د ګودر په غاړه غم دئ اوس چا ایښی هلته بم دئ هلته نجونې راتلی نشي د جګړو اور او ستم دئ د پردیو په لمسون یې سوځولی خپل ګیلم دئ د خپل ورور مرګ ته تیار دئ چا ورکړی ورته نن په لاس کې بم دئ خپل جومات به پرې را ړنګ کړي له باروتو یې جوړ غم دئ د شنې ونې وچیدا ته یې تکل وي پیداشوی بس په ورځه د ماتم دئ رغونه یې په سرکې نه چورلیږي نړولو ته ولاړ بس دم په دم دئ بدبختي یې په تندي له ورایه ښکاري سوځولو ته یې ښه یاد کړی چم دئ د رحمان ...ادامه ورکړۍ
ته لکه هنداره داسې سپين اوداسې پاک انسان ته يې د دنيا پرمخ بې کچې مينه ناک انسان ته خودپنځه وخته لمانځه په شانې ښکلی يې ته دتوربلال د اذانه په شانې ښکلی يې زما تياره تياره ژوند ته ددې په څيرارزښت لرې پلاره ! دڅراغ اود ډيوې په څيرارزښت لرې زه دې دتعليم نه برخمن کړم زه دې ښکلی کړم تا دناپوهۍ اوجهالت څخه سپېڅلی کړم خود به درته پلاره دوغاګانې هرساعت کوم خود به دې پلارجانه دغلام په څير خدمت کوم ته وې چې بې کچې هنرونه دې په لاس راکړل ته وې چې ټوپک نه، کتابونه دې په ...ادامه ورکړۍ
غريب کلیوال نور له خپل ژوند څخه سخت په تنګ شوی وو تر ډيرو فکر وروسته يي له ځان سره وويل چې باید يو ملا ته ورشي. په کلي کې تر ټولو وتلي ملا ته ورغی او د خپل سخت ژوند څخه يي ورته شکايت پيل کړ او ويي ويل: نور له خپلې ښځې، بچو او کورنۍ شرميږم ځکه زه دوی ته يوازې وچه ډوډۍ هم په ماړه نس نه شم ورکولی، يوه ميرمن، شپږ مې اولادونه او يوه خور مې په داسې يوه خونه کې ژوند کوو چې ډيره وړوکې  ...ادامه ورکړۍ
غوټۍ چې کله د ځوانۍ منګ ته ورسيده ، پلار يې سرور، د بر کلي د خانو اکا زوی سليم ته د دوه لکه افغانيو په بدل کې ورکړه . سليم له خپلو وروڼو سره ګډ ژوند کاوه ، کړۍ ورځ به يې د حلال رزق د ګټلو په موخه پردي منډونه غږل ، د ډيرو ستونزو په ګاللو سره ، سليم ايله دوه کاله وروسته په دې بريالی شو چې د غوټۍ د ولور پور پرې کړي ، د ولور د پور پرې کيدو سره سم سليم غوټۍ واده کړه ...ادامه ورکړۍ
د زلمي په سترګو کې اوښکې تاو راتاو شوې ، يو سوړ اسويلی يې ويست ، خپل شليدلی څادر يې پر مټ واچوه ، له کور نه زړه نا زړه د ښار پر لور روان شو ، له ځانه سره يې غلي غوندې وويل : څومره خوار قسمته يم . هو ، په لسو کالونو کې يو اولاد هم نه ، خامخا به دوهم واده کوم ، ولې به يې نه کوم ؟ هسې نه چې مېراته مې شي او ميراث مې تربورونو ته پاتې شي . زلمی له ځانه سره ددې ...ادامه ورکړۍ
زرغونې ښه شيبه اوښکې توې کړې ، يو سوړ اسويلی يې وکښ ، بيا يې پر خپلو اننګو را روانې اوښکې د ټيکري په پيڅکه پاکې کړې ، په خوله کې يې د سلګيو توپان له همغسې څپې وهلې ، بې واره له خپله ځايه پاڅيده ، هندارې ته مخامخ ودريده ، ځان ورته د پخوا پرتل بل رنګ ښکاريده ، له ځانه سره يې غلي غوندې وويل : زه او نصير ، دا کله کيدای شي ، پلار ظالم مې په دومره نړۍ کې نصير ته ورکړم ، د هغو ...ادامه ورکړۍ
د لکونو ثانيو خوابدۍ وروسته مې بيا ورسره وليدل،هغه می لمس کړه، حس می کړه،او يوځل بيا دهغې له ماضي سره ناڅاپه مخ شوم،په ليدو يې حواس راڅخه وتښتول،تش کالبوت يې مخې ته داسې ودرېدم لکه دمسلمان دښمنو په اسارت کې چې د نه زغمېدونکې شکنجې تر سرحده ورسېږي،فاعلين غواړي په پښو دې ودروي خو پښې دې ځمکې ته کش کوي ،خپل ضمير ته ډیر خجالت شوم،دهغي په کتلو او زړه نازړه خبروکې اوس هم راته ډیره مينه ښکاره شوه،هېڅ يې په سرو اننګيوکې د پښېمانۍ او پړتوب نښه نه ليدل ...ادامه ورکړۍ
خدای خبر دخيالونو په نیلي دسورلۍ په تکل مې د کوم سفر د لنډولو اراده کړې وه،دګڼو خلکو په منځ کې ګړندی روان وم، ډېر پلي روان هلکان او نجونې مې دخپلو اوږو په ډغرو سره کاږه واږه کړل ، ګرځننده ټېليفون مې په ښي لاس کې په چټکۍ سره نڅاوه، چې ناڅاپه مې فون له لاسه کش کړل شو،جای په جای مې له برېک څخه کريکه ووېسته،په غوسه او وارخطايۍ  مې کيڼ لوري ته وکتل ، ګورم چې لوړه ،غوښنه او پلونډه نجلۍ  په داسې حال کې زما فون  په ...ادامه ورکړۍ
پنسل: ما وبښی. پنسل پاک: ولې تا څه کړي دي چې ودې بښم. پنسل:خواشينی يم ځکه زه هر وخت تا ځوروم کله چې زه سهوه کوم نو ته زما سهوې بيرته پاکوې، کله چې زما سهوې پاکوې نو د وجود يوه برخه دې هم له لاسه ورکوې او په دې کار سره هره ورځ ستا وجود وړکی کيږي. پنسل پاک:ماته داخبرې مهمې نه دي، زه همدې ته جوړ يم څو ستا سهوې او غلطۍ پاکې کړم زه په دې په ښه پوهيږم چې يوه ورځ به زما وجود هم همداسې تمام شي او ...ادامه ورکړۍ
لوی افغانستان هغه چاپي رسنۍ ده چې شاوخوا څلور کاله کیږي په ګران هیواد افغانستان کې په بیلابیلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې خپرونې کوي. که ځير شو نو وبه ګورو چې په هیواد کې  ګڼ شمیر چاپي او بریښنايي رسنۍ موجود ې دي .د دې رسنيو ډېره برخه د یوشمیر ځانګړو سازمانونو، ارګانونو او ډلو ټپلو له خوا تمویلېږي نو ځکه خو یې نشرات هم په دوامداره توګه روان وي که وګورو نو تر دې دمه به په هیواد کې هیڅ داسې کومه رسنۍ نه وي چې په ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©