افغان ځواک: د افغانستان نولس کلنو لوبډلې د اسیا په ایلیټ جام سیالیو کې د ۱۰ هیوادونو لوبډلو ترمینځ ګډون کړی چی نن یی په خپل الف ګروپ کې د عربي متحده اماراتو پروړاندې دویمه لوبه ترسره کړه. د لوبې پچه (ټاس) د اماراتو لوبډلې وګټله خو د توپوهنې بلنه یی د افغانستان ملي نولس کلنو لوبډلې ته ورکړه. د افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یی د ۲۴۷ منډو هدف وټاکه. د افغان نولس کلنو لوبډلې له ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله په ایلیټ جام سیالیو کې د ونډې په موخه مالیزیا ته روانه شوه د کرکټ آسیایي شورا ایلیټ جام سیالۍ چې د روان زیږدیز کال می په ۳ نیټه د مالیزیا په کولالمپور ښار کې په لار اچول کیږي، ټولټال لس لوبډلې په کې ونډ...ه لري. د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله چې ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې یې هم په دغو سیالیو کې ګډون درلوده او د دغو سیالیو اتله لوبډله ده، دا ځل هم له پوره چمتووالي سره د سیالیو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ پکتيا:هغه غونډه چې په همدې اړوند د پکتيا په ورزشي لوبغالي کې جوړه شوې وه پکې لس ګونو تنو ورزشکارانو،قومي مشرانو،ولايتي چارواکواو د مدني ټولنو استازو ګډون کړی و.   دغه مرستې چې د پکتيا ملي سوداګر لخوا د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د پکتيا ورزش کارانو سره وشوې پکې د ورزش اړوند توکي شامل وو. د پکتيا ولايت ملي المپيک امر امين الله علم يار د دغه ملي سوداګر د مننې ترڅنګ د ده کړنې په ستاينليک وستايلې. علم يار رسنيو ته وويل:«  دغه ورزشي توکي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ هرات: دلمړی ځل لپاره نن په هرات کی دنحونوشپږودکرکیټ ټیمونو خپلی لوبی پیل کړی اودچارواکو په خبره په نږدی راتلونکی کی به دهرات څخه دښځومنتخب دکرکیټ ټیم دهیواد کرکیټ بورد ته وروپیږندل شی. په هرات کی دښځینودکرکیټ پروګرام دکرکیټ دپراختیای موسیسی له خواه دامریکی سفارت په مالی مرسته پیل شوو چی نن یی په لمړی ورځ دهرات دنجونودکرکیټ شپږو ټیمونو خپلی لوبی پیل کړی. په هرات کی دکرکیټ دفدراسیون امر نورمحمد وویل اوس مهال په هرات کی دښځینودکرکیټ شپږو ټیمونو په رسمی ډول دکرکیټ دفدراسیون په چوکاټ کی خپلی ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه. د افغانستان لوبډلې په شل اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣مندې جوړې کړې او اماراتو ته يې د ١٤٤ منډو هدف وټاکه. د متحده عربي اماراتو لوبډلې ياد هدف په وروستي شلم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. افغانستان تر دې مخکې بحرين او عمان ته ماتې ورکړې وه او خپله څلورمه لوبه به د وري په ١١مه له کويټ سره ترسره کړي.  د نيپال په سياليو کې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د افغانستان د کرکټ بورډ مسولين وويل، چې د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د سه شنبې پر ورځ په نيپال کې پيل شوې. هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه. نوموړي وويل، چې د افغانستان لوبډله په نولسم اوور کې په ١٥٠ منډو وسوځېده او عمان ته يې د ١٥١ منډو هدف وټاکه. هوتک وويل، چې د افغانستان له لوري کريم صادق ٤٦، محمد نبي ٣٢، نجيب الله ځدراڼ ٢٩، شفيق الله ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کرکټ ملي لوبډله د اسيا په شل اوريزو سياليو کې د ګډون په موخه نن سهار نيپال ته روانه شوه. د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي چې دا لوبې به د مارچ د مياشتې په ۲۶ نيټه د دې هيواد په پلازمينه کتمندو کې پيل شي او د اپريل تر دريمې پورې به دوام وکړي. نوموړی وايي چې په عربي متحده اماراتو کې د سکاټلند د پرلپسې ماتې وروسته اوس د لوبغاړو مورال ډير لوړ شوی دی او کوښښ به وکړي چې د دې لوبو اتلولي هم خپله ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: سکاټلينډ ته له پنځو پرله پسې ماتو ورکولو وروسته ملي لوبډله د شنبې مازيګر ناوخته کابل ته راورسېده. د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبـډلې هرکلي ته لوړ پوړي دولتي چارواکي، د کرکټ بورډ لوى رييس ، د  بورډ نور چارواکي او لسګونه مينه وال راغلي وو. د ملي لوبدلې کپتان نبي عيسى خېل د ملي لوبغاړو ستاينه وکړه ، په ځانګړې توګه د نوروز منګل ، عزت الله دولتزي، سميع  الله شينواري، دولت ځدراڼ شهزاد محمدي او نوي لوبغاړي رحمت شاه زرمتي. نوموړي په متحده عربي اماراتو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د انټر کانټنينټال کپ سياليو په لړ کې افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې هم سکاټلينډ ته ماتې ورکړه. دغه لوبه چې نن پای ته ورسېده پچه افغانستان ګټلې وه او لومړى يې سکاټلينډ ته د لوبې بلنه ورکړه. د افغانستان د تېز توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د سکاټلينډ ټوله لوبډله په خپل لومړي وار کې په اته دېرشم اوور کې په ۱۲۵ منډو وسوځېده.  د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او د سکاټلينډ شپږ لوبغاړي يې وسوځول. د افغانستان ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: افغانستان په دوبۍ کې د پيل شويو لوبو په ترڅ کې د څلورم ځل لپاره سکاټلنډ په ګونډو کړ. په دې لوبه کې سکاټلند افغانستان ته ۲۶۰ هدف ټاکلی و. سکاټلنډ دا هدف په پنځوس اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځيدو سره افغانستان ته وټاکه. خو افغانستان دا هدف په ۴۷ اورونو، درې منډو او د پنځه لوبغاړو په سوځيدو سره پوره کړ. هيره دې نه وي چې افغانستان تر دې وړاندې هم له سکاټلنډ څخه دوه شل اوريزې او يوه پنځوس اوريزه لوبه ګټلې وه. په دې لوبه کې محمد شيرزاد ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©