که چېرته فکري سلامتيا نه وي بې له شکه چې ژوند ډېر تريخ او له ټولو مزاياوو څخه بې برخې دی .  ژوند هغه الهی ارزښمتن نعمت دی چې يوازې په فکري سلامتيا سره نيکمرغه پرمخ وړل کيږي، په فکري سلامتيا کې نغښتې ده چې خلک د ژوند پر اهميت و پوهيږي چې ژوند د څه لپاره :  ژوند د عبادت لپاره،  ژوند د مينې لپاره،  ژوند د ښه راتلونکي لپاره،  ژوند د ځان او نورو د نيکمرغه کولو لپاره ، او باالاخېر ژوند د بقا لپاره،  خو چې کله فکري سلامتيا نه وي بيا ژوند څه ...ادامه ورکړۍ
د ښاغلي کرزي صیب په حکومت کې ، د تازه جوړې شوې حکومت ولۍ لپاره نوموړي له هر چا سره سازش او جوړ جاړې کاوه.امریکایان هم پدې باورمند وو چې د افغانانو د خپلولو لپاره باید هغه قومي او حزبي مشران راخپل کړي ، چې د خلکو پر ارادو نسبتا واک لري. ترڅو له یوې خوا د حکومت په چوکاټ کې د بیلابیلو توکمونو او ایډیالوژیو پرمټ وکولای شي ، افغانانو ته وښیي چې موږ ستاسو په ګډون او ستاسې په ارادې د حکومت جوړښت ته په افغانستان کې ژمن یو. ...ادامه ورکړۍ
دا يو څرګند حقيقت دی چې جګړې زياتره د واک او ځواک لپاره شوي دي ، يرغليزې هم دي او دفاعي هم، کله کله خو داسې هم شوي دي چې د جګړې دواړه خواوې بلوسګرې وي ، مظلومانو د تيريګرو او د حق او عدالت پلويانو د باطل پر وړاندې لښکرې ايستلي دي ، د مذهبي فکري اختلافاتو له امله ډيرې جګړې شوي دي. د خپلو عقيدو او ارزښتونو د ساتنې لپاره انسانانو د جګړو ډګر ته وردانګلي دي ، پدې اړه يو مشهور متل هم شته دی چې وايې :  (( ...ادامه ورکړۍ
د سیاسي اختلافاتو او اوږدو جګړو یوه بدمرغه پایله چی نن ورڅخه موږ په وجدانی او فریکی لحاظ کړیږو او سبا یی تر نن لا ډېر پیکه ښکاري ، هغه زموږ په اسلامی او عنعنوي او تاریخي ټولنه کې د هغو سترو بشر ضد جرایمو ارتکاب ، د ټولنې اخلاقي انحراف او له قانونی چلنده په یوه مخه انصراف دی، چې اصلا د قانون د حاکمیت پر وړاندې سترې ننګونې بلل کیږي او یو د مهمو او عمده عواملو څخه یی په ټولنه کې د حقوقو او رښتو په برخه کې ...ادامه ورکړۍ
زموږ مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو یوه لویه بدمرغي او  د پرمختګ له کاروان څخه د وروسته پاتي کیدو یو ستر لامل زموږ د جاهلیت فکرونه، له اسلام څخه ناخبري او له ګيډې فتوا ورکول دي. نن ورځ په افغانستان کې د فتوا بازار ډېر تود دی له زدکوونکي نیولي، بیا تر مستري او ګاډيوان پورې ټول په فتوا او سیاسي بحثونو لګیا دي ځينې وخت افغان چارواکي هم له ګېډې فتوا ورکوي او د خپل خوسا فکر قبضیت په ټولنیزو رسنیو کې ماتوي او د ځان فعال ...ادامه ورکړۍ
شاه محمود مياخيل که څه له نيږدې ورسره ډير نه يم ناست ولې په امريکې کې زما د ماما داسې ملګری دی چې هغه به يي تل راته کيسې کولې ، يوازې يو ځلې هغه وخت چې نوموړی د کورنیو چارو وزارت مرستيال وو د څو  دقیقو لنډ ملاقات ورسره شوی وو خو  ځان يي ډير هغه وخت را باندې وپيژاند چې لومړنی کتاب يي ( د کورنیو چارو وزارت لاسته راوړنې او خنډونه) لاسته راغی او په لوستلو مې د دفتري خاطراتو ارمان پوره شو  البته يوه خبره باید وکړم ...ادامه ورکړۍ
د انډیا د پونی (پونا) په ښار کې د یوه پوهنتون محصلینو د خپل پوهنتون له انګړ څخه د بهارت ماتا د ځوان نسل د روزني، راتلونکې نسل د پالني،ژوند ژغورني او هر انسان ته د اختیار ورکولو تر عنوان لاندي په 2007 کال کې د مئي د میاشتي په 17 چې د پنشنبي ورځ وه، د مذهبنو او د انډيا د  قانون د ځینو مادو په خلاف او په خاصه د ( superstitions) (اندوشواسوی) یعنې د ( خرافات) په وړاندې مبارزه علان کړه،، چې ډېري مذهبیان،او د مذهبنو ملایان یې ...ادامه ورکړۍ
په مهراټي ژبه کې یو متل دی وایې: خبرې به د مینې کوو خو لمسول به نه کوو بیا مو د مینې ارزښت کمېږي. اوس هم خبرې به کوو خوادبدی ته به ځای نه ورکوو. یو وخت موږ افغانان وو، یو ورښانه تاریخ او ځلانده نوم درلودی  اما اوس یې نه لرو. دا یو حقیقت دی. که یې مني او که نه خپل اخیتار مو دی.  زه په تیرو نه نازیږمه.  تیر مشران به پریږدو، اوس مو هم نوم او تاریخ ورته بدنامه کړي دی، اوس موږ افغانان نه بلکې مسلمان غیرتي مخلوق ...ادامه ورکړۍ
 هېڅکله مه غواړئ هغه تېروتنه چې نه مو وي کړې پړه يې پر غاړه واخلئ او يا دبل شخص له خوا د کړې ګناه په خاطر تاسې بخښنه وغواړئ، داځکه چې په دې کې کومه ګټه نشته،داپه ځوانۍ او مېړانه کې هم نه راځي،که کومه پايله لري هغه به يواځې داوې چې خپل ځان ته به مو دوکه اوبل ته به مو دځان په هکله ناسم ذهنیت ورکړی وي،نو په دې کار سره به مو نه په دنيا کې څه فايده په لاس راوړې وي اونه به مو داخرت لپاره څه ...ادامه ورکړۍ
په ټولنه کې پوه خلک په دې موافق دي چې د یو انسان ژوند د هغه له داخلي تحرک څخه ښه کیدلی شي او بد کیدلی هم شي، د انسان داخلي تحرک هغه ځواک او انرژي ده چې که په سمه بڼه په کار واچوله شي یقیناً ډېر ژر به هغه څه تر لاسه کړي چې په ټولنه کې نورو ښو اشخاصو تر لاسه کړیدي او که غلطه استفاده ترې وشي نو پایلې به یې نه یوازې د ځان لپاره خطرناکې واوسي بلکې خپله کورنۍ، دوستان، کلی او سیمه به یې ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©