افغان ځواک: تيره شپه د خيبرپښتونخواه د پيښور پر هوايي ډګر د بريد په ترڅ کې نهه تنه وژل شوي او نيږدې څلويښت تنه پکې ټپيان شوي دي.  دا پيښه هغه وخت وشوه چې د طالبانو یوې ډلې چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه پر هوايي ډګر بريد وکړ. پوليس وايي چې د وژل شويو کسانو په منځ کې پنځه وسله وال هم شته دي. پيښور يو ځل بيا د طالبانو د ډله ايزو بريدونو شاهد و. وسله وال چې په سپکو او درنو وسلو سمبال و  تيره شپه یې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان په سرحدي سيمو کې په ښکاره ډول سره روزل کيږي او ماينونه جوړوي چې دا کار د هیواد امنيت ته ستر ګواښ دی.  بلخوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې یې په خپلواکو عملیاتو کې پنځه ويشت وسله وال طالبان وژلي دي. په كندهار كې د دريم سرحدي زون  قوماندان مل پاسوال تفسيرخان خوګياڼي نن په يوه خبري ناسته كې وويل چې د پاكستان هيواد په ګلستان  سيمه كې د وسله والو طالبانو د لارښوونو او د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په بدخشان کې د وارې د ورېدو له امله د نهو ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوي دي . د دغه ولایت د ولایتي چارواکو په وینا : یاد لارې د وروستیو وارې ورېدنې له امله تړل شوي او د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي  . د سرچینې په وینا : د دغو واورې ورېدنې له امله د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو کور ویجاړ شوی خو له امله یې د اوښتې مرګ ژوبلې او زیان ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کندهار رسنيز مرکز افغان ځواک ته د ليندۍ په ۲۶ په را ليږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې تيره ورځ د خاکريز په ولسوالۍ کې يولس وسله وال وژل شوي دي. خبرپاڼه کاږي چې دا کسان د ګډو افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي. خبرپاڼه کاږي چې دا عمليات تيره ورځ غرمه مهال په دې ولايت کې په لاره اچول شوي و. خبرپاڼه کاږي چې دوی دا عمليات د دې ولسوالۍ په باغک سيمه کې وکړل او ويل کيدل چې دلته نيږدې شل تنه وسله ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ سالنګ: رپوټونه وايي چې نن سهار د سالنګ د چارمغزک په سيمه کې چې د بغلان د خنجانو اړونده سيمه ده دوه ټانکرونه او يو هوټل سوځيدلی دی. دا اور د يکشنبې په سهار اته نيمې بجې لګيدلی دی. په سيمه کې د افغان ځواک سيمه ايز خبريال وايي چې ياد ټانکرونه د ګاز ډبې د اور لګيدو له امله لولپه شوي دي. ويل کيږي چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دی اوښتی خو يوازې مالي زيان لري. همدارنګه زموږ سيمه ايز خبريال زياتوي چې د اور وژنې مسولين ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: رپوټونه وايي چې د پيښور پر هوايي ډګر دا بريد په ځايي وخت اوه بجې او څلويښت دقيقې پيل شوی دی. رپوټونه وايي په دې بريد کې پنځه تنه وژل شوي دي. رپوټونه وايي چې د پيښور پر هوايي ډګر له څو لورو د راکټونو دزې روانې دي. رپوټونه وايي چې د خيبرپښتونخواه په دې ښار کې په لومړي سر کې د دريو چاودنو غږ اوريدل شوی دی خو وروسته بيا ويل شوي دي چې دا راکټي بريد و. په پيښور کې د افغان ځواک خبريال هم وايي چې خورې ورې ډزې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د امریکې د  نيوټون ښار په ساندي هوک ښونځي کې د يو تن د ډزو له امله شل زده کونکي او شپږ غټان وژل شوي دي. رپوټونه وايي چې د بريدګر مور هم د وژل شويو کسانو په منځ کې ده خو تر دې دمه د دې پيښې نور جزييات نه دي روښانه شوي. دې بريدګر د کنتيک په ايالت کې يو ښونځي له ورتګ سره سم پر زده کونکو د ډزو په ترڅ کې شل تنه ماشومان او شپږ غټان وژلي دي. له نيوټاون څخه رپوټونه وايي چې دا پيښه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ پکتيکا: د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د لومړي ځل لپاره د پنځه څلوېښت ميليونه افغانيو په ارزښت د نسايي ولادي او قابله ګانو لپاره د خدماتي او روزنيز مرکز دوې ودانۍ جوړې شوې. د پكتيكاوالي وايي چې د دې مرکز په جوړيدوسره به نه يوازې ميرمنو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شي بلکې د زيږون پر مهال به د مور او ماشوم ژوند تر ډېره بريده خوندي شي. په همدې موخه جوړومراسمو ته د پکتيکا والي محب الله صميم د دغه مرکز پرانستل په روغتيايي برخه کې مهم ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ کابل: افغانستان هيڅکله نه غواړي چې د سیمې اونړۍ له هیوادونو سره خپلې اړیکې وشلوي. ولسمشر کرزي چې په هیواد کې یې د سفيرانو او جنرال قونسل په کلنۍ ناسته کې خبرې کولې  وويل چې له نورو هیوادونو سره د افغانستان د اړيکو ښه والي ته خوشبين دی  او په بهرنیو هيوادونو کې یې له شته ديپلوماتانو غوښتنه وکړه چې ددې اړيکو په پياوړتيا کې دې لا نوره هڅه وکړي. ولسمشر کرزي چې د شنبې په ورځ یې په بهرنیو هیوادونو کې د افغان سفيرانو او قونسليانو په کلنۍ ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ کابل: د خبريالانو د دفاع يو شمېر ادارو له ۲۰۱۴ کال وروسته په هیواد کې د بيان د آزادۍ په اړه انديښنه څرګنده کړې. دوی مالي ستونزې، له رسنيو څخه د حکومت د ملاتړ نشتوالی او د رسنيو تر منځ د همغږۍ نشتوالۍ په هیواد کې د رسنيو پر وړاندې لويه ننګونه وبلله.بلخوا د بشري حقونو د کمیسيون مشره وايي چې د بيان آزادي په تيرو لسو کلونو کې د افغان حکومت له لويو لاسته راوړنو څخه ده. د بشري حقونو خپلواک کميسيون د شنبې په ورځ په کابل ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©