افغان ځواک ـ خوست: ملي امنيت په خوست ولايت كې د ترهګرۍ په تور يوه څلور كسيزه ډله نيولې ده.  دغوكسانو د خوست په ڼيوولسوالۍكې دولتي مامورين په نښه كول او تراوسه يې څوتنه دولتي مامورين ووژلي هم دي.  دغو كسانوپه خپلوكړنو اعتراف كړى او وايي چې د دې كارپلان او روزنه له پولې بلې غاړې وركړل شوې ده. تېره اوونۍ د څور ورځوپرمهال د خوست ولايت په تڼيو ولسوالۍ كې په پرله پسې ډول يوشمېر دولتي مامورين د نامعلومو كسانولخوا په ډزو سره ووژل شول.  دې كارسيمه وال په انديښنه كې كړي وو، ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د عربي هيوادونو کلنۍ ناسته د بحرين په پلازمینه مانامه کې جوړه شوه. په دې ناسته کې تر ډيره په سوريه او مصر کې د بدلونونو په اړه خبرې وشوې. خو د بحث اصلي ناسته د بحرين اوسني بدلونونه و. د بحرين د بهرنیو چارو وزير له مخالفينو غوښتنه وکړه چې سره يو موټی دې شي او د دې هیواد اوسني ناورين ته دې پای ټکی کيږدي. د امریکې، انګليسي، جرمني او ايټاليا د بهرنیو چارو وزيران د دې ناستې نور ګډون کونکي و.  دوی هم وويل چې په منځني ختیځ کې ...ادامه ورکړۍ
د تخار د ښځوچارو رياست وايي چې په روان کال کې د تيرو کلونو په پرتله په دې ولايت کې له ميرمنو سره زور زياتی په بې ساري ډول سره زيات شوی دی. د تخار د ښځو چارو رييسه رزم آرا حواش، وايي چې ناموسي وژنې، جنسي تيری، ناسم چلند او د ښځو وهل ټکول  په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي عمده ډولونه دي. د ميرمن حواش په اند، د رسنيو پراختيا او د ډيرو ادارو او بشري حقونو ور پام کيدا د دې لامل شوې چې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: رپوټونه وايي چې په بنو کې د دوشنبې په  سهار په دوو خانمرګو بريدونو کې اته تنه د دوو بريد ګرو په ګډون وژل شوي  دي. رپوټونه وايي چې دا بريد د بنو په کاکۍ سيمه کې د پوليسو پوې پوستې ته نيږدې شوی دی چې د وژل شويو کسانو تر څنګ د د پوليسو اوه افسران هم پکې ټپيان شوي دي. د پاکستان دولتي راډيو ويلي دي چې دا بريد د پوليسو پوستې ته نيږدې په يو جومات کې شوی دی چې له امله يې دوه ملکي وګړي او ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: رپوټونه وايي چې د دوشنبې په سهار د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې نميروز امنيه قومندان وژل شوی دی. د نيمروز امنيه قومندان محمد موسی رسولي له  دفتر څخه کور ته پر لاره و چې د سورلۍ موټر يې په ښخ شوي ماين ور برابر شو. خو د دې ولايت امنيتي چارواکي وايي چې نوموړی تر رخصتۍ وروسته بيرته نيمروز ته پر لاره و چې ښخ شوی ماين پرې وچاوديد. رپوټونه وايي چې ښاغلی رسولي په لومړي سر کې ټپي شوی و چې وروسته يې په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: سپينې ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې په افغانستان کې د تښتول شوي امريکايي ډاکټر د ژغورنې په عملياتو کې يو امريکايي سرتيری وژل شوی  دی. سپينې ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې د دوی له لوري د ترسره شويو عملياتو پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې په دې عملياتو کې د دوی يو سرتيری د يو امريکايي وګړي د ژغورنې پر مهال وژل شوی دی. دا امريکایی ډاکټر ډيليف جوزف نوميده چې د  چهارشنبې په ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې تښتول شوی و خو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ پکتيکا: د پكتيكاولايت ګڼوقومي مشرانوله ځايي ادارې غوښتنه وكړه چې پدغه ولايت كې د ژوندانه د ښه والي په موخه د رغونې بېلابېلې پروژې پلي كړي. دوی وويل چې دا مهال يې په سميوكې امنيت ښه شوى او د پروژې په مخه كې خنډونه پيداكيږي، دا څرګندونې په هغه غونډه كې وشوې چې په جاني خيلو په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه دوى په هيواد كې د سولې له روان بهيرهم خپل ملاتر په ډاګه كړ. د پکتيکا والي وايي چې د ولس همکاري ورسره زياته شوې او ډاډ ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: طالبان هڅه کوي څو ولسمشرکرزی ترورکړي.  د طالبانویو چارواکي ډیلي بیسټ ته ویلي دي طالبانو دوو کاله وړاندې غوښتل دغه کار د ملا اخترمنصور په نامه د هغې سړي په وسیله ترسره کړي چې د ولسمشرسره يي غوښتل وګوري خو دغه کار وروسته له هغې افشا شو اوناکام شو چې دا په ډاګه شوه چې ملا اختر منصور د طالبانو ریښتینې استازی نه دې.  په همدې لړکې ملي ټلواله او دولسي جرګې یو شمیر غړی خبردارې ورکوي چې د سولې د پروسي ګونګې هڅې به نه یواځې د هیواد په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: له مصر، شمالي کوريا، ويتنام،  ونزويلا او سويلي کوريا څخه مهم خبرونه مصر......................... د مصر ولسمشر د خپلو صلاحيتونو په اړه صادر شوی فرمان بيرته لغوه کړ. ددې فرمان له مخې د مرسي صلاحيتونه زيات شوي و. بلخوا ولسمشر له هغو کسانو څخه چې د يکشنبې په ورځ یې د مصر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په جوړه شوې مشورتي ناسته کې ګډون نه و کړی غوښتنه کړې چې تر يوې اونۍ پورې دې خپلې غوښتنې چې په راتلونکې اونۍ کې به ټولپوښتنې ته وړاندې شي خپل ليدلوری وړاندې کړي. خو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ کابل: د افغان حکومت په مشري د سولې د سولې د پروسې پلي کیدل د پاکستان جدي هڅو ته اړتيا لري.  د بهرنیو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايي چې تیره اونۍ د لندن په درې اړخيزه ناسته کې د پاکستان حکومت يو ځل بيا وويل چې د ملا برادر په مشرۍ به طالب بنديان له زندانونو څخه خوشې کړي. بلخوا جانان موسی زی د دې ترڅنګ چې د سولې په پروسه کې د وسله والو مخالفينو پر ونډه ټينګار کوي وايي چې د سولې شورا رييس د ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©