غزل ښه اوس نو څه شی کړې چې ومې کتې و خو مې نه خوړې چې ومې کتې مړي دې وکړل چې دې زړونه يوړل ما ويلې شر لړې چې ومې کتې رنځوره نه يې مورې مينه کوم نه وې ليمې مړې، چې ومې کتې ته به ټيټ سترګي عاشقان خوروې مابه نو خود شړې چې ومې کتې نه سکندره زه نشه يم کنه؟ سترګې دې شوې وړې چې ومې کتې رحيم سکندر ************************************************** غزل غربت يې ورک کړې سپينه خوله مسافرۍ ته ځمه په خواږه خوب يمه ويده مسافرۍ ته ځمه چې به ماما کره مې مورته پسې ډېر مې ژړل غچ مې ترې واخيستو اوس ...ادامه ورکړۍ
د افغان ادبي بهیر د تیر کال د غونډې د لارښوونې له مخې د (بیتونه دریابونه) په نوم د پښتو شعرونو د غورچاڼ چارې بشپړې شوې دي. په پام کې ده چې د روان کال ترپایه چاپ شي. کیدای شي د ځینو قدرمنو شاعرانو ښکلي بیتونه لا هم ما ترلاسه کړي نه وي. په دې توګه له ټولو قدرمنو شاعرانوڅخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې خپل او د نورو پخوانیو او اوسنیو شاعرانو د شعرونو ښکلي بیتونه په لاندې برښنالیکونو د ۱۳۹۱ کال د جدې یا مرغومي میاشتې تر ۳۰ نیټې ...ادامه ورکړۍ
ژوند مې د ماښام تورو تيارو ته په لاس ورغی څه به پاڼې پاڼې شي اغزو ته په لاس ورغی دا ګومان مې نه شي چې درمان ورځينې خلاص کړي ځان تکو سپينو غټو مړوندو ته په لاس ورغی دا هغه بيتونه دي چې شاعر د خپل ژوند لوړې ،ژورې ،تورې تيارې او همدا ډول  دمينې انځور ګري په يوه داسې انځوريزه او کليواله ژبه کړې چې لوستونکی د خپل ژوند ژوندي کليوال انځورونه  مخې ته ږدي او پر خپلو تېرو يادونو پسې لکه شاهين الوزي د خيال وزرې پسې رپوي او د ژوند ...ادامه ورکړۍ
هېوادپاځواک ټولنيز بنسټ ۱۵ ورځنۍ ۱۷مه ادبي ناسته ترسره کړه. د نورو وختونو په څېر دا ځل هم په لسګونو ځوان شاعران او ليکوال د هېوادپال ځواک  پرادبي غولي راټول شوي وو. د شعر وادب د لارويانو په شتون کې دغه ادبي راټولېدنه پنجشنبه سهار مهال د حضرت الله ستومان لخوا د کلام الله دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه. د معمول په څېر لومړی هم د کره کتنې برخه ترسره شوه چې دا اونۍ د ځوان شاعر محمدرحيم سکندر په آزاد شعر باندې د ګډونوالو تر منځ نظرونه تبادله ...ادامه ورکړۍ
ليلو! ګزه يو چالاکه،تېر نظيری ژبور خبريال د وخت چارواکي رانه وېره لري پردوی زما د ژبې وم پرېوتی داچې پر دوی باندې مې ستوری قوي ليلو په دې خو ته پوهېږې چې خبريال يو جرتناکه ژبور سړی وي په بې جرتو باندې بر سړی وي خو ليلو تاسره چې مخامخ شم د جرت ستوری دې پرما قوي شي خولې ته مې کلپ پريوځي لیلوګونګی شمه هېڅ نه وايمه ليلودا کوم کمال دی چې دې ترمخه بې جرته شمه؟ چې دې ترمخه بې جرته شمه؟ ۱۳۹۱/۱۰/۱۰ کابل ـ پوهنې وزارت فريد احمد تسکين ...ادامه ورکړۍ
د مېرمن کلتوري -ټولنیز بهیر له خوا څلورمه رڼا کلنۍ مشاعره د روان کال د مرغومي د میاشتې په ۱۶ نیټه چې د ۲۰۱۳ زېږدیز کال د جنوري له ۵ نېټې سره سمون لري د ماسپښین په یوه بجه او دېرشو دقېقو د پوهنې وزارت په لوی تالارکې د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پیل او ولمانځل شوه. په پیل کې غوڼده د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په لوستولو سره پیل او له هغه نه وروسته د هېواد ملي سرود وغږول شو. د غوڼدې لومړۍ ویناواله په ولسي جرګه ...ادامه ورکړۍ
هيواد پال ځواک ټولنیز بنسټ چې په ۱۳۹۰کال کې یې په فعالیت پیل کړی دی او بنسټ ایښودونکي یې په ملي شورا کې دخوست دخلکو استازي او خوستمیشتي ژورنالستان او دمدني ټولنو فعالین دي. اوس مهال یې دغړو شمیر تر ۱۴۰۰پورې رسیږي .او په غړو کې یې محصلین ،دلیسو ښوونکي ،او دټولنې دهرې طبقې څخه فعال  غړي شامل دي. هیواد پال ځواک ټولنیز بنسټ په بیلا بیلو برخو کې کار کوي لکه ،اجتماعي ،سیاسي،فرهنګي ،ښوونیزې او ورزشي برخې. دهیواد پال ځواک ټولنیز بنسټ ښوونیزې څانګې په خپله لومړی دوره کې یې ۲۱۲تنه ...ادامه ورکړۍ
په ډېري خواښیني سره خبر شوم چې د افغانستان د صدارت پخوانی مرستیال، تکړه عالم او ملي شخصیت دوکتور عبدالصمد حامد له خپل هېواد څخه لیري له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټي او تلپاتې نړۍ ته یې د تل لپاره کوچ وکړ. موږ ټول د الله تعالی یو او ټول به الله تعالی ته ورځو.   دوکټور صمد حامد د خپل ژوند تر پایه پوري د افغانستان د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتلو لپاره د فکر، قلم او لیک له لارې معقوله او منطقي مبارزه کوله او د ...ادامه ورکړۍ
غزل کاشکې زه د بوډۍ ټال وای پاس په غرونو ښکاریدلی کاشکې زه پښتون پګړۍ وای په دارونو ښکاریدلی کاشکې توره شپه دوزخ وای کاشکې اور وای مستیدلی بیا د ښکلې شان رڼا وای په خوندونو ښکاریدلی یا د علم وای د کفر بیا د کفر زلزله وای بیا دتوره هدیره وای په قبرونو ښکاریدلی یا مرید د پیغمبر وای ښکلی تخت د سلیمان وای بیا فرید وای احمدخان وای په لکونو ښکاریدلی خو چې نه وای پښتنو کې نه مې دین نه مې مذهب وای بس یو بوټی د صحرا وای په رنګونو ښکاریدلی یا د نر غوندې شاعر وای ...ادامه ورکړۍ
اوس خو ګله تاپسې وير نه کوم اوس خو ګله تاپسې وير نه کوم اوس خو ستا له غم سره عادت يمه اوس هم مينه ـ مينه عبادت ګڼم اوس هم ستاسو چم نفرت ـ نفرت ګڼم اوس هم ستا له ياد سره لوبېږمه اوس هم ستا ليدو پسې مړکېږمه مابه چې همدا درته ويل اشنا نور د نفرتونو له کوڅو نه رابهر شه ته تورو تورو شپو کې بس رڼا لکه د لمر شه ته خو اشنا............ تابه ماپسې خندی کړ وې دې، دې غريب ته ګوره دا تسکين خو ليونی و ما په مينه کې سړی کړ هغه ستا ياران چې به اشنا ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©