د ١٣٥٨ کال د جدې شپږمه نيټه نه یوازې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ ده، بلکې دنورو تورو ورځو پیلامه هم ده ، دغه ورځ  زموږ د دیرش کلنې غمیزې پیل ده، په همدې ورځ دشوروي اتحاد سره پوځ دټولو انساني او نړیوالو موازینو په ترپښو لاندې کولو سره زموږ پر خپلواک هیواد یرغل وکړ. دحفیظ الله امین حکومت یې له منځه یووړ او پر ځای یې د ببرک کارمل ګوډاګی حکومت واکمن کړ. پر افغانستان دشوروي دسره پوځ له تیري کابو دیرش کاله تیرشول، په دې موده ...ادامه ورکړۍ
که دا تپوس وشي چې د افغانستان په تاریخ کې هغه څوک چې هیڅ قانوني مکلفیت و نلري اما په ټول ولایت یې امر او نهی چلېږي هغه به څوک وي؟ جواب یی دی، حاجي ولي. هغه کس به څوک وي چې بې رتبي والي دی؟ ځواب: حاجی ولي. هغه کس به څوک وي چې هردولتي مامور په څپېړه وهلای شي، رټلای شي، تفنګچه ورباندي را ویستلای شی، بندی کولای شی، او ښکنځل هم ورته کولای شی؟ حاجي ولي. هغه کس به څوک وی چي په ځانمرګي برید کې روغ رمټ ووت او ...ادامه ورکړۍ
د کابل د منډوي په ناصر مارکيټ کې د اورلګيدنې له امله، په لسګونو هټۍ او نور توکي لولپه شول. دې اور ډير زيانونه له ځان سره لرل.   تر دې دمه د دې مارکيټ   خاوندانو ته د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويل وي. په لومړنيو رپوټونو کې ويل شوي دي چې د ناصر مارکيټ هټۍ والو ته په ميليونونو ډالره زيان اوښتی دی. اور اخيستنه د نورو طبيعو پيښو ترڅنګ هغه څه ده چې کله کله په هيواد کې پيښيږي. خو هغه تشه چې په افغانستان کې ...ادامه ورکړۍ
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو نړیوال مرکز  لخوا په ۱۳۸۹ز کال کې  د پښتنو ایتنوګرافیک اطلس لومړی ټوک خپور شوی دی ، چې په یاد اطلس کې د افغانستان د پنځو ولایتونو«خوست،زابل،کونړ،ننګرهار او نورستان» د ایتنیکي ځانګړنو ښوونه  او د قومونو پېژندنه هم شوې ده. د دې اطلس مهتمم څېړنیار رحمت الله هوتک او نور ليکوالان دي. په نوموړي اطلس کې د ننګرهار ولایت قومونه او خيلونه سپړل شوي، د ننګرهار قومونو کې د افغانستان د پښتنو ستر خیل ستانیکزي بیخي یاد شوي نه دي، په داسې حال کې ...ادامه ورکړۍ
رپوټونه وايي چې د پاريس په ناسته کې طالب استازو د سياسي جريانونو استازو ته ويلي دي که چيرې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ونه وزي دوی نشي کولای له ترهګرۍ، وژنو او جګړې څخه لاس په سرشي او سياسي پروسې ته ور دننه شي. د طالبانو دا کار د پاکستان  د پوځ او څارګرې ادارې له کړنو سره بيخي سمون خوري. د پاکستان پوځ او څارګره اداره وايي، چې امريکايي سرتيري بايد په ټوليز ډول له افغانستان څخه و وزي، ترڅو په سيمه کې پوځي توازون د ...ادامه ورکړۍ
د امریکا د نیوټاون په سنډي هوک لومړنۍ ښوونځۍ کې یوه ځوان، اډم لانزا، ۲۷ کسان چې ۲۰ پکې زینکان، کړاڅي او جینکۍ دي, په داسې حال کې چې په ټولګیو کې په زده کړه بوخت ول وژلي دی او په خپله یې هم (ځان د ځانمرګی یا د نورو په اصطلاح د استشهادي عمل قرباني کړ). د ځوان ددې عمل ترشاه انګېزه لا معلومه نه ده او څېړني رواني دی، اما تر ډېره برېده په پرمختللو هېوادونو کې دا ډول پېښي د رواني ستونزو له امله صورت نیسي. دې پېښي محدود ...ادامه ورکړۍ
ډيری وخت په ټولنه کې دانساني مزاجونه او عادتونه دټولنیزو حالاتو ته په کتو ځینې داسې عادتونه او خویونه خپلوي که په ځیرسره ورته  وګورو دهمدغو ویناوو او اندونو ترشاه ستر ناسپړل شوې رازونه او خوندونه پراته دي. زه همداسې یوه موضوع ستاسو سره شریکوم، چې ترشاه یې پټ رازونه  او خوندونه شتون لري. نن سهار مې په دفتر کې دیوګران ملګري څخه چې نژدې ۱۸ ورځې یې دواده شوي ترې وپوښتل چې څومره وخت وشوو چې کور ته نه یې تللی نو ویې ویل ۱۸ ورځې، دنزاکت پراساس مې ورته وویل ...ادامه ورکړۍ
په افغانستان کې د جګړې له ښکارندې سره تر ډيره امنيتي چلند کيږي، پرته له چې دوی دې ښکارندې ژور وګوري او د جګړې د کولو لاملونه او موثرې حل لارې ورته ومومي. افغانستان داسې يو هيواد دی چې عرفاني او فرهنګي ميراثونه يې ډير غني دي چې د تاريخ په اوږدو کې د دې سيمې خلکو له دې شتو سره ژوند کړی دی، ان تر دې چې د اسلامي فرهنګ او عرفان په توګه په اسلامي نړۍ کې يوه بيلګه پاتې شوې. په افغانستان کې فرهنګي او عرفاني ميراثونه ...ادامه ورکړۍ
په دې  وروستیو کې چې  دملي دفاع وزارت په رهبرۍ کې تغیرات رامنځته شوي دي ورسره جوښت په ځینو پښتون میشتو ولایتونو کې  امریکايي خاصو ځواکونو(سپیشل فورس) ...ادامه ورکړۍ
د طالبانو له لوري پر اسدالله خالد ناکام ترهګريز بريد يو ځل بيا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو زيان لیدل نندارې ته وړاندې کړل. د حکومت د مهمو چارواکو د خونديتوب په برخه کې ډير کم حساسيت، د نه منلو وړ کمزوري ده چې له ډيرو تلفاتو سره سره دا ستونزه لا هم په خپل ځای پاتې ده. يادې توطيې دا په ښه ډول سره روښانه کړه چې له طالبانو سره د اړيکو په برخه کې د حکومت وروستۍ هڅې، يو ځل بيا سولې ته کومه لاره نه ده پرانيستې او ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©