موږ افغانان ډېر عجيبه خلک يو، کله چې مو اولاد نه وي او يا نه کېږي؛ نو په جوماتونو، ملايانو، تعويذګرو، کوډګرو، زيارتونو او هېوادونو باندې ګرځو، چې که خدای مو د کوم اولاد څښتن کړي، کله چې يې خدای راکړي، بيا يې پر سر نظرونه او ... نيسو، که خدای يې راته وساتي، دا مې د دې لپاره ذکر کړل، چې موږ له خپلو اولادونو سره دومره لېونۍ مينه هم لرو، خو بنسټيزه روزنه باندې يې نه پوهېږو، حتا چورت مو هم نه دی پرې وهلی، موږ کله هم ...ادامه ورکړۍ
 پلرنی مسؤليت او د اولادونو سرپرستي يو تر ټولو ستر مسؤليت دی، چې برياليتوب یې په بلهارۍ يا قربانۍ، اخلاق او معلوماتو سره شونی دی. د حضرت محمد (ص) په وینا: والرجل راع علي اهل بيته و هو مسئول عنهم.  پلار د دې مسؤليت لري، چې په خپلې کورنۍ کې اعتماد رامنځ ته کړي او د خپلو اولادونو پالونکی اوسي، همدارنګه هغوی ته آزادي او خپلواکي ورکړي او خطرونه دې ورنه لرې کړای شي. له هماغه وخته، کله چې د جنين په حالت کې هم وي پلار بايد د خپل اولاد ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د امريکې نيچر ميډسن مجلې ويلي دي چې څيړونکو موندلې په سره غوښه کې دکارنيتن په نامه شته ماده کولای شي د انسان زړه ته زيان ورسوي. دا شنونکي وايي سره غوښه د انسان په کولمو کې له يو ډول باکتري سره تجزيه کيږي چې له پيل څخه د کلسترول له ډير والي سره سم کولای شي زړه ته زيان ورسوي. دا شنونکي وايي چې په سره غوښه کې شته غوړي کولای شي تر ډيره زړه ته زيان ورسوي. بريټانيوی شنونکی سټنلي هيزن وايي:« کلسترول په سره غوښه کې ډيره سپينه ...ادامه ورکړۍ
١(د مسز آدمز په نامه يوه ځوانه ښځه، چې په غالب گومان دېرش کلنه به وزماکتنځي ته راغلې وه خو ډېره شرمناکه او وهمي ډوله ښځه وه. نوموړې له سردردي څخه ډېر شکايت کاوه او د دې تر څنگ يې راته وويل، چې له کومې ورځې څخه يې چې دا دويمه لور پيدا شوې ده، کابو دوه کاله به کېږي، ښه ورځ يې نه ده ليدلې. تر يوه سوړ اسوېلي وروسته لاس تر زنې کېناسته، رنگ يې لکه د کورکمن په څېر زيړ اوښتى و؛ ما چې وليده، ښځه ډېره ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: کيدای شي د حشراتو زهر تر ډيره د انسان لپاره مضر او ان وژونکي وي، خو اوس اوس څيړونکو موندلې چې د موچۍ په زهرو کې داسې مواد شته چې له اچ آی وي يا ايډز سره مبارزه کولای شي. څيړونکي وايي چې د دې مادې له کشف سره سم به څه ناڅه له دې ناروغۍ سره مبارزه شونې وي. څيړونکي وايي چې د موچۍ په زهرو کې داسې مواد شته چې کولای شي په ښه ډول سره د اچ آی وي ويروس ته پوره زيان ور ورسوي. څيړونکي وايي دا ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ويښتو رنګ چې د نړۍ په ډيرو هيوادونو کارول کيږي داسې کيمياوي موار لري چې نيغ په نيغه د سرطان په ناروغۍ له اخته کيدو سره اړيکې لري. شنونکي وايي هغه رنګونه چې په کورونو او سينګار خونو کې کارول کيږي دواړه د انسان د ورغتيا لپاره ډير زيان له ځان سره لري. په دې رنګ کې شته مواد په ډيره چټکۍ سره د سګرټ دود او په هوا کې  ځينې نور ککړ دودونه ځان ته را جذبوي او داسې يوه  ماده توليدوي چې  ډير ژر د سرطان د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د سرطان د ناروغۍ اصلي لامونه، د هوا ککړتيا، د تنبکو مصرف، د فزيکي کړنو نشتوالی، د بيولوژيکي وسلو کارول بلل شوی دی، خو په افغانستان کې يو شمېر ډاکټران وايي چې وچه شوې غوښه هم په سرطان د اخته کيدو لامل کيږي. افغان ډاکټرانو له سرطان سره د مبارزې د ورځې په وياړ په جوړه شوې ناسته کې وويل چې د وچې غوښې يا لاندي خوړل هم تر ډيره په سرطان د اخته کيدو لامل کيږي. دا شنونکي وايي په نوره نړۍ کې کيدای شي ناسم خوراک، د تنبکو ...ادامه ورکړۍ
په تېرو ليکنو کې مو درې ډوله کورنۍ در وپېژندلې، چې هرې کورنۍ خپلې ستونزې لرلې، اوس څلورمه کورنۍ درپېژنو، چې دا کورنۍ د اولاد روزنې په برخه کې تر ټولو سالمه کورنۍ ده او يقيناًً چې د دې کورنۍ اولادونه به سالم وي. اوس به ستاسې مخې ته د سالمې کورنۍ ټولې ښې ځانګړنې کېږدو:  ۱-  د دې کورنۍ غړي ژوندي او مينه ناک دي او د دوی ټولې کړنې يو ډول له مانا ډکې کړنې دي. ۲-  د دې کورنۍ غړي خپلې ستونزې او ناآرامۍ او همدارنګه خپلې ټولې خوښۍ د ...ادامه ورکړۍ
په تېر کې مو په بلا پسې کورنۍ خبرې کړې وې، دا ځل یې ځورېدونکې او خپه کورنۍ درته مخې ته ږدو، دا کورنۍ د خپل ماشوم په اړه تل ځورېږی او همدغه ځور به یې د اولاد په روزنه کې ستونزې راولاړوي. دا ډول کورنۍ تل ژوند د يوه پېټي په څېر مخ ته وړي، نه له ژونده خوند اخلي او نه هم خپل ژوند خوښ تېروي، تل ځورېږي، دا ځور کله د ځان او کله د بل په اړه ده، خو بالاخره ستونزمن حالت خپلوي. د دې کورنۍ ماشومان ...ادامه ورکړۍ
  په تېر کې مو سخت ګيره کورنۍ درمعرفي کړه اوس به بې پروا يا بلاپسې کورنۍ در وپېژنو، چې دا کورنۍ کومې ستونزې او کومې ښېګڼې لري، خو تر ډېره بريد یې ستونزې ډېرې وي. ۱- د دې کورنۍ مور او پلار د خپلو اړتياوو پوره کولو پسې دي، هغوی خپلې هلې ځلې د خپل ځان د خوښې لپاره ترسره کوي. ۲-  د ماشوم د روزنې د اصولو سره سم د هغوی د جسمي او اروايي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې کار نه کوي، هغه ځکه چې بې پروا يا ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©