سپورټ نه یوازې د انسان د بدني ښکلا، ځواک او پیاوړتیا سبب ګرځي؛ بلکې د ملي یوالي د رامنځته کېدو، د تعصب د لمنځه تلو او په ټوله کې د یوه هېواد د ځلانده پرمختګ تر څنګ د اتلولیو، ویاړونو او لاسته راوړنو بې ساری لامل ګڼل کېږي. که څه هم افغانستان د امنیت، اقتصاد او په ځینو نورو برخو کې له یو شمېر سپورټسیالو هېوادونو نه یو څه وروسته پاتې دی؛ خو په کور دننه سپورتي انجمونونه د دې سبب شوي چې د کرکټ ملي لوبډله د پرمختللي سپورت درلودونکو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کرکټ د ملي ټيم تر تاريخي بريا وروسته نن افغان فوټبال ملي لوبډلې هم خپله سنګاپوري ډله په ګونډو کړه. دا لوبې چې په  ایران کې د آسيايي جام په خاطر جوړې شوي دي افغانستان سنګاپورۍ لوبډلې ته دوه د يو په مقابل کې ماتې ورکړه. لومړمی ګول خیبر اماني او دوهم ګول هم بیا يوسف د سيالې لوبډلې پر دروازه ور دننه کړ. ويل کيږي ننۍ لوبې ته له دې سره سره چې په ایران کې افغانان سخت ځورول کيږي بیا هم زرګونو افغان کډوال ورغلي وو. هیره دې نه ...ادامه ورکړۍ
کرکټ په افغانستان کې په وروستیو شاوخوا لسو کالونو کې وده وکړه، نوم یې پیدا کړ، لوبډله یې معلومه شوه او بیا په همدې کمه موده کې دومره وځلیده چې نړۍ یې هم ګوته په غاښ کړه. د کرکټ پوهانو له قوله چې کرکټ د چانس لوبه ده خو زه له دې خبرې سره موافق نه یم. په دې دلیل چې که یو څوک تخنیکي او مسلکي لوبه وکړي، بریا د هغوی ده، دا سمه ده چې د لوبغالو د هوا بدلون او د سیمې تغیر به یې یو څو فیصده چانس ته ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ننۍ لوبه کې افغان لوبغاړي د ټاس په ګټلو سره يي د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبه پيل کړه. د ويسټ انډيز پياوړې لوبډلې ته په کتو سره د افغانانو بريا ځکه ناشونې ښکاريده چې په لومړي سر کې ډيری افغان  لوبغاړي اوټ شول او هدف هم ډير زيات نه وو. په ننۍ لوبه کې افغان ملي لوبډلې ويسټ انډيز ته د اوو لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۲۴ منډې هدف وټاکه. لوبه د ويسټ انډيز له لوري ډيره تيزه پيل شوه او ډير کوښښ ...ادامه ورکړۍ
کرکټ بورډ لویه اداره ده خو د ښې رهبرۍ پایله ده چې نن یې د هېواد نوم لوړ کړی، بیراغ یې رپانده ساتلی او ولس  ته یې د خفګان، وېرې او غم پر ځای خوښۍ ورکړي دي. په دې به تاسو ټول راسره متفق یئ چې که چېرې د یوې ادارې رهبري فعاله، وړ او مناسبه وي لاندې کسان به یې په خپله کار کولو مجبوریږي او د ګډ کار نتیجه به یې طبیعي ده مثبته او پر ځای وي. په تېرو څو کالونو کې دا په اثبات ورسیده چې د اکثرو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د افغانستان او زمبابوۍ ننۍ لوبه چې د هندوستان په لاګپور لوبغالي کې ترسره شوه د لوبې ټاس افغانستان وګاټه او بيټينګ يي پيل کړ. په ټول کې افغانستان خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۸۷ منډې هدف وټاکه. خو لوبه د ۵۹ منډو په توپير سره زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره وبایلله. د لوبې پيل افغانستان ته ښه نه وو خو وروسته تر دې چې نبي عيسی خيل او  سميع الله شينواري ښه ملګرتيا وکړه لوبه يي روانه کړه. په دې لوبه کې عيسی خيل ۵۲ منډې وکړې او شينواري هم ...ادامه ورکړۍ
کلونه مخکې د لوګر کرکټ ټیم د افغانستان په کورني کرکټ کې د یوه مضبوط ټیم په صفت پېژندل کېده، که مبالغه ونکړم؛ نو د کورني کرکټ پاچا بلل کېده، یو وخت داسې هم و، چې د افغانستان په ملي لوبډله کې له نیمايي زیات لوبغاړي د لوګر وو. شاوخوا لس کاله پخوا د لوګر کرکټ ټیم د ریس احمدزي په کپتاني کې دوه ځله د کورني کرکټ اتلولي خپله کړه او یو ځل یې نیمه پای لوبې ته لار وموندله، له هغې وروسته هم د لوګر ټیم کله سیمې فاینل ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د لوګر والي نن په لوګر کې د ځوانانو د ورزشي ټيمونو له غړو او لوبغاړو سره وکتل. د لوګر د والي د وياند له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د لوګر والي محمد حليم فدايي ځوانان د هیواد راتلونکي جوړوونکي وبلل. په خبرپاڼه کې راغلي:« دا خبره د لوګر والي محمد حلیم فدايي د المپیک امریت اړوند د ځوانانو د مختلفو ورزشي ټيمونو غړو ته وکړه چې د ولایت مقام په ابتکار یې د نشه یي توکو د مخنیوي ګډ اوه کیلو متره پلی ...ادامه ورکړۍ
غازي لوبغالی د کابل په زړه کې دغه پروت لوبغالی له نن څخه 93 کاله وړاندې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی. دا په افغانستان کې ترټولو ستر او لمړنی د فوټبال لوبغالی و چې اوسمهال پکې د بېلابېلو لوبو تمرينات او ساعتېريانې کېږي. غازي سټډيوم د وخت د امکاناتو سره برابر جوړ شوی و، چې دېوالونه يې هغه مهال له خاورو له ډکو بوجيو څخه جوړ شوي وو، د دغه لوبغالي وروستۍ بڼه په 2011 کال کې په معيار شکل ورغول شوه چې په لوبځای کې مصنوعي ...ادامه ورکړۍ
د کرکټ نړيواله شورا د کرکټ د پرمختګ او اداره کولو يوه نړيواله شورا ده چې د متحده عربي اماراتو په ستر ښار دوبۍ کې يې دفتر دی. د کرکټ نړيواله شورا په 1909 زېږديز کال کې د انګلستان، سويلي افرېقا او اسټرليا لخوا رامنځ ته شوه او Imperial Cricket Conference (د کرکټ شاهي جرګه) نوم يې ورته ځانګړی کړ. څه موده وروسته يعنې په 1965ز کال کې ئې دا نوم په International Cricket Conference (د نړېوال کرکټ جرګه) باندې بدل شو چې دې نوم هم ډېر دوام ونکړ او په 1989 کال کې يې دا نوم په اوسني نوم (ICC) International Cricket ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©