افغان ځواک: د ولسمشر حامد کرزي د تقنیني فرمان له مخې د ټاکنو تر سره کیدل به، یو ځل بیا په راتلوونکو ټاکنو کې درغلیو ته موکه رامنځته کړي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر جانداد سپين غر او یو شمیر سیاسي ګوندونه ګواښ کوي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ټاکنو تر سره کیدل خلکو ته د منلو وړ نه دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د دوه قوانینو د اختلافي برخو د حل لپاره  د ملي شورای ګډه کمیټه نه ده ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: مشرانو جرګې د ټاکنو کميسيون دولس مادې د رايو په اکثريت سره تاييد کړې. مشرانو جرګې د ټاکنو په قانون کې یې د ښځو ۲۵ سلنه حقوق چې د ولسي جرګې له لوری لرې شوي و تاييد کړل  خو د کوچيانو ټاکنيزې حوزې چې د ولسي جرګې له لوري د ولايتونو په کچه ټاکل شوې وې مشرانو جرګې په اوه زونونو کې تاييد کړې. بلخوا ولسي جرګې د رايو په اکثريت سره تاييد کړه چې د ولسي جرې يوه څوکۍ بايد اهل هنودو ته ځانګړې شي. له دې سره سره چې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو ګډون خوندور نه دی. د بشري حقونو د خپلواک کميسيون کميشنرې ريدا عظيمي د دې خبرې په کولو سره ويلي چې اوس مهال په ټول هيواد کې ۵۸ وګړو د رايه ورکولو کارتونه اخيستي دي  خو د امنيت نشتون او ناسمو دودونو شتون د دې لامل شوی دی چې په دې پروسه کې د ميرمنو ونډه ډيره کمه وي. بلخوا د ټاکنو کميسيون د دارلانشا مشر وايي چې د ټاکنو ترسره کيدو ته ۱۳۰ ميليونه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د رڼو ټاکنو د کیدو په موخه له ملي شورا څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په ټاکنو پورې اړوند دوه قوانين تصويب کړي. د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي چي دوی په دې پروسه کې له تخنيکي مرستې پرته بل هیڅ ډول مرسته نشي کولای. بلخواد افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي چې د ټاکنو د تشکیلاتو او صلاحيتونو په قانون له نویو تعديلاتو وروسته به ولسمشرکرزی یاد قانون توشيح کړي. ټاکنې د یو هیواد د سياسي برخليک د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنو له کميسيون څخه افغان ځواک ته يوې باوري سرچينې ويلي دي چې د دې کميسيون د مشر فضل احمد معنوي ساتونکي د دې کميسيون کارکونکي ښکنځي او بدمعاشي کوي. دټاکنو کمیسیون مشر فضل احمد معنوي چې قانوني وخت یې دوه میاشتی وړاندي پوره شوی  هر ورځ په خپلو بدمعاشو پنچشیریو ساتونکو دکمیسیون کسان ښکنځي او توهینوي. باوري سرچينې افغان ځواک ته وويل:پرون د معنوي ساتوونکو د بشري منابعو په ریاست باندي چپاو ور وړی دی او دیاد ریاست قلفونه یې مات کړي او اسناد یې لوټ کړي دي. معنوي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټاکنو د ځنډ په برخه کې هر ډول هڅه به د خلکو د برخليک پر وړاندې کودتا وي. يو شمېر جهادي مشرانو او سياسي مخالفينو چې د جنرال داود داود او شاه جهان نوري د وژل کيدو په دوهم تلين کې یې ګډون کړی و ددې خبرې په کولو سره وايي چې د راتلونکو ټاکنو په اړه هیڅ ډول بلمه او جرګه د منلو وړ نه ده. بلخوا د سولې شورا مشر وايي چې رڼي ټاکنې کولای شي څو هيواد له شته ناورين څخه په بشپړ ډول سره خلاص ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ولسمشر کرزي د ټاکنو له کمیسيون څخه غوښتنه کړې چې د نوم ليکنې د مرکزونو شمېر دې ډير کړي. ولسمشر کرزي دا خبره په خپله پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا کې کړې او زياتوي  چې د دې مرکزونو ډيروالی د هیواد په راتلونکو ټاکنو کې ډير ګټور دی. دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د راتلونکی مشر په ټاکنه کې دې دقت وکړي. ولسمشر کرزی په خپله نوې پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا کې له ټاکنو کميسيون څخه غوښتنه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ملي شورا کې د ولسمشر نفوذ د ټاکنیزو کمیسیونونو د قانون،تشکیل،صلاحیتونو او دندو قانون د دویم ځل تصویب د ځنډ لامل شوی دی. د ولسي جرګې یو شمیر غړي او د حکومت یو شمیر سیاسي مخالفین د دې مطلب په څرګندولو سره وايي،چې ولسمشر د ولسي جرګې د اتلس ګونو کمیسیونونو له مشرانو سره په لیدنه کې له هغوي څخه غوښتنه کړي څو دغه قانون د نوموړي په خوښه له سره تصویب کړي. په همدې حال کې،د حکومت سیاسي مخالفین خبرداری ورکوی چې د دې قانون سلیقه وي تصویب ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: وروسته تر دې چې تيره ورځ په فيسبوک او نورو ټولنيزو پاڼو کې د رايه ورکولو په نويو کارتونو کې يوه ستره غلطي تر سترګو شوه افغان ځواک ياد کارت د ټاکنو کميسيون د دارالانشا برخې ته واستاوو. د ټاکنو کميسيون د دارالانشا مشر ضياالحق امرخيل له افغان ځواک سره په خبرو کې د دې کارت شوې غلطي په کلکه رد کړه او ويي ويل چې ياد کارت په لاس جوړ شوی دی او شوې غلطي د ټاکنو د نوم ليکنې د پروسې د کارکونکو نه ده. دې خبرې ته ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د پخوانيو کارتونو نه لغوه کيدل به په راتلونکو ټاکنو کې پراخې درغلۍ ته موکه برابره کړي. يو شمېر سیاسي حزبونو د نوم ليکنې د پروسې له پيل څخه د ملاتړ په ترڅ کې ويلي دي چې په هیواد کې د زړو کارتونو شتون د اندیښنې وړ موضوع ده  او بايد د ټاکنو کميسيون له دې کارتونو د مخنیوي په برخه کې جدي تدابير تر لاس لاندې ونيسي. دوی وايي چې اوس هيڅ داسې پروګرام نه ليدل کيږي څو وښيي چې د ټاکنو کميسيون کړنې خپلواکې وي. د ټاکنو کميسيون تیره ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©