افغان ځواک: په کابل ښار کې د تير په څير نن يو وار بیا په يو ستر سوداګريز مارکيټ کې اور لګيدلی دی. دا اور د کابل ښار په دوهمه ناحيه کې د انتاني روغتون ته څيرمه د ليلامي په مارکيټ کې لګیدلی دی. په سیمه کې د افغان ځواک خبريال وايي چې د اور د لګيدو لامل نه دی روښانه شوی خو تر ډیره شونې ده د برښنا د شارتۍ يا ګاز ډبې د چاوديدو له امله دا پيښه را منځ ته شوې. هیره دې نه وي چې دا لومړی وار نه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: نن مازديګر مهال د کابل ښار د سترې محکمې په شاتنی دروازه کې د ځانمرګي بريد په لړ کې ۶۰ کورنۍ د وير په ټغر کينول شوې. د کابل امنيتي مسولین وايي چې په دې پيښه کې نولس تنه شهيدان شوي او ۴۱  نور ټپیان شوي دي. پيښه چې د کابل ښار په نهمه امنيتی حوزه کې وشوه ځانمرګي بريدګر يو وار بیا ملکي وګړي په نښه کړل. امنيتي سرچینو رسنیو ته ويلي دي چې پيښه د سترې محکمې د موټرو په تم ځای کې شوې. ويل کيږي کارکونکي د رخصتۍ په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ننګرهار کې تيره شپه د سختې واورې له امله د ننګرهار په شيرزادو ولسوالۍ کې ۱۱۰ کورونه نړيدلي دي. د شيرزادو امنيه قومندان نظرمحمد وايي چې دا واوره تيره شپه وريدلې. نوموړی وايي چې د واورې د ورښت له امله په کوديخيلو سيمه کې ۱۱۰ کورونه نړيدلي دي. ويل کيږي واوره په حصارک، پچيراګام، شينوار او خوګياڼيو کې هم وريدلې. ويل کيږي په جلا آباد کې بیا ټوله شپه سخت باران وو خو د زيانونو په اړه يي څه نه دي ویل شوي. بلخوا په پروان کې ويل کيږي د واورې ښوييدنې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: له پرون ماښام را وروسته د هیواد په نيږدې ټولو سړو ولايتونو کې د واورې سخت ورښت نه يوازې له نيږدې ۳۴ تنو ژوند اخيستی دی بلکه لسګونو ودانۍ هم ددې ورښت له امله نړيدلي دي. په کابل کې نن سهار د لارو د سخت بندښت له امله خلکو له ستونزو سره مخ وو او موټرو تګ راتګ نشوی کولای. د همدې ستونزو له امله حکومت يوه ورځ په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه څو ښاروالۍ او فوايد عامې وزارت وکولای شي له ګڼې ګوڼې پرته بندې شوې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: شونې ده نور دا خبر هم خلکو ته نوی نه وي ځکه په ډيرو مواردو کې طالبان له ماشومانو او ملکي وګړو د آلې په توګه کار اخلي. په نوې کړنه کې په زابل کې ۱۲ کلن تنکی ماشوم چې طالبانو ځانمرګي بريد ته هڅولی وو ځان يي پوليسو ته تسلیم کړی دی. ياد ماشوم چې د دولسو کلونو دی په شاه جوی کې ځان پوليسو ته سپارلی دی. پوليس وايي چې دا ماشوم تر هڅونې وروسته تيښته کړې او سیخ د پوليسو پوستې ته راغلی دی. نبي الله چې ماشوم دی ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: وروسته تر دې چې د حزب اسلامي د امير نوم د ملګرو ملتونو له تورليست څخه و ويستل شو د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امين کريم رسنیو ته ويلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني ټولیزې سولې ته ژمن دی او ولسمشر يي په ژمنه ولاړ مشر بللی دی. په هغه غونډه کې چې په دې اړه جوړه شوې وه د ولسمشر سياسي سلاکار اکرم خپلواک دا پيښه تاريخي بللې وه. خپلواک ډاډ ورکړ چې ولسمشر له حزب اسلامي سره ټولو کړو ژمنو ته ژمن دی. خپلواک وويل چې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په بدخشان کې يو وار بیا سخت ورښت له اتلسو تنو ژوند اخيستی دی. ويل کيږي په بدخشان کې د سختې واورې د ورښت له امله اته تنه هم سخت ټپيان شوي دي. د بدخشان له پيښو سره د مبارزې رئيس عبدالله همايون وايي چې د مۍ په مياشت کې سخت ورښت لس تنه وژلي وو او اوس اوس په ياوان کې هم اته تنه وژل شوي دي. له پيښو سره د مبارزې وزارت ويلي دي چې  په ۱۹ ولايتونو کې سختو ورښتونو ۳۲ تنه وژلي دي او ۴۳ نور ټپيان ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: له حزب اسلامي سره د سولې لاسلیک شوې هوکړې ډير خلک هیله من کړل ان تر دې چې ډيری مخالفين هم د سولې پروسې ته لېوال شول. طالبانو او د دوی تبليغاتي دستګاه ډيرې هڅې وکړې چې دا لړۍ له ستونزو سره مخ شي او کله چې طالبان له روسيي سره نيږدې شول نو دا هیواد يي هم وهڅاوو چې له تورليست څخه د حکمتيار د نوم له ويستلو سره مخالفت وکړي. خو اوس اوس د افغان حکومت سوله خوښو هڅو رنګ راووړ او ويل کيږي د حزب اسلامي د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: که څه هم پاکستاني رسنۍ په افغانستان کې د رسنيز شرارت په لړ کې په خوست کې  د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د ملارسول د وژل کيدو خبره کوي ولې اوس اوس افغان مسولينو دا خبره دروغ بللې. په خوست کې په صبریو کې د طالبانو د يو قومندان د سورلۍ په موټر په هوايي بريد کې څلور طالبان وژل شوي دي چې د خوست ځايي مسولين يي هم پخلی کوي. د خوست ځايي مسولین وايي چې د څلورو طالبانو وژل کيدل تاييدوي خو دا نشي منلی چې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ننګرهار په کوټ کې پرون شپه يو وار بیا داعشي تکفيریانو د سيمه ايزو پوليسو پر پوستونو بريدونه کړي دي. د کوټ ولسوال حاجي سيد الرحمن رسنیو ته ويلي دي چې بريدونه د سیداحمدخيلو په سيمه کې د سيمه ایزو پوليسو پر پوستو شوي دي. نوموړی وايي چې نښتې څلور ساعته دوام کړی دی چې په لړ کې يي دولس داعشيان وژل شوي دي. د ولسوال په وينا په دې نښته کې  پنځه سیمه ایز پوليس شهيدان شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. نوموړی وايي چې لسګونو داعشيان ټپيان شوي ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©