افغان ځواک ـ خوست: د خوست ولايت په سپورتي لوبغالي کې د فوټبال سيالۍ لا هم دوام لري اوپه لړكې يې د کلوب ځوانانو لوبډلې د همت لوبډله، له ماتې سره مخ کړه . دغه سيالۍچې څومياشتې وړاندې پيل شوي نن د کلوب او همت  لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه چې د کلوب لوبډلې په ګټه پاى ته ورسيده، کلوب لوبډلې وكولاى شول چې خپلې سيالۍلوبډلې ته دوه د يوه پروړاندې ماتي وركړي. د فوټبال داسيالۍ څومياشتې وړاندې پيل شوي او د خوست له بېلابېلوسيمولس لوبډلوپكې ګډون كړى چې دوو ګروپونوكې په دوره ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک  ـ خوست د خوست ولايت فوټبال لوبډلې د كوزې پښتونخواپه شمالي وزيرستان کې د څلويښت لوبډلو ترمنځ لومړى مقام خپل کړ.  دغه سيالۍ هر کال د ژمي په پيل كې د شمالي وزيرستان په ميرعلي ښار ګوټي کې جوړيږي او له ورڅېرمه سيموڅلويښت لوبډلې پكې برخه اخلي، پر لومړي مقام سربېره د خوست د فوټبال لوبډلې د تورنمنټ د اخلاقو جام هم ترلاسه کړى دى. د فوټبال دغه سيالي څومياشتې وړاندې د شمالي وزيرستان د ميرعلي په ښارګوټي كې جوړې او د سيمې پرڅلويښت لوبډلوسربېره پكې د خوست ولايت د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د هيواد د اوزلوبې د ملي ټيم د ټاکنې په موخه د جمعې په ورځ د کوتل په لوبغاړي کې د هيواد د ګڼو ولايتونو د ټيمونو تر منځ لوبې پيل شوې. ويل کيږي چې دا لوبې به درې ورځې دوام وکړي. اوزلوبه د هیواد ملي لوبه ده چې د هیواد په کچه په ملي او نړۍ والو لوبو کې راځي. دا لوبه په افغانستان کې اوږده تاريخي مخينه لري چې پيل یې د اريايانو د ظهور وخت ته ور ګرځي او هغه وخت پيل شوې کله چې اريایانو د مرکزي ...ادامه ورکړۍ
راځې چې په دې پوه شوو چې ولې په کرکټ او کرکټ بورډ کې وروستۍ ناندرې پیل شوی او د کرکټ د لوبو ډګر د سیاست په ډګر بدل شوی دا ډیره اوږده کیسه ده سر به مو په درد شي . خو اړینه ده چې یوځل یې ولولې دابه ښه وي ځکه چې تاسې د کرکټ مینه وال هم باید په دې پوه شی چې ولې هغه کرکټ چې په لږ وخت کې ډیر پرمختګ وکړو اوپه لنډ وخت کې د کرکټ دغه ډګر بلاخره د سیاست په ډګر بدل ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په اروپايي هيواد بلغاريا کې د سنوکر په پيل شوې لوبه کې افغان لوبغاړي دريم پړاو ته ولاړل. دا لوبې د بلغاريا په پلازمينه صوفيه کې پيل شوي او اته ورځې به دوام وکړي. په دې لوبو کې له ۴۸ هيوادونو څخه ۱۹۰ لوبغاړو ګډون کړی دی چې ۴۰ یې ښځينه دي. نارينه په دوو برخو کې لوبه کوي چې لومړۍ یې د ماسټرانو په کچه، چې په دوی کې د افغانستان له لوري زمري برخه اخيستې او په عادي برخه کې بيا رييس خان سينزی او نادر سلطاني ونډه لري. رييس ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©