پاکستاني طالبان چې  مخفف يا لنډ نوم يي (ټي ټي پي) دی په پاکستان کې ترهګريز فعالیتونه کوي چې د رامنځ ته کيدو نيږدې شپږ اته کاله کيږي که څه هم په لومړي سر کې ددې ډلې د رامنځ ته کيدو په اړه ډير نه وو پوی خو اوس اوس هر چا دا درک کړې چې پاکستان ترهګر د تروريزم د سوداګرۍ په خاطر په پوششي ډول رامنځ ته کوي او بیا په هغه او دغه نوم ځينې د افغانستان، هند او نورې نړۍ پر ضد کاروي او ځينې نور بیا ...ادامه ورکړۍ
دا حقيقت بايد ټولو؛ دوست او دښمن ته يو ځل بېا په څرگندو الفاظو واضح كړو چي حزب اسلامي د تل په څېر خپل مرام، اسلامي تگلاري، ديني او ملي ارزښتونو، اصولو او شعارونو ته بشپړ او تغيير نه منونكى التزام لري، د هېواد خپلواكي، اسلامي هويت، زمكنۍ بشپړتيا، ملي حاكميت، د ټولو بهرنيو ځواكونو وتل، په آزاد او خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړول ئې داسي غوښتني دي چي هيڅكه او په هيڅصورت كي معامله نه پرې كوي، تل به د خپل ولس په خوا كي ...ادامه ورکړۍ
په سنګين کې د ملکي وګړو د وژل کيدو خبره يو وار بیا خولو په خولو شوی که څه هم په دې اړه باید لږ په تمه شو او په ګرم ميدان کې د طالب لپاره د رواني جګړې مبلغين نشو ولې په ځينو خبرو چې موږ پوهيږو ولس ته يي کول هم يو ملی او انساني رسالت دی. د سنګين او کندز د بزکندهاري کيسه يو شانې ده خو يو ستر توپير پکې شته او هغه دا چې په بز کندهاري کې د شوې سهوې پر مهال طالبانو  له یو کلي ...ادامه ورکړۍ
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو او پرځانګړې ډول د ملی شوراء او ولایتی جرګو بیا بیا ټاکنو پر افغانستان او ټولو هغو هیوادونو کې چی تازه له جګړو راوتلی وی او په اکثریته هغه کې چې لا اوس هم سیاسي ثبات او ټولیز یوالې د بیلابیلو لاملونو له امله خوندي نه وی، په ځانګړی ډول په هغه ټولنو کې چې د یو ځانګړي تاریخي هویت سره نه شلېدونکی اړیکې ولری ستونزه بدیل ریفورم نه بلکی د موجود بهیر څرنګوالي او پر معیارونو ولاړ صالح  میکانیزم نشتوالی ده. دهغه څه پایله چې د ...ادامه ورکړۍ
له ماشومانو سره خبرې کول، په ښکاره آسانه کار معلومېږي، خو حقیقت دادی، چې کله وخت اوضاع داسې پرمخ ځي، چې ګویا نه موږ د ماشومانو خبرو ته متوجه کېږو او نه هغوی زموږ په منظور پوهېږي، غوره ده، چې د خپلو خبرو اترو د اغېزمن کېدو له پاره لاندې ټکي په پام کې ونیسو :   هڅه وکړئ، چې له خپل ماشوم سره د سترګو اړیکه وساتئ . هلکان معمولاً د اوږد مهال له پاره نه شي کولای، چې په یوه موضوع باندې خپل تمرکز وساتي، که چېرې ماشوم ...ادامه ورکړۍ
 تر ټولو غوره لار داده، کوم خطرونه، چې هلکانو ته په کمین کې دي، باید په ساده ژبه د هغوی له پاره تشریح شي او پرته له ځنډه له دې خطرونو څخه د مخنیوي په لارو چارو باندې هم باید وپوهول شي . تر ټولو مهمه له ځان څخه د ساتنې په لارو چارو باندې پوهېدل، ښایي تر ټولو مهم کار به وي، چې والدین یې د خپلو اولادونو له پاره ترسره کوي . تر ټولو مهمه او سخته دنده د ماشومانو له پاره د مناسبو خوړو او جامو برابرول دي؛ ...ادامه ورکړۍ
په لومړي سر کې مو راځئ د فردي انسانيت په ډولونو پوی کړم په ټول کې يو انسان باید په هغه ځای کې چې ژوند کوي څلور ډوله امنيت ولري:«ځاني (جسمي)اقتصادي،رواني او ټولنیز». که څه هم په افغانستان کې تل د ناامنۍخبرې کيږي ولې شونې ده ډيرو ته د امنيت په برخه کې دا بحث نوې خبره وي ځکه چې امنيت يوازې ژوندي پاتې کیدل نه دي بلکه امنيت په څلورو برخو کې ډير مهم دی  او دا څلور برخې ټولنې د ثبات يا ټيکاو لوري ته بیايي زه به دلته ...ادامه ورکړۍ
  دلته له هغو جملو څخه یادونه شوې ده، چې تر ډېره یې خپلو ماشومانو ته وایو، په داسې حال کې، چې نباید هڅه وکړ، ترڅو دا ډول بې مفهمومه پیغامونه خپلو زامنو ته ور زده کړو . هڅه وکړئ، چې خپل ماشوم وهڅوئ، ترڅو خاص او ځانګړی فرد واوسي . نران نه ژاړي : دا مورد ستاسو په لېست کې شتون لري . نه یوازې د دې خبرې کول سم نه دي او جنسي تبعیض دی، بلکې نا مناسبه او نا سمه خبره ده . ژړا له وېرې، ډار، غم او خواشینۍ ...ادامه ورکړۍ
کله چې په فکري سلامتيا کې د مطبوعاتو پر رول خبرې کوو، لومړی بايد د مطبوعاتو څخه يو انځور ولرو.  د مطبوعاتو کلېمه په خپل پراخ مفهوم کې د ټولنيزو رسنيو ټولو فعاليتونو ته اطلاق کيږي.  په دې معنا چې ټولنيزې رسنۍ د خلکو ترمنځ د ويلو او اورېدلو وسيله ده، ويل او اورېدل دي چې د نظرياتو نږدېوالی رامينځته کوي او د نظرياتو نږدېوالی د ګډ ټولنيز حرکت سبب ګرځي. له دغه ځايه ده چې ويلی شو ټولنې ته ځواک ورکول، هغه ته فکري سلامتيا ورکول او ټولنه جوړونه پرته د ټولنيزو ...ادامه ورکړۍ
هر يو په ژوند کې برياليتوب غواړي، خو په ډېره کمه کچه خلک دا برياليتوب تر لاسه کوي. اکثره وختونه انسان د بدمرغيو ښکار کيږي، خو په داسې وختونو هم کم نه دي چې موږ د ځان بدترين ښمن ثابت شوي يو. په حقيقت کې بازي داسې چلندونه دي چې د انسان د برياليتوب په لار کې خنډ ګرځي. دلته د بازو ناکامو خلکو بد عادتونو ذکر شوی دی چې له دې سره برياليتوب تر لاسه کول ډېر ګران وي. خپلو تېروتنوته پلمه مه لټوئ که چرې له تاسې نه تېروتنه شوې وي، نو د ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©