افغان ځواک: د پاکستان د سنا مرستيال ته د امريکې سفارت ياد هیواد ته د تګ ويزه ورنکړه. په پام کې وو نوموړی د نيويارک په ښار کې د ملګرو ملتونو په مقر کې په بین الاپارلماني ناسته کې ګډون وکړي خو د ويزې د نه ورکړې له امله له دې ناستې پاتې شو. پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې عبدالغفور حيدر د امريکې سفارت ته مراجعه کړې خو ويزه نه ده ورکول شوې. ويل کيږی له نوموړي سره څلور نور سناتوران هم تلل چې ويزې نه دي ورکول شوي. بلخوا ويل کيږي د پاکستان  ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ننګرهار کې د داعش تکفيريانو پر ضد د شاهين ۲۵ عملیات پيل شول. دا عملیات چې نن پيل شول د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه کې به داعشيان وځپي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي رسنیو ته ويلي دي چې دا  عملیات به په هسکه مېنه او اچين کې دوام وکړي او نورو سیمو ته به هم وغځول شي. نوموړی وايي چې په عملیاتو کې ملي امنيتي ځواکونه په ګډه داعش ځپي او د بهرنیانو هوايي ملاتړ به هم ورسره وي. نوموړی وايي په هغو سیمو کې چې پاکيږي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ترهګرو په موټر بم بريد کې لس تنه شهيدان شوي دی. د هلمند ځايي مسولین وايي چې په شهيدانو کې پنځه سرتيري او پنځه ملکي وګړي دي. په دې بريد کې تر شلو ډير کسان چې ډيری يي ملکي وګړي دي ټپيان شوي دي. بريد چې موټر بم وو طالب ترهګرو د نوي کابل بانک پر ولايتي نماينده ګۍ هغه وخت وکړ چې د سرتیرو تر څنګ يو زیات شمېر خلک له بانک څخه د معاشاتو او نورو لګښتونو د اخیستو په تمه وو. د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ متحده عرب اماراتو ته ولاړ. ولسمشر به په دې سفر کې له عرب مسولینو سره د نور خبرو تر څنګ په کندهار کې د ترهګریز بريد د ښکارشویو پنځه ګونو ديپلوماتانو کورنۍ ته هم  د زړه سوي مراتب وړاندې کړي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر به په دې سفر کې له عربي مسولینو سره د اړيکو پر پراختيا او نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي. له ولسمشر سره په دې سفر کې د ملي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:  د داعش تکفيري ډلې په جوزجان کې د سره صليب د خيریه کارکونکې شپږ کارکونکي وژلي دي. ياده پيښه ددې ولايت په خوش تپه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې. ځايي چارواکي وايي پيښه نن غرمه دولس بجې د دښت ليلې او خوش تپې تر منځ سيمه کې شوې. د جوزجان امنيه قومندان رحمت الله ترکستانی وايي چې دا کارکونکي هغه وخت په نښه شول چې بيځايه شویوکورنیو ته يي مرستې ويشلې. د ترکستاني په خبره دې ولايت ته لسګونو کورنۍ له کندز څخه را کډه شوي دي. د نوموړي په خبره د شپږو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: پرون په کابل کې شوي بريد لسګونو کورنۍ د وير په ټغر کينولې دا بريد په کورنۍ او نړۍ واله کچه وغندل شو. اوس اوس د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې حقاني شبکه او دوی پاکستاني ملاتړي ددې لپاره پر قضايه قوې بريدونه کوي څو انس حقاني محاکمه نشي. نوموړي په دې لیکنه کې ليکلي دي:« د حقاني شبکه او د  دوی پاکستاني ملاتړي ددې لپاره چې پر انس حقاني د اعدام حکم پلی نه شي ورته بريدونه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ملت تر بابا اعلی حضرت محمد ظاهرشاه وروستی محمد اشرف غني لومړنی افغان ولسمشر دی چې د هیواد تر ټولو لرې پروت غرني ولايت نورستان ته يي سفر کړی دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروسته تر دې چې په ياد ولايت کې واورو يو زیات شمېر خلک لاندې کړل دې ولايت ته يي د ژغورنې د ټيم تر استول کيدو وروسته خپله هم نن سه شنبې دې ولايت ته سفر وکړ. دوه ورځې مخکې د برګمټال په افسي نومي کلي کې واورې اويا کورنۍ لاندې کړې. د نورستان والي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په کابل ښار کې د تير په څير نن يو وار بیا په يو ستر سوداګريز مارکيټ کې اور لګيدلی دی. دا اور د کابل ښار په دوهمه ناحيه کې د انتاني روغتون ته څيرمه د ليلامي په مارکيټ کې لګیدلی دی. په سیمه کې د افغان ځواک خبريال وايي چې د اور د لګيدو لامل نه دی روښانه شوی خو تر ډیره شونې ده د برښنا د شارتۍ يا ګاز ډبې د چاوديدو له امله دا پيښه را منځ ته شوې. هیره دې نه وي چې دا لومړی وار نه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: نن مازديګر مهال د کابل ښار د سترې محکمې په شاتنی دروازه کې د ځانمرګي بريد په لړ کې ۶۰ کورنۍ د وير په ټغر کينول شوې. د کابل امنيتي مسولین وايي چې په دې پيښه کې نولس تنه شهيدان شوي او ۴۱  نور ټپیان شوي دي. پيښه چې د کابل ښار په نهمه امنيتی حوزه کې وشوه ځانمرګي بريدګر يو وار بیا ملکي وګړي په نښه کړل. امنيتي سرچینو رسنیو ته ويلي دي چې پيښه د سترې محکمې د موټرو په تم ځای کې شوې. ويل کيږي کارکونکي د رخصتۍ په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ننګرهار کې تيره شپه د سختې واورې له امله د ننګرهار په شيرزادو ولسوالۍ کې ۱۱۰ کورونه نړيدلي دي. د شيرزادو امنيه قومندان نظرمحمد وايي چې دا واوره تيره شپه وريدلې. نوموړی وايي چې د واورې د ورښت له امله په کوديخيلو سيمه کې ۱۱۰ کورونه نړيدلي دي. ويل کيږي واوره په حصارک، پچيراګام، شينوار او خوګياڼيو کې هم وريدلې. ويل کيږي په جلا آباد کې بیا ټوله شپه سخت باران وو خو د زيانونو په اړه يي څه نه دي ویل شوي. بلخوا په پروان کې ويل کيږي د واورې ښوييدنې ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©