افغان ځواک: د ټاکنو کميسيون رئيس يوسف نورستاني نن تر اوږد ځنډ وروسته يو وار بيا چوپتيا ماته کړې او ويلي يي دي چې د سیاسي ستونزو له امله د ولسي جرګې ټاکنې ځنډڼۍ شوي دي. نوموړي نن په کابل کې په خبري ناسته کې ويلي دي چې راغلی ځنډ سياسي دی او هيڅ ډول تخنيکي ستونزه پکې نه وه. نوموړي په دې ناسته کې ويلي دي چې اول بايد سياسي ستونزې حل شي او بیا دې ټاکنې وشي، او زياتوي چې دوی ورته يو کلن ځنډ مخکې له مخکې سنجولی و. نوموړی ...ادامه ورکړۍ
د۲۰۱۴ کال دلانجمنو او اوږدو ټاکنو وروسته چې د ملت دميليونو رايو پرځای د امريکا دبهرنيو چار وزير جان ګيري يوې رايې زموږ سرنوشت وټاکلو او د خلکو د هغې تمثيل شوې ارادې پرمخ يې نه هيردونکې څپيړه ورکړه چې د تاريخ په کرښو کې به د ولس د حماسې په مقابل کې دا درې اړخيزه معامله چې د دواړو نوماندانو او جان ګيري په منځکړيتوب ترسره شوه تور داغ په توګه پاتی شي. اجرايه رياست هم پلوو کسانو چې دخپل لنډغرتوب او وحشت اوږده سابقه لري تل يې په تشدد ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنيزو ادارو د سمون کميسيون نن په رسمي ډول خپل کار پيل کړ. هیره دې نه وي چې دا دوهم ځل دی د ټاکنيزو ادارو د سمون کميسيون په کار پيل کوي. اجرايه رئيس عبدالله عبدالله چې نن يي په پرانيسته کې حاضر وويل هیله من دی چې روانه پروسه په پوره روڼتيا سره مخکې ولاړه شي. هیره دې نه وي چې ياد کميسيون تیره اونۍ د ولسمشر د یو فرمان پر بنسټ معرفي شو. ددې کةيسيون مشر شاه سلطان عاکفي ټاکل شوی دی. ويل کيږی دا کميسيون به په دريو مياشتو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: جاندادا سپين غر اوس اوس د ټاکنیزو ادارو د سمون کميسيون رئيس ټاکل شوی دی. جانداد سپين غر چې له ټاکنو د څارونکو په نوم د ډيرو پروژوي ادارو مشر پاتې شوی و ويل کيږي د اجراييوي رئيس عبدالله عبدالله ملاتړ له ځان سره لري او د ولسي جرګې د غړې شکريي بارکزۍ پر ځای ټاکل شوی دی. د اجراييوي رياست د سلاکار فاضل سانچارکي په فیسبوک پاڼه کې هم د سپين غر د ټاکل کيدو تاييد شوی دی. سپين غر چې د آزادو او عادلانه ټاکنود څار په نوم د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ولسي جرګې په ننۍ ناسته کې د ټاکنیزو ادارو د صلاحيتونو او سمون طرحه د ستونزو او نه منلو له امله تصویب نه کړه. د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کميسیون رئيس محمد عبدو ددې طرحې د وړاندې کولو پر مهال وويل چې په تیرو کلونو کې په ټاکنو کې ستونزو ته په کتو سره د ولسي جرګې ادارې پلاوی امر کړی و څو د ټاکنیزو ادارو د سمون طرحه تياره شي چې داده تياره شوې او نن عمومي ناستې ته وړاندې شوې. عبدو وايي چې دوی په تیرو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:د ټاکنیز سمون کميسيون به امريکې ته د ولسمشر تر سفر وروسته په کار پيل وکړي. د ټاکنيز نظام سمون ددې کميسيون ملي ژمنه ده او مسولین يي ټينګار کوي چې  چې د ټاکنيزو ادارو د بې پرې سمون او خلکو د باور د پياوړتيا په موخه به هر اړخيزه هڅه وکړي. تر شپږو مياشتو وروسته د ټاکنيزو ادارو د سمون کمیسيون په کار پيل وکړ. ويل کیږی دا کمیسيون ځکه جوړ شوی دی څو ټاکنيز نظام پياوړی شي او پر شته ادارې د خلکو باور ډير شي. ويل کيږي ددې کميسيون د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: يو لوري ته د ټاکنيزو ادارو د سمون ډنډوره غږول کيږي او بل لوري ته د ټآکنو کمیسيون بیا دا کار سم نه بولي. دا دوهم ځل دی چې د ټاکنو کمیسيون رئيس يوسف نورستانی وايي چې دوی د ولسي جرګې د ټاکنو مهال ويش له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريک کړی دی. نوموړی وايي مرسته کونکي هیوادونه تيار دي څو  د ټاکنو د مهال ويش د جوتيدو په صورت کې ددې پروسې لګښتونه ورکړي. خو له ټاکنو څارونکو ادارې بيا وايي ټاکنيز سمون اړين دی او که ونه شي شونې ده ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون، د هغو کسانو او بنسټونو نوملړ خپور کړی چې د تیرو ټاکنو په درغلیو کې یې لاس درلود. دې کمیسیون د یو ۵۰۰ مخ ایز راپور په خپرولو سره د امنیتي بنسټونو په ګډون د ټاکنیزو کمیسیونونو د کارکوونکو او هغو کسانو نوملړ خپور کړی چې په ټاکنیزو درغلیو کې ښکیل و. بل خوا د دې کمیسیون مشر عبدالستان سعادت وايي: په هغه صورت کې د ټاکنیز سمون کمیسیون له جوړیدو سره موافق دی چې سمون د سندونو له مخې تر سره شي. د ټاکنیزو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:ولسمشر امر کړی دی څو د ټاکنيزو ادارو د سمون په موخه له مدني ټولنو سره مشوره وشي. دې کړنې د ځينو ادارو غبرګون له ځان سره لرلی دی او د حکومت دا کړنه يي سياسي بللې. بلخوا د ټاکنو کميسيون د سمون په موخه يي يوه طرحه ولسمشر ته وړاندې کړې. ويل کيږي چې ولسمشر غني خپلو کړو ژمنو ته متعهد دی او خپلو مرستيالانو ته يي دنده سپارلې چې له مدني ټولنو سره د  مشورې په ترڅ کې د ټاکنيز نظام د سمون په اړه پريکړه وکړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:که په ټاکنیزو بنسټونو کې جدي سمون رامنځ ته نشي نړۍ واله ټولنه به د ولسي جرګې ټاکنو د لګښت له ورکړې ډډه وکړي. د ټاکنو د رسنیو کمیسیون سرپرست حشمت الله رادفر خبردارۍ ورکوي، چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اوسني جوړښت ساتنه د ولسي جرګې ټاکنو د لګښت د نه ورکړې لامل کیږي او د رامنځ ته شوې بې باوري له امله به د خلګو ګډون هم کمرنګه وي. د ټاکنو د رسنیو کمیسیونو په وروستی کاري ورځ د دې کمیسیون سرپرست حشمت الله رادفر له هغو خبرو پرده ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©