افغان ځواک: په شارجه کې د کرکټ د پيل شويو لوبو په ترڅ کې افغانستان له سکاټلنډ  څخه دريمه لوبه هم وګټله. دا لوبې چې په شارجه کې پيل شوي دي تر دې وړاندې يې دوه شل اوريزې هم افغانستان ګټلې و. دا ځلې يې په پنځوس اوريزو کې هم سکاټلنډ په ګونډو کړ. د نن په لوبه کې د کرکټ لوبډلې پخواني کفتان سل منډې پوره کړې او سميع الله شينواري هم پنځوسيزه پوره کړه. دا لوبه افغانستان په اوه ويکټوو ګټله. لومړمۍ ټاس سکاټلنډ ګټلی و چې افغانستان ته يې پوره ۲۰۰ منډې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: افغات کرکټ لوبډلې تيره شپه په په متحده عربي اماراتو  سکاټلنډ په ګونډو کړ. پچه په لومړي سر کې افغانستان وګټله او دوی د بيټينګ کولو پريکړه وکړه. په لومړي سر کې کريم صادق او نوروز منګل را و وتل چې ژر ژر وسوځيدل خو شهزاد محمدي او اصغر ستانکزي پکې ښه رول ولوباوو او لوبه يې په پوره بريا سره روانه کړه چې په پای کې سکاټلنډ ته ۱۳۳ هدف وټاکل شو. په دې لوبه کې محمدي ۵۵ ستانکزي ۳۰ او ګلبدين ۱۵ منډې جوړې کړې. سکاټلنډ د شپږو لوبغاړو په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ خوست: په خوست ولايت كې د كركټ لوبغاړي خبردارى وركوي چې كه كركټ بورډ ورته  د لوبغالي په جوړولو پيل ونه كړي نو د احتجاج په ډول به ښار ته راووځي او پروړاندې به يې پراخ  لاريونونه وكړي. دغه لوبغاړي وايي چې خوست د هيواد د هغو سيمو په ډله كې دى چې هوا يې په هر موسم كې د لوبو لپاره مناسبه وي. خو بياهم ورته پاملرنه، نه كيږي، د خوست المپيك امر عزيز ملنګ وايي چې تېركال هم د كركټ لوبغالي د جوړيدو ژمنه ورسره شوې او ...ادامه ورکړۍ
هغه بله ورځ مې په تاند كې د ګران بوريوال ليكنه وليده ، چې عنوان يې و ، په افغانستان كې د كركټ تر لوبغاړو د كركټ كارپوهان زيات دي ، ليكنه مې چې خلاصه كړه ، نو د افغانستان د كركټ لوبډلې په هكله يې ښكلي معلومات وركړي و ، خو په عنوان كې يې چې څه ويلي و ، پر هغې موضوع ډير نه و  تم شوى. دا خبره رښتيا ده چې په افغانستان كې د كركټ كارپوهان ډير زيات دي ، چې بله موضوع ورته پيدا نه ...ادامه ورکړۍ
د کرکټ او کرکټ بورډ په اړه ولسمشرته پرانستې لیک درنو لوستونکو او قدرمن ولسمشره له ډیر وخت راهیسې د کرکټ سره مینه لرم زه فکرنه کوم چې کومه ملي او نړیواله لوبه به ما نه وي لیدلې له همدې امله د کرکټ ویباڼې هم وینم کله کله بینوا او افغان ځواک، افغان سکور او داسې نورې ویب پاڼې هم ګورم چې د کرکټ په اړه هم ډیر په زړه پورې مطالب او لیکنې خپروي څه موده وړاندې مې په افغان ځواک کې د یوه لیکوال لیکنه ولیده چې ترډیره بریده ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: باوري سرچينې افغان ځواک ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چي کيدای شي کرکټ بورډ د المپيک په کميټه پورې وتړل شي. سرچينه وړاندې زياتوي چې په دې اړه د کرکټ بورډ د مشر شهزاده مسعود او د المپيک د کميټې د مشر ظاهراغبر تر منځ پټې خبرې روانې دي څو ياد بورډ په المپيک پورې ور وتړي. تر دې وړاندې ډير وارې په کرکټ بورډ کې د خپل منځي ستونزو راپورونه ورکول شوي و چې پايله یې د کرکټ د شته ټيم پرلپسې ماتې وې. د المپيک ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په کندهار کې د فوټبال پيل شوې لوبې پای ته ورسيدې. دا لوبې چې د کندهار د بدني روزنې د آمريت په نوښت د بي او سي لوبډلو تر منځ يوه مياشت وړاندې پي شوې وې  د عينو مينې او اولمپيک لوبډلې تر بريا وروسته پای ته ورسيدې. دا لوبې په احمدشاهي لوبغالي کې پيل شوې چې په بي ګروپ کې ۳۸ لوبډلې وې او په سي کې بيا ۶۴ لوبډلې وې. د کندهار د سپورټ او بدنې روزنې مرستيال مديراغا وايي، چې د پرله پسې لوبو وروسته د B لوبډلو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ خوست: په خوست ولايت كې له اداري فساد څخه مخنيوي ترعنوان لاندې د هاکي لوبې پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسيدې. دا سيالۍ چې دوې ورځې يې دوام وكړ د خوست له بېلابېلوسيمواوو لوبډولو پكې برخه اخيستې وه اوپاى لوبې ته يې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ او مركزلوبډلې بريالى ووتې. د دوى ترمنځ لوبه كې نادرشا كوټ لوبډلې خپلې سيالۍ لوبډلې ته د يوګل په ورکولوسره لوبه د خپل ځان په ګټه تمامه کړه، او پدې سره د دې سياليواتلوالي هم د نادرشاه كوټ ولسوالۍلوبډلې په برخه شوه. داچې هاكي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ خوست:د خوست ولايت په سپورتي لوبغالي کې د فوټبال سيالۍ د مجاهدلوبډلې په ګټه پاى ته ورسيدې. د دې سياليوپاى لوبې ته د همت او مجاهدلوبډلې بريالۍ ووتې خود دوى ترمنځ لوبه كې مجاهدلوبډلې وكړاى شول چې همت لوبډلې ته يو د صفرپروړاندې ماتي وركړي، او په دې سره مجاهدلوبدلې د دې سيالي اتلوالي خپله كړه. د فوټبال داسيالۍ دوې مياشتې وړاندې پيل شوې او په دوو ګروپونوكې د خوست له بېلابېلوسيمو لسولوبډلوپكې ګډون كړى وو، د دې سياليوپاى لوبې ته د همت او مجاهد لوبډلې بريالۍ ووتې، او ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک – هلمند : دیاد امریت مسولین وايي چي دتیرو څو کلونو راپدیخوا دورزش په برخه کي مرکز پاملرنه نه ده کړي او اوس ددې امریت فعالیتونه په نشت شمار دي . دهغوي په خبره چي که ورته توجه ونه شي نو یاد ورزشي امریت به له سکوت سره مخ شي.  دهلمند ورزشي امریت امر ادریس وايي چي دورزش په برخه کي ددوي ګڼ شمیر ورزشکاران له ستونزو سره مخ دي او دهغوي داړتیا وړ میدانونه او اسانتیاوي ورته ندي برابري شوي.  دده په خبره چي په ټول هلمند کي دکرکیټ کولو ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©