دجنوبي اسيا مکتب حج ډېره سخته او ستومانوونکي پروسه ده،ډېر کارونه او ډېر خدمتونه لري همدالامل دى چې رسول الله به دهر عبادت په پيل کې په دعا کې ويل چې  :(( اى ربه داعبادت مې قبول کړه  خو دحج په اړه به يې ويل چې اى ربه ماته يې اسانه او له مايې قبول کړې ))، هر حاجي په يواځې ځان خپل ځان ته د اخدمتونه شي کولى ، او دبعثې او شرکتونو پلاوي هم داکار نشي کولى ،نو سعودي ددې کارونو دښه انسجام لپاره دخپل دولت دحج او اوقافو ...ادامه ورکړۍ
د(ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين)نومي کتاب د هندي وچې د ستر او نابغه عالم علامه سيد ابوالحسن ندوي(رحمةالله عليه) اثر دى چې تر دې دمه  د انګليسي،فرانسوي او ترکي ژبو په ګډون د نړۍ ډيرو ژبو ته ژباړل شوى،په ځلونو بيابيا چاپ شوى او د نړۍ په کچه يې په چارچاپير ډيرې غونډې جوړي شويدي، د نړۍ د سترو پوهانو په خبره چې دا اثر په خپلې اړونده موضوع کې يو بيسياله کتاب دى.مولف لومړى د اسلام دمخه حالت ته ځي،د ټولنې بدمرغۍ او بدبختي شميري، بيا د اسلام د راتګ ...ادامه ورکړۍ
په افغانستان کي مدني ټولني، بشري حقونه، د ښځو د حمايې بيلابيلې څانګي او د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د مخنيوي ټولي ادارې، د تيرو لسو کلونو راهيسي د ښځو د حقوقو نارې سورې وهي. کوم حقوق چي يوې ښځي ته اسلام ورکړي بالکل په اسلامي ټولنه کي د کفايت او قناعت وړ دي. هيڅوک تر الله (ج) ښځي ته ډير حقوق نه شي ورکولای. مخلوق دي د ښځي د حقوقو د ورکړي نارې نه وهي، ځکه مخلوق تر اوسه د ځمکي په خاکي کره کي په بشپړه توګه خپل ...ادامه ورکړۍ
کومه کلیزه په اسلامي شریعت کې اصل ا و د تعامل اساس ده؟ هجري قمري او که لمریز کال؟ الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله، وبعد: د وختونوپیژندل، تاریخ او توقیت که له یوې خوا دژوند له هغواړتیاوو څخه ده، چې پرته له هغه ژوند پرمخ نسي تلی له بلې خوا د تاریخ او توقیت سیستم د ولسونو او ملتونو د پیژندګلوۍ او دهغوی د فرهنګ او آن هویت برخه ګرځیدلې ده چې پرې یادیږي او پرې پیژندل کیږي. پدې توګه د وختونو د پیژندلو سیستمونه پیژندل، پالل او ساتل د ژوند ...ادامه ورکړۍ
بسم الله الرحمن الرحيم نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد: بنده دالله پاک له لوري دنېکوکاروپه ترسره کولواوله بدوکاروڅخه په ځان ساتلوسره په ټولواوقاتوکي ماموردی. په ځانگړي توگه دعمرپه آخري برخه کي اوانسان هغه وخت کامياب دی کله چي يې خاتمه(دژوندآخري) ښه شوله. رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي:انماالاعمال بالخواتيم (بخاري،مسلم) يعني اعمال په خاتموپوري تړلي دي!! چاته چي الله پاک په آخري عمرکي دنېک عمل توفيق ورکړونودده لپاره الله پاک دخاتمې ښه کېدنه ليکلې  اوڅوک چي الله پاک په دغه وخت کي پرېښود،دنېکو توفيق يې ورنه کړاودده آخري خاتمه يې په بديواوگناهونوسره وکړه نوده خپل ...ادامه ورکړۍ
که ښځه او میړه دواړه په ښه نیت نکاح وکړي، د دوی یوځای والی به هم په دې دنیا کې سپيڅلی وي او هم په اخرت کې. دا جوته ده چې کيدای شي دواړه خواوې/اړخونه خپل د مسوولیتونو په ادا کولو کې کله نا کله پاتې راشي. ځکه نو، مخکې له دې چې یو اړخ به بل اړخ باندې په غصه شي یا ورباندې چيغې پیل کړي، باید هغه لومړی خپل ځان ته وګوري او وويني چې هغه پخپله څومره نیمګړتیاوې لري او څه غلط کارونه ترسره کوي. په عین حال کې، د ...ادامه ورکړۍ
•             محمد ص د هندومذهب په کتابونو کی د )کلکي اویتار( په نوم یاد شوی دی. •             د هندو مذهب د ویدا په کتاب کی د محمد ص یادونه شوی ده او ویل شوی دی چه د بګوان (الله) اخرنی پیغمبر به راځی او نړی به هدایت کوی. •             د هندو مذهب د پیشګویی په اساس کلکي اویتار (محمد ص) به په یوی جزیری کی پیداکیږي او هغه د عربو جزیره ده. •             د هندو مذهب په مقدس کتاب کی د کلکي اویتار د پلار نوم (ویشنو بګت) او د مور نوم (سومانیب) ...ادامه ورکړۍ
پر دې موضوع ډېرې خبرې کېږي او ډېرې فتواګانې شته دی. له اختلاط څخه مقصد د نارينه او ښځينه یو ځاي کېدل دي، د ځینو علماؤ په نظر په ښځي باندي د خپل کور څخه وتل د مړينې او قبر ته وړلو پر وخت واجب دي؛ ځينو هم لا د جماعت د لمانځه لپاره هم د ښځی له کوره وتل مکروه ګڼلي دي، او یوه بله ډله د حرمت په سترګه ورته ګوري؛ ځکه چي وتل يې د فتنی سبب ګرځي، ددي لپاره چي زمانه فاسده او خرابه ده؛ په ...ادامه ورکړۍ
 په پخوا زمانو کې ژورنالېزم په ډېرو لومړيو او ابتدايي پړاوونو کې شتون درلود، وسایل يې یوازې تر ژبې پورې محدود و، خلک له دې امله چې په ليک لوست نه پوهېدل، یوازې په ژبه باندې مخاطب کېدل. نو په نوموړو ټولنو کې د نظر خپراوی په هغو ځایونو کې ترسره کېده چې د خلکو تجمع به په کې زیاته وه. هغه هم تر ډېره حده ښارونه وو، چې خلکو به اجناس په کې تبادله کول، ګټه به يې کوله او له هماغه ځایه به يې خپل ضرورتونه پوره کول. ښارونه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: له نن څخه ۱۴۰۰ کال وړاندې د سعودي عربستان خاوره د اسلامي د وروستي پيغمبر د زيږيدنې شاهد و. محمد صلی الله عليه وسلم د عبدالله زوی، د عبدالمطلب لمسی دی او د ۵۷۱ ميلادي کال د ربيع الاول د مياشتې په ۱۲ نيټه یې نړۍ ته سترګې پرانيستې. مور یې بي بي آمنه نوميږي او د اسلام ستر پيغمبر له خپلې مور سره شپږ کاله ژوند کړی دی. د لسو کلو به لا نه و شوی چې نيکه یې وفات شو. محمد صلی الله عليه وسلم په ۴۰ کلنۍ کې ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©