افغان ځواک: د ټاکنو کميسيونونو نويو غړو ته نن په ارګ کې د نيول شویو مراسمو په لړ کې قسم ورکول شو. د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ يو زیات شمېر دولتي چارواکو هم ګډون کړی وو. تر خبرو وروسته اوو تنه د دوو میرمنو په ګډون د ټاکنو کميسيون غړي او پنځه تنه د ټاکنیزو شکايتونو د اوريدو کميسيون د غړو په توګه غوره شول. په دې کسانو کې: نجیب الله احمدزی عبدالقادر قریشی ملیحه حسن وسیمه بادغیسی معاذالله دولتي رفیع الله بیدار گلاجان عبدالبدیع صیاد د ټاکنو کميسيون د غړي شول. همدارنګه: غلام دستگیر ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ولسي جرګې نن د ټاکنیزو ادارو د فرمان په اړه د ګډې کميټې لپاره لس تنه د رايو په اکثریت سره وټاکل. د ولسي جرګې مرستيال ظاهر قدير ننۍ ناستې ته وويل چې اړتيا ده څو ټاکنیزې ادارې په وړ ډول سره سمې شي. په دې کسانو کې: قدرت الله ذکي صدیق احمد عثماني نادیه بابرخېل عبدالقادر ځاځی نثار احمد غوریانی عبدالله بارکزی صالح محمد کبرا مصطفوي محمد هاشم مهدوي  او سرور عثماني د ګډې کميټې غړي ټاکل شوي دي. ياد کسان په اکثريت رايو سره ټاکل شوي دي  خو ځينې استازي له شوې پريکړې خوښ نه دي. ياده دې وي چې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنو کميسيون رئيس يوسف نورستاني له خپلې دندې استعفا کړې. باوري سرچينو افغان ځواک ته ويلي دي چې نورستانی له خپلې دندې لاس په سر شوی دی. تر دې دمه په دې اړه نور جزييات نه دي ورکول شوي خو ويل کيږي تر ډيره سياسي فشارونه ددې لامل شوي دي څو نورستانی له دندې لاس په سر شي. ويل کيږی ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښاغلي نورستاني استعفا منلې ده. د تیر کال تر ټاکنو وروسته دا د ټاکنو کميسيون دوهم چارواکی دی چې د سیاسي فشارونو له امله استعفا ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنو کميسیون تیره اونۍ ويلي و چې دوی به ډير ژر د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنوږ د کيدو نيټه مشخصه کړي. ددې کمیسیون رئيس يوسف نورستاني او غړو يي نن ياده نيټه ډاګیزه کړه. نورستاني نن په خبري ناسته کې وويل چې ټاکنې به د ۱۳۹۵ کال د تلې د مياشتې په ۲۴ نيټه ترسره شي. نوموړي د مرغومي په اته ويشتمه نيټه په خبري ناسته کې وويل چې دوی له تیرو ټاکنو درسونه زده کړي دي او کوښښ کوي چې راتلونکې ټاکنې رڼې وي. نوموړي په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:  د ټاکنو کميسيون رئيس چې نن ولسي جرګې ته  د خپل راپور ورکړې په خاطر ورغلی وو وايي چې تر دوو ورځو پورې به د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو نيټه مشخصه کړي. نوموړی چې نن ولسي جرګې ته ورغلی وو ډيرو استازو هم وويل چې دوی ته شته د ټاکنو کميسيون قانوني دی. استازي وايي چې باید همدا کمیسيون د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو نيټه مشخصه کړي. بلخوا يوسف نورستانی وايي چې دوی به د دوشنبې په ورځ يانې د غبرګولي د مياشتې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: تر ډيرو خبرو وروسته نن افغان ولسمشر روښانه کړه چې د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې به په راتلونکي دوبي يا د مني په سر کې وشي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني وویل، حکومت د راتلونکي کال د اوړي او مني تر منځ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو ته تیار دی او د قانون له مخې د ټاکنو د ترسره کېدو د دقیقې نېټې ټاکل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په کابل کې د مدني ټولنو تر ټولو پياوړې شبکه وايي چې د ټولټاکنو د کمشنرانو لپاره د غوراوي کميټې ته پیژندل شوي کسان د مدني ټولنې استازيتوب نشي کولای د دوی له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«ځینې مدني ټولنې د ټولټاکنو د کمیسیون د غړو د ټاکنی لپاره د غوراوي د کمیټی لپاره د مدني ټولنی په استازیتوب ځینې کسان حکومت ته ورپيژندلي چې دا د دوی د صلاحیت څخه پورته کار دی. هیڅ ډله یا جوړښت چې ټول چتري بنسټونو ته د وندې زمینه ...ادامه ورکړۍ
د ټاکنو د اصلاحاتو لپاره د ځانګړي کمېسيون دوو غړو کاوون کاکړ او شاه محمود میاخېل له دې امله د کمېسيون غونډې تحريم کړې، چې په وینا یې د دغه کمېسيون نورو غړو غوښتل د ولسي جرګې له ٢٤٩ څوکيو څخه ١٠٠ سیټونه سياسي ګوندونو ته ورکړي. د هغوی وېره په دې کې ده چې هسې نه په دې سره ډېر واک د هغو ګوندونو په واک کې شي چې د زور او امکاناتو له پلوه تر نورو هغو زیات پوره دي. اوس که ریښتا هم څه داسې طرحه حکومت ومني نه ...ادامه ورکړۍ
دټاکنيزو اصلاحاتو ۱۴کسزيزکمېسيون چې په دې وروستيو کې د ولسمشر او اجرايه ريس لخوا دشوي تفاهم ليک پر بنسټ رامنځته شو،غيرقانونيوالی يې په خپل ذات کې دهماغه غيرقانوني تفاهم ليک څخه جوتيږي چې دهېواد په هيڅ قانون او ياتقنيني سند کې وړاندوينه نه ده شوې. دټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون په هيڅ صورت سره دتخنيکي،علمي،سياسي،قومي او په هېواد کې دشته منل شويو اصولو په تله برابر نه بلکې دا کمېسيون دڅو مشخصو حزبونو څخه جوړ او په لوی لاس د ولسمشر او اجرايه ريس دګټو په موخه رامنځته شوی ترڅو دټاکنو په خپلواک ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنیزو ادارو د سمون کميسيون دوه مياشتې مخکې جوړ شو تر اوسه يي ناستې او کړې خبرې يوازې رسنیز ارزښت لري او وړ کړنلاره يي هم نه ده وړاندې کړې. ويل کيږي د دوی د غړو تر منځ هم ستونزې شته دي چې همدې ستونزو دوه تنه نن ددې کميسیون تحريم ته اړ کړي دي. شاه محمود میاخیل او کاوون کاکړ چې ددې کميسيون دوه غړي دي نن يی له رسنیو سره په خبرو کې رسما له دې کميسيون سره مخه ښه کړې. دوی وايي چې د دلايلو د نه ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©