د غونډې نیټه: شنبه د ۱۳۹۱ کال د لندې د میاشتې ۲۵مه نیټه د غونډې ځای: د ښوونې او روزنې د وزارت تالار د غونډې وخت: د ورځې یوه بجه میرمن کلتوري ټولنیز بهیر د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې تیره شنبه د میرمن جمیله صافۍ په مشرۍ غونډه وکړه چې ویانده یې شکریه جمالزۍ وه. همدارنګه په غونډه کې د امریکا  له هیواد څخه راغلې میرمن جنیفرفیور د میلمنې په توګه حضور درلود. چې د معمول په څیر یې درې برخې لرلې د غونډې په سر کې په کاري مسايلو بحث ...ادامه ورکړۍ
د افغان ادبي بهیر د تیر کال د غونډې د لارښوونې له مخې د (بیتونه دریابونه) په نوم د پښتو شعرونو د غورچاڼ چارې بشپړې شوې دي. په پام کې ده چې د روان کال ترپایه چاپ شي. کیدای شي د ځینو قدرمنو شاعرانو ښکلي بیتونه لا هم ما ترلاسه کړي نه وي. په دې توګه له ټولو قدرمنو شاعرانوڅخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې خپل او د نورو پخوانیو او اوسنیو شاعرانو د شعرونو ښکلي بیتونه په لاندې برښنالیکونو د ۱۳۹۱ کال د جدې یا مرغومي میاشتې تر ۳۰ ...ادامه ورکړۍ
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د نهه ویشتمې غونډې ریپوټ د غونډې ځا ی: د ښوونې او روزنې د وزارت کلوپ د غونډې ورځ: د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ د میاشتې ۱۸ مه نیټه د شنبې ورځ د غونډې وخت: د ورځې یوه نیمه بجه د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د نهه ویشتمې غونډې مشره میرمن سایره شریف او ویانده یې شکریه جلالزۍ وه همدارنګه  په غونډه کې د هیواد تکړه لیکوالانو هر یوه ښاغلي محب الله زغم حقیقت صمیم، ښاغلي محمود مرهون،  او د علومو اکادمي غړي ښاغلي فرید الله نوري د میلمنو ...ادامه ورکړۍ
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د اته ویشتمې غونډې ریپوټ میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر شنبه د تلې د میاشتې په یوولسمه نیټه غونډه وکړه. غونډه دورځې په یوه بجه د پاکیزې آرزو په ویندویی پیل شوه د غونډې مشره تورپيکۍ مومند او د علوم له اکادمی څخه راغلې میرمن حمیرا سباوون او پلوشه آرین د غونډې میلمنې وې. د غونډې په سر کې په لنډه توګه په کاري مسائلو خبرې وشوې، او په لړ کې یې د میرمن بهیر د کلنۍ مشاعرې په هکله چې د(رڼا کلنۍ مشاعره)په نامه د نوموړي بهیر ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©