افغان ځواک: نن د ټاکنو کميسيون د نويو ټاکل شويو کميشنرانو تر منځ په شويو ټاکنو کې يوسف نورستانی د دې کميسيون مشر شو. د تاکنو له کميسيون څخه سرچينې افغان ځواک ته وويل چې عبدالرحمن هونکي ددې کميسيون مرستيال او ګلالۍ اڅکزۍ يي هم منشي ټاکل شوې. اوس چې نوی مشر وټاکل شو د دې کميسيون پخواني مشر او شمال ټلوالې ته ژمن ملا معنوي به نور په کور کيني، خو تر ډيره شونې ده چې ولسمشر کرزی يي چيرې بل ځای کې ونازوي او مقرر يي کړي. تر دې وړاندې د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نومول شوي ۹ تنه کمیشنران  دلوړې وروسته نن یاد کمېسیون ته ور وپیژندل شول. د غواروي کمیټې ۲۷ تنو دغوراوي ورسته چې دجمهور ریس لخوا  ۹ تنه یې تیره ورځ د ټاکنو دخپلواک کمېسیون لپاره  دشپږو کلونو لپاره دکمېشنرانو لپاره وټاکل شول  نن به ارګ کې د لوړې دمراسمو وروسته دیاد کمېسیون غړو او مسولینو ته ور وپیژندل شول. په پیل کې ددې کمېسیون پخواني مشر فضل احمد معنوي خبرې وکړي او ګومارل شوو کمېشنرانو سره یې دهر ډول همکاریو ژمنه وکړه، معنوي ...ادامه ورکړۍ
 افغانستان د عجایبو هېواد دی عام افغانان  کمو بدلونونو لپاره هم لیواله دي او په دې تمه دي چې ګواګي د پخوا په پرتله دارګ حاکم داځل خپلو تیرو چټلیانو ته متوجې شوي وي او  شاید د خپل واک په دې وروستیو کې یې پام نیکو ته واوړي خو عام ولسونو د تمه بې ځایه او یوازي دخپل ځان تیرویستنه ده، هغه څوک چې په مصلحت کې پیدا او په مصلحت کې دعمر زیاته برخه تیره کړي وي نو څنګه دا ډول توقع ترې کول چې ګواګي نیکو ته به ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کورنيو چارو وزارت د رايه ورکولو د مرکزونو د امنيت په اړه د ټاکنو کميسيون ته په ليکلې بڼه ډاډ ورکړ. د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې د راتلونکي کال د رايه ورکولو د ۶۸۴۵ مرکزونو د امنيت د ساتنې په موخه شته پلان يي د ټاکنو کميسيون ته سپارلی دی او هڅه به وکړو څو تر راتلونکو لسو مياشتو پورې د هيواد څلور ناامنه ولسوالۍ هم امن کړو. بلخوا د ناټو د ملکي وياند مرستیال هم د نوم ليکنې له پروسې هرکلی کړی دی او ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ کابل: نن په ټول هيواد کې په رسمي ډول سره د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې او رايه ورکولو د کارتونو د تر لاسه کولو دوهم پړاو پيل شو. دټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارلانشاء ریس ضیاء الحق امرخیل افغان ځواک سره په مرکه کې په ډاګه کړه چې نن د زمري په ۵ نېټه د وړاندې څخه د په لاره اچول شوي پلان او مهال ویش سره سم  دهېواد په کچه په لرې پرتو ولسوالیو کې د راتلوونکو ټاکنو کې د نوم لیکنې په موخه د کارت اخیستنې  ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکونکې کميټې له لوري د ټاکنو کمیسيون د غړو ټاکل کیدل به هيڅکله د رڼو ټاکنو کيدل تضمين نشي کړای. د ټاکنو کميسيون مرستيال عبدالخالق حسیني پشه یي د دې خبرې په کولو سره وايي چې د ټاکونکې کميټې په ګمارنه او د دندو او صلاحيتونو په قانون کې بهرنيانو لاس درلود او که چیرې د دې کميسيون غړي د دې کميټې له لوري وټاکل شي د دې کميسيون دندې او صلاحيتونه به تر پوښتنې لاندې راشي. نوموړی وايي چې د قانون پر بنسټ د ټاکنو کميسيون د کميشنرانو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنو قانون د ملي شورا د ګډې کميټې له لوري تصويب شو. د ملي شورا د دې کميټې یو شمېر غړي وايي چې تر دې وړاندې د ټاکنو د دندو او صلاحيتونو قانون د سليقو او ولسمشر کرزي به غوښتنه تصويب شوی و. بلخوا ملګرو ملتونو د دې دوو قوانينو له تصويب څخه د هرکلي په ترڅ کې ويلي دي چې له تصويب سره سم به د ټاکنو د بودجې د ځنډ په اړه د نړۍ والې ټولنې انديښنې هم مرفوع شي. وروسته تر دې چې د ټاکنو کميسيون خبرداری ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنو کميسيون د صلاحيتونو، دندو او جوړښت قانون د ملي شورا د ګډې کميتې له لوري تصويب شو. د ګډې کميټې غړي وايي چې ياد قانون د شکايتونو د اوريدو په کمیسيون کې د ځينو تعديلاتو او د کسانو په ګمارنه کې د يو لړ تصويب په ترڅ کې به ډير ژر د توشيح په موخه ولسمشر کرزي ته واستول شي. بلخوا د دې کميټې غړي واييي چې د ټاکنو په قانون کې د ځينو ستونزو سره سره کیدای شي ياد قانون هم د شنبې په ورځ تصويب شي. تر ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنو له کميسيون سره د دولتي ادارو مرسته او د دوی بې طرفي مولای شي د هيواد د راتلونکو ټاکنو روڼتيا تضمين کړي. د ټاکنو کميسيون مشر  فضل احمد معنوي وايي چې په ټاکنو کې د کمو هيوادوالو ګډون به ټاکنيزې ستونزې ډيرې کړي خو د دوی ډير ګډون به در ڼو او ټولیزو ټاکنو ښودنه وکړي. بلخوا نوموړی وايي چې رڼې ټاکنې دموکراسي ته د رسيدو لارې دي  او ټينګار کوي چې دولتي ادارې بايد هڅه وکړي څو له لاسوهنې او د ولسمشرۍ له نوماندانو له ملاتړ څخه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ولسي جرګې ګډ کمیسيون ویلي دی چې د دوبي تر رخصتیو وړاندې به د ټاکنو قانون تصویب او د توشيح په موخه به یې ولسمشر کرزي ته واستوي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کميسيون خبرداری ورکړی دی که چیرې ياد قانون تر نهو راتلونکو ورځو پورې تصويب نشي دوی به اړ وي چې چې خپل پروګرامونه د ولسمشر کرزي د ورکول شوي تقنيني فرمان پر بنسټ جوړ کړي. له دې سره سره چې اوس اوس د ټاکنو کمیسيون چارواکو ويلي دي که چيرې د ټاکنو ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©