افغان ځواک: ولسي جرګې په ننۍ ناسته کې تر ډيرو خبرو وروسته د ټاکنو قانون تصويب کړ. ياد قانون چې د تير کال په مرغومي مياشت کې ولسي جرګې ته استول شوی و د روان کال د غبرګولي د مياشتې په لومړۍ نيټه تصويب شو. ولسي جرګې د دې طرحې پر يولسو مادو په تيرو ورځو کې بحثونه وکړل او ځينې تغيرات يي پکې را وستل. دې قانون ته د ۱۳۶ شته استازو له منځ څخه ۱۰۱ يي موافقې رايي ورکړې. ياد قانون ۱۷ څپرکي او ۶۷ مادې لري. هيره دې نه وي چې دا ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: نړۍ والې ټولنې ژمنه کړې چې له راتلونکو ټاکنو سره به له مالي او تخنيکي پلوه مرسته کوو. د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور د دې خبرې په کولو سره وايي چې د پنځوسو هيوادونو استازو د ټاکنو کميسيون له چارواکو سره په مالي او تخنیکي برخه کې د مرستې ژمنه کړې. نوموړی وايي تر راتلونکې يوې اونۍ پورې به په ټول هيواد کې د رايه ورکونکو د نوم ليکنې لړۍ پيل شي . نوموړی وايي د غويي د مياشتې له ۲۳ څخه ولايتونو ته د اړينو توکو د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: افغان حکومت باید تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له ښځو سره د زور زیاتي د کمښت په موخه ملي غونډه جوړه کړي . د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنره  د دې خبرې په کولو سره وايي ، په تیره څو کلونو کې د میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو له امله اندیښنه رامنځته شوي دي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید د تاوتریخوالي د کمښت په موخه جدي هلې ځلې وشي . له بل لوري د افغان ...ادامه ورکړۍ
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون دچارو  او ددغه کمېسیون دکړنو په اړه هغه وخت بحثونه ګرم شول چې ددغه کمېسیون د قانون دتصویب پرمهال په ولسي جرګه کې د وکیلانو ترمنځ دشربلو په موخه کیښودل شو، اوس اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون دخپل برخلیک په اړه اندیښمن ښکاري او دخپل ځان دنجات لپاره د ټولو هغه ممکنه او ناممکنه لارو څخه دریغ نه کوي چې په لاس ورځي، هماغه خبره ده چې سیند اخیستې د ژغورنې په موخه خځلو ته هم لاس اچوي. د اداري اصلاحاتو کمېسیون وايي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ولسمشر کرزی هڅه کوي څو د ټاکنو کميسيون د تشکيل او صلاحیتونو د قانون د نه توشيح په ترڅ کې او يا هم محکمې ته د دې قانون په استولو سره د ټاکنو کميسيون ټول واګي په خپل لاس کې واخلي. يو شمېر سياسي حزبونه ددې خبرې په کولو سره وايي چې ولسمشر کرزی تصميم لري څو له درغليو ډکو ټاکنو ته موکه برابره کړي. له دې سره سره چې په پارلماني چارو کې د دولت د وزير وياند نعمت الله بشروال وايي چې ياد قانون یې د دارالانشا له ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©