افغان  ځواک ـ کابل: د بلخ والي عطامحمد نور د دوشنبې په شپه له يو خصوصي ټلويزون سره په خبرو کې وويل چې د دوی په واک کې شته سيمې پوره امنيت لري. د بلخ والي په کابل کې له يو خصوصي ټلويزون سره په مرکه کې وويل چې د دوی تر واکلاندې سيمو کې امنيت دی پوره ټاکنې به کيږي او ټاکنې به هم د دوی په خوښه يانې شمال ټلوالې په ګټه وي. نوموړي له دې سره سره چې په دې مرکه کې يې ډيرو خبرو ته پوره ځواب نشو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: رپوټونه وايي چې د دوشنبې په سهار د هيواد په ختيځ ولايت ننګرهار کې د ماين په چاودنه کې لس نجونې وژل شوي دي. د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې دا پيښه د دې ولايت د چپرهار ولسوالۍ په دولتزيو کلي کې هغه مهال وشوه چې لرګيو ته په تلونکو نجونو پسې دا ښخ شوی ماين والوت. ويل کيږي چې د دې نجونو عمرونه له لسو تر ۱۳ کلونو پوري دي. امنیتي چارواکي وايي چې په دې پيښه کې دوه نورې نجونې سختې ټپي شوي دي. نوموړي د دې چاودنې د څرنګوالي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ټاکل شوې چې د طالبانو استازي،د شمال ایتلاف مشران، او دغه راز د سولې د عالې شورا استازي به سبا په پاریس کې د افغانستان د راتلونکې او له ۲۰۱۴ کال وروسته د دغه هیواد د سیاسي برښکلیک په اړه غونډه جوړه او خپل اندونه به پکې وړاندې کړي. د سولې د عالې شورا د نړیوالو اړیکو مشر وایي،په دغه ناسته کې د اپوزیسون یو شمیر مشران،سولې عالي شورا،او د طالبانو استازي به په کې ګډون وکړي،او په افغانستان کې  به د تل پاتې سولې په اړه پکې خبري ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ناټو د افغان هوايي ځواکونو نه سمبالتیا، د هیواد د امنیت په وړاندې لویه ننګونه بولي. په افغانستان کې د ناټو ملکي ویاند د دې مطلب په څرګندولو سره وايي ، چې له ۲۰‍۱۴ کال وروسته به د دې تړون د پوځیانو د شتون او څرنګوالې اړه په راتلوونکي کال کې تصمیم ونیول شي. له بل لوري په افغانستان کې د ایسف ویاند وايي د دوې د یوې څیړنې له مخې ، نوي سلنه افغانان د امنیت له ښه کیدو او د افغان امنیتي ځواکونو له پیاوړتیا څخه خوښ دي. د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د مصر د اساسي قانون د ټول پوښتنې د لومړنې پړاو سره سم،لومړنې راټولونې ښې چې د مصر خلکو په دې ټول پوښتنه کې د اساسي قانون د موادو سره هوکړه کړي ده. د رپوټونو لمخې،دغه ټول پوښتنه دمصر په پلازمینه قاهره او د دغه هیواد په نهه ولایتونو کې ترسره شوې ده،د مصر د اساسي قانون ټول پوښتنې ته رایه اچونه په دې ورستیو اونیو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وه. د محمد مرسي د رژیم مخالفینو د خپلو مخالفتونو په لړ کې،د مصر وګړي د رایو صندوقونو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: له سيمې او نړۍ څخه څو پرلپسې پښتو خبرونه. مسکو............................................ د  مسکو په لسګونو اوسیدونکي د غیرقانوني لاریونو په تور د یاد هیواد  د پولیسو لخوا نیول شوي دي. په همدې لړکې د نیول شوي کسان وايي چې ددوې لاریونونه په هیڅ ډول غیرقانوني نه وو. د مسکو امنیتي چارواکو ویلي دي چې په نیول شویو لاریون کونکو کې  یو شمیر د روسي د مخالفو ډلو مشران هم شتون لري چې د پوښتنو ګرویګنو وروسته خوشي شوي دي. روسیه د ولادیمیر پوتین د بیاځلي ټاکل کیدو وروسته څو ځلي د ...ادامه ورکړۍ
د بغلان د قند د شرکت الماني شريکانو خپل ۳۵ سلنه سهم په وړيا ډول سره د کرنې وزارت ته ورکړی دی. افغان ځواک:  د کرنې وزارت چارواکي وايي چې حکومت ته ددې فابریکې له سپارل کيدو سره سم به د شکرې له پلوه د هیواد د ۱۲ سلنه وګړو اړتياوې پوره شي.  دا چارواکي وايي چې ددې فابریکې د مسوليتونو له سپارل کيدو سره سم به په راتلونکو پنځو کلونو کې د هيوادوالو ټولې اړتياوې پوره شي. د بغلان د قندو فابريکه په ۱۹۴۰ کال کې په هیواد کې د شکرې لومړنۍ ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: تيره شپه د خيبرپښتونخواه د پيښور پر هوايي ډګر د بريد په ترڅ کې نهه تنه وژل شوي او نيږدې څلويښت تنه پکې ټپيان شوي دي.  دا پيښه هغه وخت وشوه چې د طالبانو یوې ډلې چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه پر هوايي ډګر بريد وکړ. پوليس وايي چې د وژل شويو کسانو په منځ کې پنځه وسله وال هم شته دي. پيښور يو ځل بيا د طالبانو د ډله ايزو بريدونو شاهد و. وسله وال چې په سپکو او درنو وسلو سمبال و  تيره شپه یې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان په سرحدي سيمو کې په ښکاره ډول سره روزل کيږي او ماينونه جوړوي چې دا کار د هیواد امنيت ته ستر ګواښ دی.  بلخوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې یې په خپلواکو عملیاتو کې پنځه ويشت وسله وال طالبان وژلي دي. په كندهار كې د دريم سرحدي زون  قوماندان مل پاسوال تفسيرخان خوګياڼي نن په يوه خبري ناسته كې وويل چې د پاكستان هيواد په ګلستان  سيمه كې د وسله والو طالبانو د لارښوونو او د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په بدخشان کې د وارې د ورېدو له امله د نهو ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوي دي . د دغه ولایت د ولایتي چارواکو په وینا : یاد لارې د وروستیو وارې ورېدنې له امله تړل شوي او د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي  . د سرچینې په وینا : د دغو واورې ورېدنې له امله د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو کور ویجاړ شوی خو له امله یې د اوښتې مرګ ژوبلې او زیان ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©