افغان ځواک: په سکوټر سوریدل د ډیرو ځوانانو لپاره د یو ډول تفریح سبب کیږي خو فیلیپینیان بیا له لرګیو په جوړو سکوټرو یو ډول سیالي ترسره کوي. لرګی هغه څه دی، چې د دروازو، هشدارو، الماریو سربیره د صندلیو، میزونو او ګڼو نورو شیانو کې استعمالیږي خو کله ناکله ترکاڼ داسې شهکار وکړي چې د ډیرو خلکو د خوشالۍ سبب کیږي. ښه بیلګه به يې د فیلپین د یوې غرنۍ سیمې ترکاڼان یاد کړو چې له لرګي يې سکوټرې جوړې کړې دي. له لوړې غونډۍ د لرګي په سکوټر سوریدل او ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ټوله نړۍ کې عموماُ له هوټله د مسافرۍ په ورځو شپو کې ګټه پورته کیږي، او خلک هڅه کوي چې داسې هوټل د خپلو سفرونو او چکرونو پرمهال وټاکي چې تر نورو ټولو په کې د خوشالۍ ډیر احساس وکړي او چکر ته ځانګړې کړې ورځې په ارامۍ تیرې کړي. خو په لندن کې د (Holiday horror) یا په ویره کې ځنډل په نوم هوټل کې هر څه بدل دي؛ او خلک خو په کې دومره ویریږي چې د شپې لخوا هوټل تش وي او یوازې د ورځې ...ادامه ورکړۍ
کله چې د بي بیلوټه الوتکې نوم رابرسیره کیږي،نو د ډیرو خلکو په فکرونو ( ذهن )کې د آسايی غول الوتکې راڅرګندیږي،چې د جوړونې په موخه يي په میلیونونه ډالره پانګونه شوې ده. خو له دې الوتکو څخه له ډیرې مودې راپدیخوا په ملکي یا( غیر پوځي) برخو کې هم ګټه اخیستل کیږي. بي پیلوټه الوتکې یا د لوبې څیز؟ دغه بي پیلوټه الوتکه له بطرې څخه په ګټې اخیستنې حرکت کوي،په داخل یا دننه کې يي دوه کمرې لګیدلې( نصب) دي،چې په پاریس کې یوه کمپنۍ دغه الوتکې په مناسبه بیه پلوري. د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: وايي چې ګڼو فلمونو او د کیسو د ګڼو کتابونو ویرونکې کیسې شاید چې د وینې څښونکو په اړه وي خو دا لمړی ځل دی چې داسې یوه رښتینې پيښه رامنځته کیږي. (جولیا کاپلیس) یوه رښتینې وینه څښونکې ده چې له شاوخوا دیرشو کالو راهسې یې یوازې وینه څښلې او خپل ژوند يې پرې تیر کړی دی. هغه وايي د خپلې اړتیا وړ وینه د هغو خلکو څخه رانیسي چې د ویني په پلورلو خپلې اړتیاوې پوره کوي، او زیاتوي چې د وینې څښلو شوق يې هم په وړکوالي او ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د برتانیا رسنیو ویلي: په دغه هیواد کې یوه ماشومه په داسې ناروغۍ اخته ده چې په وجه يې هغه د هیڅ درد احساس نه کوي. څلور کلنه (ګریس ریدل) چې د برمنګهم ښار اوسیدونکې ده، ناروغیو له ډلې د درد د نه احساس په ناروغۍ اخته ده او دغه چاره د دې سبب شوې چې د هغې د درد د تحمل کچه ډيره لوړه شوې ده. دغه وجه ده چې کوچنۍ ګریس د هیڅ ډول درد، سوځ او خارښ احساس نه کوي. د دغې جینۍ مور له (ډیلي میل) ورځپاڼې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ولادیميرپوتين او میرمنې تر منځ د اړيکو خرابوالی به د نوموړي سياسي هويت ته زیان ورسوي. د روسيي يو شمېر وګړي له ميرمنې د ولاديميرپوتین د جدايي په اړه د نوموړي د څرګندونو په اړه وايي چې له بلې میرمنې سره د ولسمشر اړیکې يوه عادي خبره ده خو دا کار به نوموړي سياسي هويت ته جدي زيان ورسوي. وروسته تر دې چې د روسيي ولسمشر او پخواني سياستوال په يوه ټلويزيوني ناسته کې وویل چې له خپلې میرمنې څخه به جلا شي دا مسله د روسي وګړو له ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ترکيي په انقرې ښار کې يو زيات شمېر ښځو او نارينه وو يو بل ته د مچو په ورکولو سره لاريون وکړ. لاريون کونکي وايي چې له دې لاريون څخه يي موخه داده څو په مترو کې د دولت له لوري د مچو په ورکړه لګول شوی بنديز مات کړي. د ترکيي دولت په دې وروستيو کې په مترو او موټرو په تم ځای کې يو بل ته د مچو په ورکولو بنديز لګولی دی. لاريون کونکي چې سلګونه تنه و د يو بل شونډې يي ښکلوې او د  دولت ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د انټرنیټ په نړۍ کې تر ټولو د لويو ویبپاڼو په ډله کې که د فیس بوک، ټویټر او ګوګل نوم اخیستل کیږي نو یوټيوب هم د خلکو ذهن ته دریږي؛ نو د خلکو همدغې مینې د یوټیوب مسولینو ته دا توان بخښلی چې اوس يې خپله اتمه کلیزه ولمانځله. دا سمه ده چې د یوټیوب بنسټ به د ۲۰۰۵ کال د فبرورۍ په ۱۴ شوی وي، خو دا باید هم له یاده ونباسو چې چې یوټیوب د مۍ په میاشت کې په فعالیت پیل کړی دی. که فیس بوک ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د هاليود مشهورې هنرمندې د دې له ډاره چې داسې نه وي د سينې يا تيو په سرطان اخته نشي خپل تي يي لرې کړي دي. نيويارک ټايمز په خپاره شوي راپور کې ويلي دي چې د نوموړې يو ژن معيوب شوی و. د روغتيايي څيړنو په ترڅ کې روښانه شوه چې د نوموړې نوي سلنه د تيو  د سرطان او پنځوس سلنه د رحم د سرطان د پيدا کيدو ډار شته دی. نوموړې ويلي دي چې سرطان يي مور هم وژلې خو دا خپل زوی ته داد ورکوي چې د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د افغانستان د پخواني ولسمشر لور مسکا نجيب د نړۍ د پنځو ميرمنو په منځ کې د غوره کاري ميرمنې په توګه ټاکل شوې. د نړۍ تر ټولو د ښې دندې په پروسه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په ګڼو برخو کې ميرمنې په لوړو معاشونو مني. مسکا نجيب هم د دوی په منځ کې يوه ده چې د عکاسي په برخه کې يادې ادارې خوښه کړې. که چيرې نوموړې په دې لړ کې بريالۍ شي وبه کولای شي په اسټراليا کې کار وکړي او تر شپږو مياشتو پورې ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©