افغان ځواک: هغه کس چې د امريکې د څارګرې ادارې د ټولنيزو پاڼو او برښن بنډارونو  د ثبتولو راز يي افشا کړی دی وايي چې له دې کار څخه يي موخه خلکو ته خدمت و. اډوارډ سنوډن چې ۲۹ کلونو دی اوس هانکانګ ته تښتيدلی دی او هلته يي له ګارډين ورځپاڼې سره مرکه کړې او هم يي د ګارډين په پاڼه کې خپره شوې ويډيو ښيي چې دا کار ده کړی. ويل کيږي چې نوموړی اوس په دې هوټل کې نشته دی خو د امريکې د عدليي وزارت يي دوسيه رسمي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:یو انګولیايي ۲۰ کلن ځوان چې فرانسیسکو دومینګو ژاکیوم نومیږي په خپله خوله کې يې د کوکاکولا د ۱۷ سانتي متره ډبي په ننویستلو، په نړۍ کې تر ټولو د سترې خولې لرونکي انسان نوم وګاټه. هغه وايي چې په یوه سیاله کې ورسره ډیرو کسانو ونډه اخیستې وه، چې په خپلو خولو کې د وړو وړو قطیو په ننویستلو توانیدلي مګر نه دي توانیدلي چې د کوکاکولا ډبی په خوله کړي او یوازې ده دا چاره ترسره کړې ده. د هغه نوم وروسته له هغه چې دغه چاره يې ترسره ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: وروسته تر دې چې ګارډين او واشنګټن پوسټ داسې راپورونه تر لاسه کړل چې ګواکې فيسبوک او ګوګل د امريکې له څارګرې ادارې سره مرسته کوي، د دې دوو سترو شرکتونو مشرانو يادې خبرې په کلکه رد کړې. ګارډين ليکلي و چې د امريکې څارګره اداره د دې دوو ټولنيزو پاڼو پر مټ د دې پاڼو سرور ته ور د ننه کيږي او د خلکو شخصي بريښ بنډارونه، ويډيويي خبرې، بريښناليکونه او نور معلومات ګوري. د ګوګل شرکت مشر لري پيج او د فيسبوک بنسټ ايښودونکي مارک زوکربرګ دا خبرې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: دغه ښځه چې د یو ډول نادره خوب په ناروغۍ اخته شوي، پرته له دې چې پوهه شي، هره شپه پخلنځي ته ځي او خواړه خوري. سهار بیا په پخلنځي کې هغه پاتې شوني ویني کوم خواړه چې يې د شپې خوړلي وي. میرمن(لزلي کوساک) چې د ۵۵ کلونو ده، هره شپه په خوب کې د ۲۵۰۰ ګرامو په اندازه خواړه خوري چې همدغه خوراک يې د وزن د ډیروالي سبب شوی دی. اوس نو هغه مجبوره ده چې په ورځ کې زیات ورزش وکړي، سبزیجات وخوري تر څو د شپې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په چین کې یوه خسر هغه وخت خلک ډير حیران کړل چې خپل زوم ته يې له واده وړاندې د بې حده ډيرو پيسو ډالۍ ورکړې. وايي چې دغه چینايي شتمن خپل زوم ته له واده وړاندې د ۱۰۰ میلیونه پاونډو په اندازه ډالۍ اخیستې دي. په دغو ډالیو کې سره زر جواهرات او د یوه تولیدونکي شرکت بشپړ سامان، شامل دي. (وؤ دوانبیوا) چې د چین په فوجان ولایت کې د کاشي او سرامیک شرکت لري، د ډسمبر له ۲۸ مې به تر ۸ ورځو پورې د خپلې لور ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:د هسپانیه د قناري جزیرو په تنریف جزیره کې هغه مهال په نړۍ کې تر ټولو ستره د مچو ځاله وموندل شوه، د سیمې اوسیدونکي په یو شاړ کور کې د مچیو له شتونه تنګ شول او له پولیسو یې مرسته وغوښته. د سیمې اوسیدونکي وايي هغه مهال چې دوي له مچو تنګ شول او پولیسو ته يې ټلیفون وکړ، نو پولیس د دغې کور د پلټنې پرمهال ۶،۷ متره اوږدې جالې باندې ورپيښ شول، چې ډير حیران یې کړل. پولیس وايي: هغه مهال چې دغه جاله ولیده نو وړاندې تر ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په امريکا کې يو اتلس کلن ځوان توانيدلى چې داسې يو چارجر اختراع کړي چې په مرسته يې د مبايل ګوشيانې (هيډفون) کولاى شئ له يوې دقيقې نه په کم وخت کې چارج کړئ. اشاکار چې د کلفورنيا ايالت اوسيدونکى دي د دغه اختراع په ترسره کولو يې د ځوانو پوهانو له موسسې (اينټل) څخه ٥٠ زره ډالر جايزه ګټلې چې هغه يې اوس خپلې دغې اختراع ته د پرمختګ ورکولو په لاره کې د مصرف نيت لري. هغه لا تر اوسه د دغه چارجر په اړه نور جزيات نه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ډنمارک روغتیا څیړونکي وايي: لکه څنګه چې وریجې د غیر عضوي ارسنیک موادو څخه برخه من دي، نو د وریجو ډیر استعمال (ګټه اخیسته) کولای شي چې د سرطان ناروغي رامنځته کړي. دغو روغتیا څیړونکو له کورنیو غوښتي چې خپلو اولادونو ته دې د وریجو او له وریجو د تیاریدونکو خوړو له روزانه ورکړې ډډه وکړي، تر څو خپل اولادونه د سرطان له خطره وژغوري. ټاکل شوې چې د دغو څیړنو پایلې تر راتلونکو دوو میاشتو نشر شي. د تیرې میلادي سپټمبر میاشتې په جریان کې هم د امریکا د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د لومړي ځل لپاره يوې سعودۍ پيغلې د اورست غره لوړې څوکې ته له ختلو سره سم خپل نوم په تاريخ کې ثتب کړ. رهامحرق چې له يو څلور کسيز ټيم سره دې څوکې ته پورته شوې ۲۵ کلنه ده. نوموړې نه يوازې لومړنۍ عربه بلکه تر ټولو ځوانه عربه ده چې دې لوړې څوکې ته پورته شوې. پيغلې محرق وويل دا هيله منه ده چې د دې کار په سعودي کې نورو ميرمنو ته مثبت پيغام له ځان سره ولري. دا ډله چې دې څوکې ته پورته شوې کوښښ کوي څو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: يوه ميرمن چې په بنګله ديش کې د ودانۍ تر نړيدو وروسته تر خاورو لاندې شوې وه ۱۷ ورځې وروسته ژوندۍ را ويستل شوې. د پلټونکې ډلې مشر د جمعې په ورځ ويلي دي چې ياده ميرمن رشما نوميږي او د نړيدلې ودانۍ په دوهم پوړ کې يي ژوند کاوو. نوموړی وايي چې رشما ته ډير زيان نه دی رسيدلی دی او د ژغورنې له ډلې سره يې خبرې کولې. راپورونه وايي چې رشما به د خاور له منځ څخه نارې وهلې چې زه لا دلته يم. ژغورنکې ډله وايي کله مو ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©