افغان ځواک: د طب د برخې څيړونکي وايي چې په اوونۍ کې يو يا دوه ځلې د کبانو د انواعو خوړل د سينې په سرطان کې کموالى  راولي. دا څيړنه د لندن چاپ يوې انګليسې روغتيايي مجلې په وروستۍ ګڼه کې خپره شوې ده. څيړونکي وايي کب په زياته کچه د وينې د زياتوالي اسيدونه لري،چې کولاى شي روغتيايي سيسټم پياوړى، د وينې جريان تيز او د دماغو کيمياوي پيغامونه ښه کړي. دوي همداشان وايي چې په ورځ کې د ګرام لسمه برخه د کبانو د غوړو خوړل، پنځه سلنه د سينې سرطان ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: پیاز یو له پخوانیو غذاګانو څخه شمیر کیږي، چې له پخوا راهیسې ترې ګټه اخیستنه رواج ده او نه یوازې يې د خوړو لپاره استعمالول بلکې په درملنه کې ترې هم ګټه پورته کیده. هغه ارزښت چې پخوانیو پیاز ته ورکړی ؤ، بې ځایه نه دی،ځکه د روغتیا پوهانو وروستیو څیړنو په پيازو کې جالبې خبرې پیدا کړې دي. ۱:ـ پیاز د زړه درمل: سره پیاز کولای شي چې د وینې کلسټرولو په لمنځه وړلو کې مرسته وکړي او د زړه د ناروغیو مخنیوی وکړي. څیړونکو پر حیواناتو تر تجربې وروسته وموندله ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: که هميشه له ژور خپګان (Depression) مخ ياست، او ډاکټرانو مو هم د رنځ پايله همدغه خپګان ياد کړى وي نو ځينو خواړو ته مخه کړئ چې د خپګان له منځه وړونکي دي. بادام: بادام د منزيم يوه لويه سرچينه ده، د منزيم کموالى د خپګان لامل کيږي. ځينې نور خواړه لکه توره لوبيا او مڼې هم ډير منزيم لري. سمندري خواړه:سترس د ازاد راډيکل د منځته راتګ سبب کيږي او د راډيکل کموالى د ژور خپګان ناروغي رامنځته کوي.ازاد راډيکلونه ژوندۍ ژونکې (حجرې) له منځه وړي. سالمون، تن او ځينې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: لاچي د درملو د ملکې په نوم شهرت لري، له هنده يې سرچينه اخيستې او د ډيرو ګټو لرونکى بوټى دى. لاچي د کاربوهايډريټ، فيبر، کلشيم، اوسپنې او فسفر لرونکې يوه له غښتلو سرچينو شميرل کيږي. د لاچي په غوړيو ماساژ (ځان غوړول) د غړو کلکوالى نرموي. لاچي همداشان د زړه بدوالى ښه کوي او د بدن د قبضيت په لمنځه وړلو کې هم ډيره اړينه مرسته کوي. دا بوټى اشتها هم ښه کوي او لکه د اشتها د درملو په څير کار کوي. د لنډې مودې لپاره په خوله کې د ...ادامه ورکړۍ
سرطان یوه ډیره خطرناکه ناروغې ده چې په عمومي توګه په میرمنو یا ښځو کې ډیر تلفات لری،د سینې سرطان په نارینو کې هم پيدا کیږي  خو په ډیره کمه اندازه،مونږ په دې بحث یا څیړنه کې د میرمنو په اړه خبري کو،په دې برخه کې لومړی باید د اناتومې په اړه وغږیږو،په میرمنو کې سینه د شیدو له غدواتو څخه جوړه ده،هغه قنات چې د سینې په سر کې ختمیږي یا پای ته رسیږي د سینې شاته هغه عضلات دي چې د شا له هډوکو  سره اړیکې یا ارتباط لري. څنګه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: که تاسو وکولای شئ چې په یو وخت کې څو کارونه ترسره کړئ، نو د ذهن ځواکمنتیا به مو په پراخه پیمانه لوړه شي. که له دمې پرته مو ذهني کار دوام لري، نو خامخا به ستړي، ذهن به مو نا ارامه او ذهني تمرکز به مو ګډ وډ وي.  نو د اطلاعاتو د مدیریت او د ورځنیو خبرو د ننه حیریدا په خاطر، لکه څنګه چې د بدن د سلامتیا لپاره بدني تمرین ته ضرورت دی؛ په همدغه بنسټ د ځینو ذهني تمریناتو کول مهم دي. لنډ مهالې ذهني ...ادامه ورکړۍ
د امریکا په آلبرتای پوهنتون کې د مغز او اعصاب متخصیصنو په یوه تازه څيړنه کې ټینګار کړی دی،چې په زعفران کې د یوې اصلي مادې شتون کولای شي د عصبي ناروغیو پر وړاندې د مغزي سلولونو څخه ساتنه وکړي،همداراز دغه ترکیب د مغزي سلولونو په جوړونه کې د یادو سلولونو پر وړاندې د ساتونکی رول لری. د زعفرانو تر ټولو مهم خواص د ستړیا درملنه یا رفعه کیدل دي،زعفران قوي بوي او دریخ خوند لري،او د زعفرانو د چای څښکل د ډوډي د هضم کیدو لامل ،او له بل لورې ...ادامه ورکړۍ
افغان  ځواک: څیړونکو په خپلو نیویو څیړنو کې تر سل کلنۍ پورې د عمر د ډیر والي ستر راز ښکاره کړ. څیړونکي وايي که چیرې غواړئ عمر مو تر سل کلونو هم ډیر شي او خوشاله ژوند ولرئ، نو په ژوند کې همیشه ټولنیز او خوښ باوره و اوسئ.  څیړونکي وايي: د عمر د ډیر والي ستر رازونه دا دي : چې انسان همیشه ټولنیز خوي ولري، په هر څه خوښ باوره اوسي، د ژوند کارونو ته د اسانتیا یا د شونتیا په سترګه وګوري، له خندا خوند واخلي او د ژوند ...ادامه ورکړۍ
یوه ډله امریکايي څیړونکو، د خپلې څیړنې په پایله کې موندلې چې انګور د زړه او ځیګر د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي. دوي چې دا څیړنه يې د امریکا په میشیګان پوهنتون کې د انګورو د بیلابیلو ډولونو پر دریو رنګونو (سره ، شنه او بنفش) کړې وايي چې په څیړنه کې يې له موږکانو ګټه اخیستې ده او ۱۸ اوونۍ يې موږکان په خپل کنټرول کې ساتلې دي. د دوي د څیړنې پایلې ښودلې، هغه موږکانو چې انګور يې خوړل د هغوي په پرتله چې نه يې خوړل د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: څیړونکي په دې باور دي، چې د ښځې او خاوند ترمنځ د ناخوښۍ واده، د بدن روغتیا له زیان سره مخ کوي. څیړنې ښۍ چې د ښځې او میړه ترمنځ له خوښۍ پرته واده او د دوي د ژوند تړون د نارینه وو په پرتله ښځینه وو ته ډیر ګواښمن دی او حتی تر دې چې په ځینو ناروغیو چې له ډلې يې د زړه د ناروغیو یادونه کولای شو، په اخته کیدو چانس شته. د دغې څیړنې له مخې چې په امریکا کې ترسره شوې، د زوجینو (ښځې او ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©