نن سبا خلک د شعر په اړه پوښتنه کوي چې ګواکي شعر الهام دی که نه؟ ځينې نور بيا يوه بله عجيبه پوښتنه کوي چې شعر ويل روا که  ناروا دي؟؟؟ دلومړۍ پوښتنې ځواب  ځکه ګران دی چې شعر د زړه سره کار لري يعنې له زړه راوځي او په زړه ننوځي خو دلته بيا يو بله پوښتنه پيدا کېږي.هغه داچې زړه څه شی دی؟ اوس که د زړه د پېژندلو هڅه کوو نو د شعر،الهام او روا و ناروا پوښتنې به څنګ ته پاتې شي البته موږ د شعر ويل روا ...ادامه ورکړۍ
شیر ګل اکا ویل دځواني هم عجب وختونه ول ،دچا خبره دي غوږوته نه ځي په خپل سردي زوروي ،سړی ته ځان ډیر لوی ښکاریږي . نورخلګ ترپام هیڅ ورځي ،په چادي سترګه نه ډکیږي ،کله چي ځوان وم ډیر بی پرواوم د دنیاکی په شي کي می ری نه واهو خپل چکرونه می وهل چیرته ښه هلته شپه ، بانډارونه او خوبونه می کول ،دځوانانوسره مي ورځي ګوډولې . چي زړه مي غوښتل هغه می کول مشرانوبه راته دکار نصیحتونه کول غوږته می نه تلل . میرمني هم راسره اخیستي ...ادامه ورکړۍ
بسم الله الرحمن الرحيم د پیاوړي مورخ او لیکوال غلام محمد زرموال د جنازې اعلان! دمرحوم غلام محمد زرملوال کورنۍ، دلويي پکتیا قومي شوراګاني ( زرمت قومي شورا، د ځاځیو قومي شورا، د منګلو قومي شورا، د طوطاخیلو قومي شورا، د احمدزیو قومي شورا، د خوست قومي شورا، د پکتیکا قومي شورا ، د ځدرانو قومي شورا، د څمکنیو قومي شورا، د ګردیزیو قومي شورا) ) د لويي پکتیا ولس، په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د لويي پکتیا وکیلان او سناتوران، د لويي پکتیا د کابيني غړي او لوړ پوړي ...ادامه ورکړۍ
که غم له غمه شرميدلی په ما به نه راتلل جوړه، جوړه غمونه له بده بخته، چې په دې وروستيو څو ورځو کې د پښتون قوم څو ستوري پرلپسې ولويدل. ديني عالم بجلي ګر، چې تل يې د خپل قوم له ذهن او فکر سره سم، هغوی ته د پوهيدا او ويښتيا لارې ښودې - په ابدي خوب ويده شو. ستر مفکر او سياستوال صمد حامد، چې هم د هيواد د تېر دوره راپاتې ښه نمونه وه او هم د ښه راتلونکي له پاره د يوه لارښود ګټه ترې اخيستل کيدای شوه- د خپل ...ادامه ورکړۍ
قدرمو او زړه ته رانږدي دوستان او په لوی افغانستان مینو ملګرو، دارواښاد زرملوال صیب دکورنۍ او دهغه دوستانو لخوا پرون په جوړه شوې غونډه کې ماته دنده وسپارل شوه ترڅو دارواښاد زرملوال صیب په اړه دټولو هغه ټولنو،حزبونو،مفکرینو او لیکوالو تاثرات او لیکنې چې دارواښاد دژوند او مړینې په اړه یې کړي او یاهم داوراښاد کومې خاطرې ورسره وي راټولې او په نژدې راتلووکي کې به په کابل کې دفرهنګي کړیو لخوا دارواښاد په اړه په یوعلمي سیمنار جوړ او دغه تاثرات به دیوکتاب په بڼه چاپ ترڅو د ...ادامه ورکړۍ
په خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چی د پښتو ژبې یو بل ستر ستوری زرملوال صیب هم راولوید انا لله وانا الیه راجعون مرحوم زرملوال صیب په خپل ژوند کی د پښتو ژبی د ودانی یوه ستره او مظبوطه تکیه او دده په تلو سره دا ودانی ډیر زیانمنه شوه وزرملوال صیب هم لیکوال ، هم سیاستپوهه، هم ژورنالیست او هم ادیب او  تاریخ لیکوونکی و و ما چی لومړی ځل د پیریانو جګړی کتاب ولوسته نو د زرملوال صیب د علم او قلم پانګه له ورایه راته روښانه شوه او په ...ادامه ورکړۍ
په ډيره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد علمي سټې خدای بښلي استاد غلام محمد زرملوال تيره شپه په لندن کې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه روح دې ښاده وي او ورته د فردوس جنت هيله کوو. اناالله وانا اليه راجعون د زيار مدني ټولنې مشرتابه او ټول غړي د استاد په مړينه خواشيني دي  خدای بښلي ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جميل صبر هيله کوي. زيار مدني ټولنه ژمنه ده چې د استاد په پلونو به قدمونه ږدي او د ده لاره ...ادامه ورکړۍ
په ډېرې خواشينې سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد پياوړی ليکوال او د لوی افغانستان داعي، چې د لوی افغانستان رايوځای کېدل يې لوی ارمان و، په دې برخه کې يې ډېرې هلې ځلې هم کړي دي (استاد غلام محمد زرملوال) تېره شپه د لندن په ښار کې په حق ورسید. د (نن ځوانانو غورځنګ) ټول غړي، د استاد له کورنۍ او دوستانو سره په دې غم کې ځان شريک بولي. استاد ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه ...ادامه ورکړۍ
غزل ښه اوس نو څه شی کړې چې ومې کتې و خو مې نه خوړې چې ومې کتې مړي دې وکړل چې دې زړونه يوړل ما ويلې شر لړې چې ومې کتې رنځوره نه يې مورې مينه کوم نه وې ليمې مړې، چې ومې کتې ته به ټيټ سترګي عاشقان خوروې مابه نو خود شړې چې ومې کتې نه سکندره زه نشه يم کنه؟ سترګې دې شوې وړې چې ومې کتې رحيم سکندر ************************************************** غزل غربت يې ورک کړې سپينه خوله مسافرۍ ته ځمه په خواږه خوب يمه ويده مسافرۍ ته ځمه چې به ماما کره مې مورته پسې ډېر مې ژړل غچ مې ترې واخيستو اوس ...ادامه ورکړۍ
د افغان ادبي بهیر د تیر کال د غونډې د لارښوونې له مخې د (بیتونه دریابونه) په نوم د پښتو شعرونو د غورچاڼ چارې بشپړې شوې دي. په پام کې ده چې د روان کال ترپایه چاپ شي. کیدای شي د ځینو قدرمنو شاعرانو ښکلي بیتونه لا هم ما ترلاسه کړي نه وي. په دې توګه له ټولو قدرمنو شاعرانوڅخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې خپل او د نورو پخوانیو او اوسنیو شاعرانو د شعرونو ښکلي بیتونه په لاندې برښنالیکونو د ۱۳۹۱ کال د جدې یا مرغومي میاشتې تر ۳۰ نیټې ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©