاسته راغی او په لوستلو مې د دفتري خاطراتو ارمان پوره شو  البته يوه خبره باید وکړم ...ادامه ورکړۍ
د میرمن کلتوري بهیر له خوا رڼا کلنۍ مشاعره نن په کابل پوهنتون کي د سلګونو زده کړیالانو, استادانو,فرهنګپالو او ادبی شخصیتونو په ګډون جوړه شوه. نني غونډه ثابته کړه چی میرمن ادبی بهیر تل علمی غونډی نیولي او افغانې میرمنو ته د هغوي د حقوقو په پوهاوې کې ستر رول لوبولی. رڼا کلنۍ مشاعرې څلور برخې درلودلي: ویناوې, فرهنګی برخه, ایواردونه او د غونډي ارزونه. رڼا مشاعره د قرانکریم په تلاوت پیل شوه, ورپسی آغلی ساهره شریف, ښاغلي نجیب منلی, استاد لعل پاچا ازمون, استاد محمود مرهون ویناوې وکړی. د میرمن بهیر پیژندنه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: داځل مو د خبیر پښتنوخوا کې میشته ځوان افغان شاعر او ارټسیټ شاه نواز باقر سره  لنډه مرکه کړی سلامونه باقر صیب که زمونږ د سایټ لوستونکو ته  خپل ځان  را معرفي کړئ؟ جواب- مننه جبارخیل صیب زما نوم شاه نواز باقر دی او ګلونو کور ننګرهار ولایت هسکې مينې  یم ﺍﻭﺱ ﻣﻬﺎﻝ ﭘﻩ ﮐﻭﺯﻩ پښتوﻧﺨﻮﺍ کې ژوند کوم سوال- که د خپلو زده کړو په اړه معلومات راکړى، تر اوسه مو څومره زده کړي کړيدي؟ جواب-د ځینو ستونزو له امله مې تعلیم ترلسم کړی سوال- څومره وخت کیږی چې ادبې میدان ته ...ادامه ورکړۍ
زمونږ د کلي ، هغه بر کنډو کې ها د کمره پر سر ولاړه لمنځه چې ترينه لاندې د رڼو اوبو چينه بهيده له شنو کمرونو نه په خوند خوند راوته بهيده د هغې لمنځې سره خوا کې يو لوی کلی ميشت وو په هغه کلي کې رقم رقم مرغان اوسيدل په هغه کلي کې رښتيني اتلان اوسيدل د هغې لمنځې له ښاخونو نه به هر مازديګر سحر نغمې وريدې د هر مرغه له خولې به د محبت خوښۍ ټپې وريدې د هغې دنګې شاخورې لمنځې يو بل خواته دنګ زرغونځي دنګ نښترونه ميشت وو ټولو به هر سحر او هر مازديګر په اتفاق ...ادامه ورکړۍ
ټال له بلخ ولایت څخه د ماشومانو لپاره ښوونیزه، روزنیزه، معلوماتي او تفریحي مهالنۍ خپرونه ده، چې په لومړي ځل له دې ولایت څخه په پښتو ژبه خپره شوه،  د دې خپرونې د امتیاز څښتن او مسؤل چلوونکی نجیب الله پاڅون دی. د ټال په مهالنۍ کې د ماشومانو لپاره ګڼ مطالب خپاره شوي، چې له هغې جملې نه شعرونه، کیسې، ټوکې، روغتیايي معلومات، ساینسي معلومات، د ماشومانو فولکلوریک شعرونه او هر اړخیز ګټور معلومات چاپ شوي، د ټال په لومړنۍ ګڼه کې لاندې مطالب خپاره شوي، چې دلته یې صرف ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©