افغان ځواک: په امريکې د سپټمبر د يولسمې د بريدونو طراح ابو الخیر المصري د امریکې د بې پيلوټه الوتکې په بريډ کې وژل شوی دی. ويل کيږي نوموړی په سوريه کې په نښه شوی دی او وژل شوی دی. المصري تير کال د القاعدې د شته مشر ايمن الظواهري مرستيال ټاکل شوی وو. ويل کيږي المصري يو له هغو کسانو وو چې پر امريکې د شوي بريد د ناستې مشري يي کوله. امریکې ويلي دي چې د القاعدې مرستيال د سوريي په الباب ښار کې وژل شوی دی. ياده دې وي د المصري په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د هرات په شينډنډ کې د هبت الله او ملا رسول ډلې تر منځ يو وار بیا نښتې شوي دي. د ملارسول ډلې مرستيال منان نيازي ويلي دي چې بريدګر د هبت الله ډلې کسان وو. نوموړی وايي چې بريد د ملا ننګيالي پر يوې پوځي قرار ګاه شوی دی. ويل کيږي بريدګر دواړه وژل شوي. په دې ولسوالۍ کې ځايي خلک وايي جې نښتې نيم ساعت دوام کړی دی. په دې نښته کې د بريدګرو په ګډون څلور تنه وژل شو ي دي. بلخوا  د ننګرهار د والي وياند جيلاني فرهاد هم نښته ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کب ۹ مه چې په هیواد کې د ملي امنیتي اودفاعي ځواکونو لپاره نومول شوې ده ،نن دخوست ولایت په مېلسمتون ودانۍ کې د یوې پراخې راټولېدنې په ترڅ کې ولمانځل شوه. په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې دولایت مقام مرستیال شیر بادشاه ارګوني،امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت ترڅنګ دبیلابیلو امنیتي،کشفي او دفاعي ځواکونو مسوولینو،د ولایتي شورا غړو مشرانو،ولسوالانو،ریسانو،دیني عالمانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو،خبریالانو او د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سرتېرو او افسرانو ګډون کړی وو. دغونډې په پیل کې مرستیال والي،دعلماو شورا ریس،دولایتي شورا مرستیال،مدني ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ننګرهار کې د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسول له افغان ځواک سره په خبرو کې ويلي دي چې په هسکه مېنه او کوټ کې وژل شوي ولس داعشي ترهګر چې ټول پاکستانيان دي وژل شوي دي. نوموړي وويل چې عملیات د هسکې مېنې په نرۍ اوبو، چهاروازې سيمو او د کوټ په سه پای سيمه کې شوي دي. نوموړی وايي چې په دې بريدونو کې دوه پاکستاني ترهګر هم ټپيان شوي دي. نوموړی وايي د شاهين ۲۵ عملیاتو په لړ کې د داعش دوه مهم مراکز هم له منځه وړل شوي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په کونړ او ننګرهار کې نن يو وار بیا د پاکستان مستبد حکومت پر افغان خاوره راکټي بريدونه کړي. د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبیح الله زمري ويلي دي چې بريدونه له تیرو دوو ورځو را هيسې پيل شوي دي. زمري وویل:« په کونړ کې بریدونه شوي او د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې نن او پرون بریدونه شوي دي، چې ديرينه او پارچه په نوم کلي پکې په نښه شوي دي.» نوموړي وويل چې دا بريدونه له نړۍ والو موازينو سره په ټکر کې دي او په خبره يي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ننګرهار په ولايت کې د شویو عملياتو په لړ کې ۳۴ داعش وسله وال وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې شوي دي. د خبرپاڼې له مخې عملیات د هسکې مېنې په ځينو سيمو کې شوي دي. په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې په دې عملیاتو کې شپاړس داعشيان ټپيان شوي او اوو نور ژوندي نيول شوي دي. د خبرپاڼې پر بنسټ په دې عملیاتو کې د داعش وسله والو د وسلو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د پاکستان د وروستیو څرګندونو په تړاو ويلي دي چې  دترهګرو تر  منځ د ښو او بدو تفکيک په هر حالت کې بدې پايلې لرلی شي. د هیواد د ملي امنيتي ځواکونو مسولينو د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبري ناستې ته وویل چې دوی به د پاکستان له لوري ورکول شوی ليست وڅيړي خو پاکستان باید لومړی د هغه ليست څيړنه وکړي چې درې اونۍ مخکې افغان دولت ورته سپارلی دی. د دفاع وزارت لوی درستیز وويل:« که اړتيا شوه د پاکستان ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په امریکې کې د نوې امريکا په نوم يو بنسټ په خپل نوي راپور کې ويلي دي چې داعش افغاني ښکارنده نه ده. دوی په دې راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې وژل شوي، جنګيدونکي او نيول شوي ټول داعشيان پاکستانيان دي. دوی ويلي دي چې داعشيان په پاکستان کې روزل کيږي او بیا افغانستان ته لیږل کيږي. ددې بنسټ د نړۍ وال امنيت رئيس ايونيس کاسکيناس ويلي دي:«  فعال داعشيان هم پاکستانيان دي،نیول شوي هم پاکستانيان او وژل شوي هم پاکستانيان دي.» نوموړی وايي چې پاکستان داعش ته روزنه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کندهار د والي پر ميلمستون د طالبانو په بريد کې د متحده عرب اماراتو سفير  جمعه محمد عبدالله الکعبي ساه ورکړه. ياد برید چې د کندهار د والي پر ميلمستون وشو او د سفير په ګډون شپږ عربي ديپلوماتان، د کندهار د والي مرستيال، هاشم خان کرزي، د ملي شورا يو غړي او څو مخورو پکې ساه ورکړه طرحه يي  د پاکستان د کوټې ښار د چمن سیمې د رحمان کهول په نوم ښارګوټي کې د مولوي احمد کندهاري په مدرسه کې جوړه شوې وه. د بريد تر کيدو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کندز ځايي چارواکي وايي چې طالبانو ته د تاجکستان له لارې روسي وسلې راځي. دوی وايي چې د شپې لخوا طالبان په کيښتو کې د تاجکستان اوبو ته ورځي او له روسيي راغلې وسلې بیا افغانستان ته راوړي. د ولسي جرګې غړي عبدالودود پيمان آزادۍ راډيو ته ويلي دي چې په دې اړه دوی ته شکايتونه شوي او دوی دا موضوع د تاجکستان له سفارت سره هم شريکه کړې. ويل کيږي روسان داعش سخت وارخطا کړي او له همدې امله يي د تاجکستان په پوله کې ځينې سرتيري ځای پر ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©