هغه له تجسسه ډک و دهغه په الفاظو کې شدت او په ویلو کې یې تیزي موجوده وه د لږ ځنډ وروسته یې رانه عجیب او غریب سوال وکړ په بېړه یې رانه وپوښتل ښاغلیه! تاسې څه کول غواړئ؟ ورته مې وویل بس ژوند دی تېروم یې داسې څه خاص کار خو نه کوم هغه رانه بیا په بېړه و پوښتل نا ښاغلیه داسې هم نه ده یوڅه خو کوې کله کله تاسې  په خپلو ل لیکنو کې د پرمختګ او بریالیتوبونو د رازونه بیانوئ، کله کله اخلاق په یوه ...ادامه ورکړۍ
ژوند هم عجیبې خوږې او ترخې لري کله به دې اسمان او کله به دې ګړنګونو ته ګوزار کړي، ټولې خوښۍ او هیلې به دې په یوځل لمنځه یوسي. د دنیا په راز او نیاز ډير کم کسان پوهیږي همغه ستر فلیسوف شاعر لیوني غني خان  دا نیمګړې دنیا ډيره ښه پیژندلې وه  هغه به ویل: څه به دا دنیا وي څه انداز ددې دنیا بس دژوند په همدغو رنګینو او خزان پاڼو کې مې  دخپل ژوند او ارمان سره د ورستي ځل لپآره  زموږ دمینې په تم ځای( درواۍ) کې  راز او ...ادامه ورکړۍ
په اوسنۍ نړۍ کې د ایډیالوژیو ترمنځ د خپل منځي کړکېچونو او رقابت په ډګر کې د شلمې پېړۍ تاریخ د دوو ایډیالوژیو د نظامونو د ماتې شاهد ؤ، هغه د اسلام او سوسیالیزم ایډیولوژۍ وې. د اسلام د ایډیولوژۍ حکومتي نظام اسلامي خلافت ؤ، چې له لومړي هجري قمري کال څخه تر ۱۳۳۶هـ ق پورې یې دوام وکړ او سوسيالېزم له ۱۹۱۷ څخه تر ۱۹۹۲م كال پورې د پخواني شوروي د بلشويكي کمونیست دولت په چوكاټ كې رامنځ ته شو. نن سبا هېڅ انسان په دې لټه کې نه دی ...ادامه ورکړۍ
وايي ښځه هغه وخت مظلومه وي چې نږور وي، او کله چې خواښې شي بيا نو ظالمه شي. دا خبره مې ځکه وکړه چې په تيرو دوه دريو کلونو کې له ميرمنو سره د ډول ډول زور زياتي پيښې ډيرې شوي دي. په دې زور زياتي کې وهل ټکول، له کوره ويستل، وژل، معيوب کيدا، طلاق، د نفقې او ميراث نه ورکړه، په بدو کې ورکړې، په زوره واده کول، د پيسو په مقابل کې د لورګانو خرڅول او داسې نورې زړه بوګنونکې پيښې شاملې دي. په دې اړه بشري حقونو کميسيون، د ...ادامه ورکړۍ
 مشهور ټلويزيون سي ان ان په ٢٠٠١ لومړي کال کې د افغانستان له نوي ټاکل شوي مشر حامد کرزي څخه وپوښتل، چې ستاسې په اړه ځينې کسان وايي چې د امريکا غلام ياست، ستاسې ځواب څه دى؟ د کرزي په خوله خندا راغله، په خندا خندا کې يې وويل چې که غلامي همداسې وي، نو زه غلام يم او په دې غلامۍ خوشاله يم. يو کم پېژندل شوى په واک مين کس که له سياسي مبارزې پرته يو څوک د يو هېواد د ولسمشرۍ تر کدۍ ورسوي، نو هغه به ...ادامه ورکړۍ
انجنیر غلام محمد زرملوال د غلام حیدرخان زوی، د یارمحمد خان لمسی د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ساکو په  شملزيو  کې په ۱۳۱۸لمریز کال کې د وري په میاشت کې زېږدلی دی.  غلام محمد زرملوال دري زامن او یوه لور لری. لومړنۍ زده کړي یی د ساکو په لومړنۍ ښوونځۍ کې په کال ۱۳۲۶لمریز کې پیل او په ۱۳۳۳لمریز کې یې په بریالیتوب سره پای ته رسولي. په کال ۱۳۳۴لمریز کال کې په کابل کې حربي ښوونځۍ ته داخل او بیا وروسته د انجنیري پوهنځۍ ته شامل شو ...ادامه ورکړۍ
غم، غم وي که وړ وي  یا ستر خو بیا هم غم غم دی، زما مشر ملګري راته وویل چې د پښتو ژبې یو تکړه او ستره ‏هستۍ چې کلونه کلونه یې د همدغې مظلوم خاموش اکثریت لپاره په کور دننه او بهر یې هلې ځلې کولې د پښتو ژبې ‏ستر غمخور او د پښتو د ادب د اسمان دغه ستورې مو د تل لپاره له لاس ورکړ او دغه ستورې نسکور لاندې ‏راولید‎.‎ ارواښاد ستر استاد غلام محمد زرملوال یادوم‎.‎ انالله واناالیه راجعیون ارواښاد چې د ور پیښې ناروغۍ له امله د ...ادامه ورکړۍ
امريکا او د هغې ملګرو په ښکاره د دريو موخو لپاره پر افغانستان بريد وکړ: ١- د دوی په اند له (ترهګرۍ) یا اسلام سره مبارزه او د طالبانو د نظام نسکورول ٢- د نشه يي توکو پر ضد مبازره ٣- په افغانستان کې د ډيموکراسۍ ټينګول او دغه راز له افغانانو سره مرسته په تېرو څه باندې نهو کلونو کې دا بيخي واضح شوه، چې بهرنيانو د دغو دريو اهدافو لپاره پر افغانستان يرغل نه دى کړى، بلکې تر شا يې نورې موخې هم لري. له نهو کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې نه ...ادامه ورکړۍ
معلوماتي ټکنالوژي څه ته وایي؟     معلوماتي ټکنالوژۍ ته چې په انګلیسي ژبه  کې ( Information Technology )  یا (IT) هم ویل کېږي، د کمپیوټرونو او مخابراتي وسایلو استعمال ته ویل کېږي، چې د ځانګړو قوانینو له مخې د مالوماتو د لیږد رالیږد، زېرمه کولو او دا مالومات استعمالونکو ته د کارولو لپاره په واک کې ورکول دي. چې دا مالومات په ټوليزه توګه د سيمه ييزو او نړیوالو کمپیوټري جالونو یا شبکو پر مټ او یا هم د ټلویزیونونو، راډیوګانو، ټلیفونونو او داسې نورو... برښنايي توکو  له لارې خپرېدای شي.        دمالوماتي ...ادامه ورکړۍ
دنړۍله څه کم دوه سوه هيوادونه څخه يوازي دشپږو هيوادونو په اړه ويل کېږي  چي بنسټ يې پر مذهب ايښوول سوي دی. لدې څخه لمړۍ هيواد"هندو رياست "نېپال دي. داتلسمي پېړۍ په پاي کښي پرتهو رائن يوڅو کوچني رياستونه سره يوځاي او دنېپال بنسټ يې کښېښود ! ورپسې يې د‏(۱۹۶۲)م کال په اساسي قانون کي په لمړي ځل سره نېپال"هندو رياست"وباله.  چي په (۱۹۹۰)م کال کښي په نوي اساسي قانون کښي دا برخه هم ور ډېره کړه چي "نېپال يو داسي هيواد دي چي يوازي يې هندو اولسمشري کولاي سي"البت وروسته پر ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©