اسلام ښځو ته د زينت (ځان سينګارولو) حق، د عفت دساتلو حق، د احترام او کرامت حق، د تعلیم حق، د ښه کردار او رفتار او ښه معاملې حق، د کوروالې د رازونو د ساتنې او د جماع (کوروالې) حق، د عدالت حق، په کورني کارونو کې د مرستې حق، د ښځې د خپلوانو احترام کول، د مشورې حق ورکول، د ناروغۍ په حالت کی د ښځې د علاج حق، د انتقاد حق، د ميراث حق، د کار او ملکيت حق،  د خلع حق، د سلام حق، د لباس (جامه) حق، ...ادامه ورکړۍ
په اسلام کې د لویو ګناهونو له پاره حدود ټاکل شوي؛ تر څو ټولنه له فاسدو او چټلو کسانو پاکه شي او حق حقدار ته ورسي په نتیجه کې اسلامي حکومت جوړ څو خلک آرام او هوسا ژوند وکړي. مثلاً د دين د ساتنې له پاره د ارتداد حد، د نفس د ساتنې له پاره قصاص، د عقل د ساتنې د پاره د شرابو څښلو حد، د نسل ساتنې د پاره د زنا حد او د مال د ساتنې د پاره د غلا او قطاع الطريقي حدود ټاکل شوي دي . په ...ادامه ورکړۍ
له امام ابوحنیفه څخه د امام بخاري مخامخ روایات نه نقلول دا نه په ګوتو کوي چې هغه ضعیف یا قلت الحدیث مسئله وه، بلکه دا یو علمي اختلاف او د دواړو امامانو ترمنځ چې امام صاحب مشر او د خیر القرون د زمانې امام وو (امام صاحب په ۸۰ هجري کې زیږیدلی او په ۱۵۰ هجري کې وفات شو) او امام بخاري وروسته راغلی (امام بخاري په ۱۹۴ هجري کې زیږیدلی او په ۲۵۶ هجري کې وفات شو)، خو د امام صاحب له عقیدې خبر او د هغه دا نظر ...ادامه ورکړۍ
علم د رڼا، سعادت، نیکمرغۍ، بریالیتوب، خوښي، او خیر لار ده. په اسلام کې د علم او د علماوو په هکله ډیر فضایل او تاکید راغلی. قرآن کریم په دې هکله داسې مهرباني کوي: قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ (الزمر ۹ ) ووايه ای محمد: آیا هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي سره برابر دي؟ بېشکه چې پوهان پند اخلي. له الله تعالی څخه څوک ویریږي؟ قرآن یې داسې ځواب وایي:  إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ (فاطر: ۲) . ژباړه : يقيناً ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: مايک زورويګول يوه جرمنۍ ده ډير عمر يي په بريټانیا کې تير کړی دی خو اوس اوس يي ډيلي ټلګراف له اسلام منلو خبره شوې، نوموړي د خپل اسلام کیسه کټ مټ دې بهرنۍ خپرونې ته کړې. نوموړې وايي: « بنګله ديش ته يو ادبي جشن ته تلم د دوبۍ په هوايي ډګر کې مو الوتکه څو ساعته تم شوه، خوب مې نه وو کړی سر مې درد کاوو ښه مې وبلله چې کوزه شم او لږ په دې شااوخوا کې وګرځم.زړه مې شو په هوايي ډګر کې هغه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د بريټانيا په بيرمنګهام پوهنتون کې پر يو لرغوني قرآن کريم شوې څيړنې ښيي چې دا تد قرآن کريم تر ټولو پخوانۍ او لرغونې نسخته ده. په دې قرآن کريم باندې د راډيو کاربن په نوم د موادو د څيړنې پر بنسټ روښانه شوې چې دا شته پاڼې ۱۳۷۰ کاله پخوانۍ دي. ويل کيږی سل کاله کيږي پر دې پاڼو څيړنه نه وه شوې خو اوس د دوکتورا دورې يو محصل پر دې قرآن کريم باندې څيړنې پيل کړي دي. ويل کيږي شويو څيړنو د پوهنتون اداره اړه کړې چې دا ...ادامه ورکړۍ
 غسل که فرض وي یا سنت اویا مستحب په هر صورت کې مسنونه لاره یې دا ده چې اول دواړه لاسونه تر مړوندو پورې درې ځلې ومینځل شي ـ بیا د بدن څخه نجاست لرې کړل شي هغه هم درې ځل ـ بیا وړوکې او لویه استنجا تر سره شي، د اړتیا مطابق به استنجا کوي، بیا په مسنون ډول اودس کول دي کچیرې د مینځلو اوبه له پښو سره راټولیږي نو له دغه ځایه لرې په بل ځای به یې مینځې اوکچیرې کومه څوکۍ، یا تیږه یا داسې ځای غسل ...ادامه ورکړۍ
بسم الله الرحمن الرحيم نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد : د مسلمان لپاره د خوشحالۍ خبره دا ده چي الله –جل جلاله- د ځينوکاروله امله ورته نه يوازي دا چي لوی لوی ثوابونه ورکوي بلکي ورسره يې گناوي هم وربخښي. له انسان څخه گناوي کېږي اوهرانسان دېته اړدی چي بايدد خپلوگناهونود بخښل کېدلولپاره په ژوندکي هڅي وکړي. په دې هکله غواړم چي ځيني داسي کارونه وليکم چي په هغوسره د انسان گناهونه بخښل کېږي. د دغوکارونوپه ترسره کولوکي بايدهرڅوک کوښښ وکړې څوالله پاک موخطاوي رامعاف کړي. ۱: توحيد اوله شرک څخه ځان ساتل: د گناهونود مغفرت ...ادامه ورکړۍ
اسلام په پنځه بناؤ ولاړ دی چی هغی کی لومړی کلمه طیبه ده ، دوهم یی لمونځ او دریم یی د روژی څخه عبارت دی. روژه نه یواځی په امت محمدی صلی الله علیه وسلم فرض کړی شوی ده بلکی په پخوانیو امتونو هم فرض وه لکه چی الله جل جلا له د روژی فرضوالی او په پخوانیو امتونو باندی د فرضیت حکم داسی بیانوی. ٫٫ ای هغه کسانو چی ایمان یی راوړی دی فرض کړی شوی ده په تاسو روژه لکه په پخوانیو خلکو چی فرض کړی شوی وه ددی ...ادامه ورکړۍ
 د زړه نعمت د الله تبارک و تعالی هغه عظیم نعمت  دی چې د انسان ژوند ور سر تړلی ــ  انسان د  خپلې خټې برابر د غوښې او پوستکي څخه جوړ شوی دا وړوکی ماشین هر وخت او هره ګړۍ پخپل لوري مشغول وي ــ او د انسان رګ رګ ته وینه رسوي ــ او له کله چې د دې چلېدل پیل شوي نو تر کلونو کلونو ټول کال او هر وخت یوه ګړۍ هم نه بندیږي ــ لږ سوچ وکړئ چې د انسان زړه په منځني توګه یوه دقیقه کې ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©