افغان ځواک: امريکې داسې يوه الوتکه جوړه کړې چې خپله انرژي له لمر څخه پوره کوي او د لمر پر مټ الوزي. يادې الوتکې لومړنۍ الوتنه د شنبې په ورځ له سانفرانسيسکو څخه پيل کړه او په اتلسو ساعتونو کې له کومې ستونزې پرته فونکس ښار ته ورسيده. د دې الوتکې جوړونکي وايي چې ياده الوتکه به لومړۍ په ټوله امريکا کې الوتنې وکړي او خپله ټوله انرژي به له بريښنا څخه تامين کړي. ياده الوتکه د پيلوټ لپاره يوه وړه خونه لري او له ۱۲۰۰ ځايونو څخه برښنا تر لاسه کوي. د الوتکې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: راپورنه وايي چې د هیواد په سويل کې پرون او نن سختې ږلۍ درې تنه وژلي دي. ويل کيږي چې ياده ږلۍ ډيره غټه وه او ډيری هغه کسان چې ژوند یې له لاسه ورکړی دی په سر لګيدلي دي. د ټيلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې دا ږلۍ د پيونګ پانګ د توپ په اندازه وه او د موټرو ښيښې یې هم ماتې کړي دي. راپورونه وايي چې يادې ږلۍ په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو د هيلکوپترو ښيښې هم ماتې کدي دي. د دې ځواکونو يو وياند ارين استل وايي:«  ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ترکي لرغون پيژندونکو د ټوکمار ملا نصرالدين د قبر تيږه په ۲۰۰۳ کال کې د ترکيې د اسکي شهير په ښار کې موندلې. ياد ځای د ترکيې قونيي ښار ته نيږدې دی. اوس اوس تر څيړنو وروسته ترکي لرغون پيژندونکو منلې چې دا تيره د ملا نصرالدين د قبر اصلي مرمرينه تيږه ده. ملا نصرالدين په افغانستان، ايران، قفقاز، ترکيه او ان د بالکان په هيوادونو کې د يو ټوکي  او تاريخي شخصيت په توګه پيژندل کيږي او زموږ په هيواد کې د نوموړي ټوکي ډيرې مهشورې دي. نوموړی د سلجوقيانو د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: راپورونه وايي چې په کانادا کې څلورو ميرمنو په يو ۱۹ کلن ځوان جنسي تيری کړی دی. ويل کيږي چې پوليسو د دې ميرمنو د پلټنې چارې پيل کړی دی. دا ځوان چې د مارچ په ديرشمه نيټه له دې ميرمنو سره يي په هوټل کې پيژندلي  دي د کور په خوا له روانيدو سره سیم دې ښځو لاره بدله کړې او په يو بل ځای کې په نوموړي ډله ايز جنسي تيری کړی دی. ويل کيږي چې يادې ميرمنې تر دې کار وروسته په تيښته بريالۍ شوي دي. دې ځوان پوليسو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ چترال: د چترال او نورستان په ګډه پوله  یو څو تاریخي سیمي شتون لری چي وګړي یی اوس هم په خپلو دودونو کلک ولاړ دي. یاده سیمه چي د کلاش په نوم یادیږي د نورستان دکامدیش او برګمټال ولسوالیو سره پرته سیمه ده چي ډیره برخه یی دګاونډی هیواد پاکستان او یوه برخه یی دنورستان تر سرخدونو تړاو لرۍ د کلاش خلک په کلاشي ژبه خبري کوي او داوسني نورستان پخواني غلامان ګڼل کیږي . یاد خلک په کال کي دري میلي لری چی دښځو په ګډون نارینه هم ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په انګستان کې يو ماشوم چې له اوه کيلو يې وزن زيات دی دنيا ته راغلی. په دې ماشوم باندې جورج نوم کيښودل شوی دی. نوموړی د جراحي له عملياتو وروسته چې دې عملياتو شپاړس ساعته دوام وکړ دنيا ت راغی. نوموړی د دې عملياتو په ترڅ کې د مرګ تر کومې رسيدلی دی  خو له دې ټولو سره سره ژغورل شوی دی. ډاکټران وايي چې جورج له خپل عادي وخت پنځلس وروسته تولد شوی دی. د ده اوه کيلو وزن ته په کتو سره د يو عادي نوي زيږيدلي ماشوم دوه برابره ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د هاليود دوه لوبغاړي انجلينا جولي او برادپيت تر اوه کلن ګډ ژوند وروسته واده ته تياري نيسي. دوی به په راتلونکې مياشت کې سره واده وکړي. ويل کيږي چې دوی به په اسانو سپاره له ميلمنو هرکلی وکړي. ويل کيږي چې په دې واده کې به خلک يا وراباڼي د واده ځای ته په آسونو او فيلانو يو وړل شي. دوی به د دې دواړو له رويايي کور څخه تير شي او د اوبو د شته چينې سيل به هم وکړي. دوه اوکاله کيږي ګډ ژوند کوي او په دې اوو کلونو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک - پکتيا: په پکتيا کې د يو دولس کلن ماشوم په ښی پښه د الله جل جلاله او محمد صلی الله عليه وسلم نوم را ښکاره شوی دی. ياد ماشوم چې د پکتيا د سيدکرم د ګوډ کلا اوسيدونکی دی نوم يې عبدالباري او د پلار نوم يې عمر ګل دی. د نوموړي د کورنۍ غړي وايي چې ياد ماشوم تيره شپه د پښې له درده شکايت کاوو خو نن غرمه يو وارې درد کرار شوی دی او په ښي ورانه يې د الله او محمد نومونه له ورايه ښکاره ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د اندونيزيا د پلازمينې جاکارتا په يو ښارګوټي کې په لسګونو مسلمانانو د مينانو يا ولنټاين د ورځې پر ضد لاريون کړی دی او دا ورځ يې يوازې د جنسي غريزې د اشباع ورځ بللې. دوی وايي چې دا د ناسمو اړيکو د ټينګولو ورځ ده او بايد مسلمانان د دې ډول کړنو مخه ونيسي. د جاکارتا سره نيږدې د د ډيپوک په نوم د يو ښارګوټي ښاروال ادريس عبدالصمد ويلي دي چې ډيری ځوانان دلته د لويديځ د رخصتۍ ورځې يوازې د خپلې غريزې د اشباع په موخه کاروي. نوموړي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: دا توره الوتکه توره غومبسه نومیږي او ۲۰ سانتی متره اوږدوالی لري چې وزن یې ۱۵ ګرامه دی. په دې الوتکه کې درې کمرې ځای پر ځای شوي دي او طرحه یې د انګليسي پوځ ده. دا الوتکه له لرې کنټروليدای شي او په آساني سره د لاس په ورغوي کې کيني. د دې الوتکې رنګ هم خاورين دی د دوو وزرونو لرونکې ده چې د بالتيو په مټ کار کوي. سرتيري کولای شي په ډيره آسانۍ سره نيغ په نيغه يا د جي پي اس په وسيله وکاروي او خپله موخه ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©