افغان ځواک: د کرکټ بورډ په اداره په وروستیو کې په ټولنیزو پاڼو کې تر سختو نيوکو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان په ورکولو سره ددې بورډ پخوانی رئيس نسيم دانش له دندې لرې کړی او پر ځای يي عاطف مشعل ددې بورډ نوی مشر ټاکلی دی. په هغه پرانيسته کې چې نن جوړه شوې وه نوي مشر ښاغلي مشعل ژمنه وکړه چې په کرکټ بورډ کې هراړخيز مثبت بدلون ته ژمن دی او د لوبغاړو ټولې ستونزې به حل کړي. ياده دې وي چې يادې نارې سورې وروسته ...ادامه ورکړۍ
دقانون او يا حقوقو د يوه شاګرد په توګه  زه عدالت هر شی په خپل سم ځای اېښودلو ته وايم. د دوو اونيو راهيسې په ټولنيزو رسنيو او بيا د لاريونونو له لارې د کرکټ بورډ پخواني مشران هر يو نسيم الله دانش او شفيق الله ستانکزی د خلکو لخوا وغندل او ورټل شول. دا هر څه هغه مهال پيل شول کله چې  د کرکټ ملي لوبډلې يو تن لوبغاړي (مېډيم فاسټ باولر شاه پور ځدراڼ) د کرکټ بورډ پر مشر او اجرايه ريس د رسنيو له لارې تورونو ولګول. پر ټولنيزو ...ادامه ورکړۍ
افغانان په هېڅ ډګر کې له نړیوالو کم نه دي او تل یې له نړیوالو سره پر میدان داسې کارنامې کړي چې هغوی هم ترې زده کړي چې مقاومت، استعداد، زده کړه او وړتیا څه ته وايي؟! تازه په تازه افغان ستوري محمد نبي عیسی خېل د بنګلادېش په کورنیو او سترو سیالیو کې داسې ریکارډ جوړ کړ چې په اوله لوبه کې یې د غوره لوبغاړی مقام خپل کړ. تر څنګ یې دوه نور ستوري شهزاد محمدي او راشد خان ارمان هم په دې لیګ کې لوبیږي او هیله شته چې ...ادامه ورکړۍ
کرکټ د مقایسه کولو لوبه ده، ځيني وختونه مونږ موجوده لوبغاړي له پخوانیو هغو سره مقایسه کوو خو ډېر وخت داسې هم کیږي چې موجوده لوبیدونکي لوبغاړي په ځيني مواردو کې له یو بل سره مقایسه کیږي. که څه هم سل په سلو به یې مقایسه کول سخت وي خو بیا هم په زیاتره خویونو کې سره ورته والی لري. له دې جملې نه د افغانستان لوبډلې پخوانۍ کپتان او نړیوال الراونډر محمدنبي او د نړیوالو جامونو ګټونکی مهندرا سنګ ډهوني دي، دوی دواړه له یو بل سره ډېر توپیر نلري، ...ادامه ورکړۍ
 یو وخت ؤ چې زما پروړاندې به بېټسېمانو داسې انګیرله چې ممکن په راتلونکي بال خپله ویکټه له لاسه ورکړي، خو اوس هغسې نه ده، بېټسمېنان پر ما سترګې برګوي او زما خلاف ستر شاټونه وهي. سعید اجمل په خپلو خبرو کې وویل، چې هیڅ وخت به حوصله له لاسه نه ورکوي او هڅه به کوي چې لوبډلې ته لاره پیدا کړي. له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۸ کال پورې پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک سپېن بالران لرل، د (دانېش کنیریا) بالونو لوبول څه اسانه خبره نه وه، سقلین مشتاق د (دوسرا) اختراع ...ادامه ورکړۍ
دا نو سخته ګرمه ورځ وه، افغانستان د تور توپان (ویسټ انډيز) پر وړاندې میدان ته وتو، چا چې په نړیوال جام کې هیڅ حریف له ماتې ورکولو پرته نه ؤ پریښی. د مارچ اوویشتمه د افغانستان کرکټ په تاریخ کې داسې یوه ورځ وه، چې د جنګ ځپلي افغانستان زړورو لوبغاړو د کرکټ د نړۍ یوه نه ماتیدونکې لوبډله په ګنډو کړې وه. افغانانو په هېواد کې د ننه او بیرون خوشحالۍ کولې او له سترګو یې د خوښۍ اوښکې بهیدې.  د افغان کرکټ دغه سترې لاسته راوړنې په اسانه نه ...ادامه ورکړۍ
افغانان د هرې ادارې د ښه مدیریت وړتیا لري خو که تر شخصي ګټو، بې ځایه مصلحتونو او قانون تطبیق ته رښتیني ژمنتیا په ډاګه کړي. زمونږ د اکثرو ادارو نوم له همدې وجې بد دی چې مشران یې ټوله ورځ په دې تېروي چې څه ډول قراردادونه خپلوانو ته ورکړي، په کوم رقم د خپل تجارت پیاوړتیا لپاره د ادارې او ملت له بودیجې څخه سپما وکړي او شرکت ته یې تحویل کړي او.... ورته نورې بدمرغۍ دي. خو د داسې ادارو په قطار کې بیا د ښو مشرانو له برکته ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:په پکتیکا کې د  ځوانانو د يووالي تر سرلیک لاندې د واليبال یو دوه ورځني ټورنمېنټ پرون ورځ پای ته ورسېده. په دغه تورنمېټ کې د ميدان وردګو د والیبان له لوبډلې سربېره د پکتيکا ولايت بېلابېلو ولسواليو د لوبډلو په ګډون آتو لوبډلو ګډون کړی وو چې پايلوبو ته د ميدان وردګو او د ښرنې لوبډلې وتلې او پايلوبه د ميدان وردګو د ټيم په ګټه پای ته ورسېده. د دغه تورنمېنټ نندارې او د لوبغاړو هڅونې  ته د پکتيکا ولايت ګڼ شمېر ځوانانو تر څنګ د دغه ولايت والي ...ادامه ورکړۍ
اندېښنه دا وه چې د افغانستان کرکټ بورډ ځوانو لوبغاړو ته پام نه کوي او په لوی لاس د کرکټ راتلونکی خرابوي. دې خلکو داسې انګېرله چې کرکټ بورډ یوازې په همدې لوبغاړو بسنه کړې او دوی دي چې پر میدانونو یې لوبوي. خو له حبیب بانک لوبډلې سره د افغانستان پرمختیايي ټيم تر نوم لاندې لوبول شوې لوبډلې ثابته کړه چې مونږ د کرکټ روښانه اینده لرو. په لوبډله کې اکثریت یا حتی ټول ځوان لوبغاړي ځای شوي وو او لا هم ځای دي. دوی د پاکستان حبیب بانک د کورني کرکټ ...ادامه ورکړۍ
دوه ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ بورډ مسؤلین او د ملي لوبډلې لوبغاړي خپل حضور ته وغوښتل، مېلمانه یې کړل او د دوی د ښو کړنو قدرداني یې وکړه. دا لازمه ده که یو څوک خپل مسؤلیت په ښه ډول اداء کوي نو باید مشران یې ونازوي، تقدیر یې کړي او د نور پرمختګ لپاره یې وهڅوي. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نوې رهبرۍ لاندې په ډېر ښه ډول خپل پلانونه جوړ، ترتیب او بیا یې د تطبیق لپاره منظم حرکت ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©